د ولسمشر غني د اقتصاد محوره لید او فکر هرکلی

0 483

محمدبشیر یوسفزوی_

په افغانستان کې د روان جنګ یو مهم عامل او عمده اړخ پاکستان دی، ځکه چې جنګي او وسله والې ډلې پاکستان تمویلوي، پاکستان یې لمسوي او پاکستان یې روزي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته را استوي. د افغانستان اړخ دپاکستان د دغه ناوړه دریځ د غندنې ترڅنګ تل پاکستان ته ویلي دي چې په جګړه کې یې خیر نه دی، د افغانستان په اړه دې خپل دریځ بدل کړي، ځکه چې تر جګړې باثباته او پرمختللی افغانستان په مراتبو د پاکستان په ګټه دی.

مګر باثباته او پرمختللی افغانستان پاکستان ته مسخره ښکارېده، ځکه دوی به ویل یو هیواد چې څلوېښت کاله جګړو ځپلی، هغه هیواد چې اوړه او نور اړین توکي یې له پاکستانه دي، هغه افغانستان چې سوداګري یې له پاکستان او کراچۍ بندره ده او هغه هیواد چې خپلې رڼې او خوږې اوبه په کور دننه نشي مهارولی او پاکستان او ایران ته وړیا ور بهېږي، نو هغه هیواد به څنګه په خپلو پښو ودرېږي، هغه به څنګه پرمختګ وکړي او هغه به څنګه د سیمې او پاکستان په ګټه واوسي؟

د پاکستان دا شکونه او پوښتنې تر یو حده پرځای وې، ځکه رښتیا هم افغانستان لا د خپلو خلکو ګېډې نه دي مړې کړي، لا یې خپل بچیان له ناورین او لوږې نه دي اېستلي او لا یې هم ټوله تکیه پر پاکستان وه، نو پاکستان دې څنګه د افغانستان په ثبات، پرمختګ او ان دې باور کړی وای چې افغانستان به یو وخت د دوی لپاره ارزښت ولري او ګټور به تمام شي.

ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې په خپلو ارزښتناکو پلانونو، اقتصادي برنامو او سیمه ییز اتصال پروژو او اقتصادي همکاریو سره پاکستان او سیمې ته دا ثابته کړه، چې نه به افغانستان تل د پاکستان محتاج وي او نه به هم افغانستان تل په جنګ او بحران کې وي، ځکه نوموړي په ډېر کم وخت پر پاکستان د افغانستان تکیه له منځه یووړه، د کراچۍ بندر پرځای یې منځنۍ اسیا او اروپا ته څو بدیلې لارې پرانیستې داسې لارې چې هم له کراچۍ بندر څخه ارزانه او بې جنجاله دي او هم ان تر اروپا غځېدلي دي او د پاکستان په ګډون د سیمې نور هیوادونه هم کولی شي چې له دغې لارې خپل صادرات او واردات وکړي.

ولسمشر غني پاکستان ته دا هم عملاً ثابته کړه چې که د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا برېښنا، انرژي او ګاز پاکستان ته ونه رسېږي، نو پاکستان به خپلې اړتیاوې څنګه پوره کوي؟

د پاکستان لومړي وزیر په دې وروستیو کې ولسمشر غني ته په ټلیفوني تماس کې وویل، چې د ده اقتصاد محوره او د سیمه ییز اتصال د فکر او لید هرکلی کوي او په دې اړه د لا مفصل بحث لپاره یې ولسمشر غني ته رسمي بلنه ورکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې پاکستان ته ورشي. پاکستان کرار کرار پوهېږي چې افغانستان په دښمنۍ، جنګ او تشدد نشي ماتولی او نه یې هم اېل کولی شي. پاکستان بالاخره ومنله چې افغانستان له څلوېښت کاله جنګ او وحشت وروسته لا هم په خپلو پښو د ودرېدو ظرفیت لري او کرار کرار د خودکفایي لور ته ځان نږدې کوي. ممکن همدغه څه د پاکستان ذهنیت بدل کړي او د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ پر ځای دوستۍ ته وهڅوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply