سږنۍ او پروسږنۍ روژه / هدايت فريد

0 805

پښتونخوا کې به چې د روژې مياشت شوه، لومړنۍ څو روژې به ښې تېرېدې، وروسته ـ وروسته به موسم ګرمېده او روژې به د سختوالي ژۍ ته رسېدلې. تودوخې او ګرمۍ به شدت پيدا کړ. موسم به داسې ګرم شو، چې برېښنايي او لمريزو کولرونو او پٙکيو به هېڅ اغېز نه کاوه.
پېشمنى به مو چې وکړ، ټول ملګري به جومات ته راجمع شول، تر تلاوت او جماعت وروسته به بېرته خپلو کورونو ستنانه شوو.
چې غرمه به شوه، د لمر وړنګنو وړانګو به را څرک وهل، ملګرو هر يو عبدالنظار معروف، جوهر خان حبيب څرګند، نظار رېدي او شفيق الله ته به مې زنګونه ووهل.
ـ ورته به مې کړل چې ماسپښين ۲ بجې شوړشوړاوې/ سټيفا نِهر ته ځو.
ـ هغوى به هم وويل چې ټيک ده.
چې ۲ بجې به شوې، ټول به د بازار يو ځانګړي ځاى ته راغونډ شوي وو، موټر ته به وخاتو او مخ پر شوړشوړاوې/ سټيفا نِهر به رهي شوو. چې وبه رسېدو، د شوړشوړاوې د اوبو زوږ او شڼهار به ډېر جالب او تېز و.
اوبه تېزې وې، له همدې شوړشوړاوې څخه به د سکندري کلي ځينې پټي هم اوبه کېدل. د مازيګر لمونځ به مو همدلته وکړ، بس چې اذان ته به ۲۵ دقيقې پاتې شوې، بېرته به خپلو کورونو ته راستانه شوو.
روژه ماتى به مو حجرې ته راوړ، د خپلې کورنۍ غړو سربېره ځينې ملګرو سره به روژه ماتى مشترک شو.
دسترخوان به وغوړېده، ډول ـ ډول طعامونه او مشروبات به راوړل شول، د محمدعالم چکنۍ او مربه، د رحمان الله د ګوړې شربت چې موږ به د بېګم صاحبې شربت باله، هېڅ کله هېر نه شي. اوس چې مسافر يم، سخت ارمان يې راځي، اى کاش سږنۍ روژه کې بيا هم له دې دواړو برخمن شم.
روژه ماتى به وشو، لمونځ به اداء شو، د ورځې په اوږدو کې به مو کابو ۴ چرګان اخيستي ول، حبيب ته به مو ورکړل چې دا سٙجي کړه او ماښام ناوخته يې بازار ته راوړه.
ماښام تياره به مو له ملګرو سره په ګډه چرګان وخوړل، د فاروقي استاد د لاس شوملې هم ډېرې خوندورې وې. هېره دې نه وي چې کله کله به پشاوري ايسکريم او فالودې پسې سوابۍ ښار ته هم تلو. لنډيز دا چې د روژو دا لړۍ په همدغې بڼې روانه وه.

اوس چې؛
ټول ملګري مسافر يوو، ښايي زموږ د ټولو ملګرو به دا لومړنۍ روژه وي، چې له خپلو کورونو يې بهر تېروو.
دا ټول ملګري اوس پوهنتونونو جلا کړي يوو، څوک په ننګرهار، څوک په خوست، څوک په پکتيا او څوک په کابل دي. موږ کابو ۶ ملګري يو اتاق کې اوسېږو، د اتاق ژوند د ورورولۍ، مينې او محبت ژوند دى. د روژه ماتي او پېشمني په پار هر ملګري ته ځانته دنده سپارل شوې ده. څوک له بازار څخه سودا راوړي، څوک لوښي وينځي، څوک دېګ کوي. او څوک يې تياره خوري.😜
روژه ماتي کې دسترخوان خپور شي، قسما قسم نعمت العظماوې ( وريجې، لوبيا، کچالو، غوښه)، بېلابېل فوق العاده مشروبات ( ټانګ، Nutri – C، التونسا) همداراز، رنګارنګ مېوې ( کيلې، هندواڼې) د روژه ماتي اکرامات او انعامات دي.
پتيال چې زموږ د اتاق مالګه ده، د ښو اخلاقو سره ـ سره ښه اشپزي هم کوي. روژه ماتى چې وشي، لمونځ ادا کړو، د پوهنتون په رنګين او معطرين چاپېريال کې قدم ووهو. بيا وروسته تراوو ته چمتووالى ونيسو.

او د سږنۍ روژې دغه لړۍ همداسې دوام لري.

زه به د ټولو ملګرو په استازولۍ ددې سږنۍ روژې په اړه داسې ووايم، تر ډېره به د ټولو ملګرو ترجماني هم همداسې وشي.

* د سږنۍ او پروسږنۍ روژې توپيرونه :

ـ سږنۍ روژه کې موسم هم بدل دى او ځاى هم.
ـ سږنۍ روژه د موسم له زاويې بيخي اسانه تېرېږي.
ـ هغه ملګري چې تېره روژه کې سره يو ځاى وو، اوس سره ټول جلا دي.
ـ سږنۍ روژه کې روژه ماتي او پېشمني لپاره چمتووالى په خپله نيسو، حال دا چې پروسږنه روژه کې مزې وې او له هر څه بېغمه وو.
ـ سږنۍ روژه کې پېشمني ته په زوره پاڅېږو، پروسږنه روژه کې د مور په خواږه غږ پاڅېدو.

هدايت فريد
کابل پوهنتون، پښتو څانګه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply