“پښتينۍ خولۍ”يوه نښه

ژباړه : هدايت فريد

0 994

چاته معلومه وه چې د يو مزدور د سر څخه اخيستل شوې خولۍ به د پښتون ژغورنې د غورځنګ يوه نښه جوړېږي؟

ښايي تاسو ته معلومه نه وي، ليکن حقيقت دا دى چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر ” منظور پښتين” لخوا په عوامي غونډو/جلسو کې پر سر کړې خولۍ نوموړي ته يو مزدور ورکړې وه.

په سور او تور رنګ باندې مشتمله دا ښکلې ” پښتينۍ خولۍ”  نن سبا نه يواځې؛ په پاکستان کې بلکې د افغانستان سربېره په نورو اروپايي هېوادونو کې د خورا ډېر مقبوليت له کبله په چټکۍ سره د خلکو لخوا مقبوله او خوښه شوه. چې اوس د پښتون ژغورنې د غورځنګ يوه نښه ګڼل کېږي.

د پښتون ژغورنې په غورځنګ کې شامل د منظور پښتين نږدې ملګرى محسن داوړ ويلي دي چې د اسلام اباد لانګ مارچ څخه وړاندې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين له خپل کلي څخه چېرته روان و او پر همدې ورځ يې نوې خولۍ پر سر کړې وه.

محسن داوړ وويل،
په لاره کې د منظور پښتين خولۍ د يوه مزدور خوښه شوه او غوښتنه يې وکړه چې ياده خولۍ ده ته ورکړي.
له همدې کبله منظور پښتين له خپل سر ځنې خولۍ ليرې کړه او ورته يې وسپارله. په بدل/ عوض کې يې له هغه ځنې زړه او خيرنه خولۍ ” اوسنۍ پښتينۍ خولۍ” واخيستله او پر همدې بڼه مشهوره شوه.

د محسن داوړ له خولې، څرنګه چې منظور پښتين د يو ساده او غريبپال طبعيت څښتن دى، ښايي له همدې کبله يې دا خولۍ خوښه شوې وي.

ځانګړې او په ساده نقش و نګار سينګار ” پښتينۍ خولۍ” په بنسټيزه توګه د ” مزارۍ خولۍ “په نوم يادېږي، ځکه چې پيل يې د افغانستان د مزار ښار څخه شوى دى،
په عوامي غونډو کې د منظور پښتين او پلويانو لخوا يې د ” پښتينۍ خولۍ” پر سرول ددې لامل شو چې د ” پښتينۍ خولۍ / پښتين کيپ” په نوم ياده شي.

د ” پښتينۍ خولۍ” مقبوليت لدې خبرې هم څرګندېږي، چې اوس يې نړيوال شهرت ترلاسه کړى دى. ځکه پر انټرنېټ او نورو ټولنيزو رسنيو يې پېر و پلور جاري دى.

په پېښور کې د ضياء خټک په نوم يو وکيل په پېښور کې د اتم مارچ د جلسې  څخه وړاندې د ټولنيزو رسنيو پر يوې وېبپاڼې چې د ” پښتينۍ خولۍ” ادرسونه او بيې هم ورکړل شوې وې. لدې سره سره په امريکا او نورو اروپايي هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غونډو کې د پي ټي ايم پلويانو په ګڼ شمېر تعداد کې پر سر کړې وې.

د سړيو سره سره په ښځو کې هم د ” پښتينۍ خولۍ” کارونه ورځ تر بلې دودېږي. د پي ټي ايم پېښور جلسه کې ځينو ښځو پر سر کړې وې ،همداراز ځينو ورسره خپل انځورونه پر ټولنيزو رسنيو هم خپاره کړي  دي.

د پېښور بورډ بازار د ” پښتينۍ خولۍ” مرکز ګڼل کېږي، چېرته چې په هرې هټۍ کې په ګڼ شمېر تر سترګو کېږي.
د شعيب جان په نوم يو هټيوال چې له تېرو ۳۰ کالونو راهيسې د خوليو کاروبار کوي، هغه وايي چې ماسره ډول ډول خولۍ شتون لري، خو د ” پښتينۍ خولۍ” په چټکۍ سره مقبوليت ددې راته اندازه هم نه وه.
د پېښور جلسې وړاندې ددې خولۍ غوښتنه دومره زياته شوه چې ماسره سټاک ختم شو او اړ شوم چې له افغاستانه يې راوغواړم، هلته افغانستان کې هم ددې خولۍ کمښت و. ځکه چې ددې خولۍ اصلي مرکز افغانستان دى.

هغه زياته کړه چې مخکې دا خولۍ په افغانستان کې جوړېدې، خو کله چې يې غوښتنه زياته شوې ده، اوس دلته پېښور او کراچۍ کې هم جوړېږي.

د شعيب جان په وينا، هغه خولۍ چې له افغانستان څخه راځي، ځکه ډېرې کلکې او پاييدارې وي چې د قالينو له برخو جوړېږي، په مارکېټ کې نن سبا دا خولۍ له ۳۰۰ – ۶۰۰ کلدارو پورې ملاوېږي.

د ” پښتينۍ خولۍ ” د پي ټي ايم د پلويانو سربېره د پوهنتونونو او کالجونو زده کړيالانو او زده کوونکو کې د يو ځانګړي مقبوليت مقام ترلاسه کړى دى. همدارنګه د پېښور په هر لوري کې دا خولۍ تر سترګو کېږي.

د پېښور پوهنتون زده کړيال ميا سفير خان ويلي دي، چې، څرنګه منظور پښتين يو ملنګ خويه انسان دى او د ملنګانو خولۍ يې پر سر کړې ده، پر دې موږ وياړو.

په پښتنو سيمو کـې “پښتينۍ خولۍ” نه يواځې د پي ټي ايم د ملاتړ نښه ګڼل کېږي بلکې، ځوانان ددې په پر سر کولو باندې وياړي.

د نوموړي په وٍينا دا خولۍ به په ځينو بده هم لګي، خو ولې د دې خولۍ والا ” منظور پښتين” سره زموږ هيلې تړل شوې دي، پښتنو ډېر ظلمونو ليدلي دي نور دا ظلمونو د زغم وړ نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply