د ننګرهار د اقتصادي خبیثه او انحصاري حلقو د افشا او مخنیوې لومړۍ برخه

0 764

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار والي

 

نه د چا په سهم مقرر شوې یم، نه سهم اخلم او نه چاته سهم ورکوم

د ننګرهار د اقتصادي خبیثه او انحصاري حلقو د افشا او مخنیوې لومړۍ برخه

د ترورستي، جنایې، اقتصادي مافیا او د قدرت انحصاري کړیو نه د ولس د خلاصون اصلي لارې، د دوی غیر مشروع اقتصادي منبع وچول دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مشر ښاغلی احمد علي چې زیادتره وخت په کابل، دوبې او ایران کې وي، زما د دریو میاشتو ماموریت په دوره کې هیڅکه په ټولنیزو جلسو کې چې د ولس خیر او عزت پکې مطرح وي، لکه د ولایت اونیزې اداري غونډې، د ولسوالانو سره میاشتنې غونډې، د امنیتي او دفاعي قواو دورځې لمانځل، د نوې کال او نارنج ګل مشاعره، د معارف ورځ، د دهقان ورځ، د صنعتکارانو نندارتون، د سولې مشورتي جرګې د ستاینې غونډه، د ولسونو سره د همغږي غوڼدې، د ښاري نظم د کمیسون او داسې نورې غونډو کې برخه نه ده اخستلې. دې که په دې جلسو او غونډو کې برخه وانخلي، د ولایتې ادارې په کړنو به څنګه قضاوت وکړي. دوه درې ځلې چې ننګرهار ته راغلی، د تخریبې کارونو لپاره یې لمن وهلې چې ښې بیلګې یې د سولې د مشورتي لوی جرګې ټاکنو خرابول او د شینوارو د ولسونو تر منځ نفاق او یا ګډوډې اچول وو. د دی نه برسیره یې د خپلوڅو تنو مدني پلویانو له خوا په مستعارو نومونو د ولایتي ادارې او حکومت پسې منفي تبلیغات کول. سیاست یې حق دی اما دا ډول تخریبي کړنې یې د غندلو دي.

دا ځل چې جلال اباد ته راغلې، د ولایتې شورا د یو بل غړي، ښاغلي اجمل عمر سره یې د نظامي شورا په جلسو کې د برخې اخستنې مسله مطرح کړې او کابل نه یې یو مکتوب هم راوړې چې والي دی په اونیزو نظامي جلسو کې نه پریږدي. د پرون ورځې په کنفرانس کې د دی زیاتې خبرې د نظامي شورا په جلسو کې د برخې اخستنې او د ښاري نظم د کمیسون د پریکړو خلاف بحث و. د ښاري نظم په کمیسون ته د ولایتي شورا غړی، ښاغلی اسرارالله مراد چې رسما د ولایتي شورا له خوا معرفي شوې، برخه لري او د کمیسون په فیصلو کې شریک او همکارې یې د فیصلو په تطبیق کې هم کړیده. دا چې ښاغلی احمد علی په ولایتې شورا کې همیشه شتون نه لري، نو د ولایتي شورا د ډیرو کړنو نه خبر هم نه دی.

سوال دا دې چې ولې دی او په ولایتې شورا کې د دې پلوې ښاغلی اجمل عمر په نظامي جلسو کې د برخې اخستنې لیواله دي؟

د ننګرهار ولسونو ته پته ده چې زما د راتګ نه وروسته د لعلپورې ولسوالۍ زیاته برخه د چکنور په شمول چې د اختطاف او جنایې جرمونو مرکز و، ونیول شوله. په دې توګه د ننګرهار ختیځه سیمه د دښمن د حملو او نفوذ نه مصئون شوله. ورپسې ما خپله توجه د تورخم د لاریو مسلې ته کړه چې د کلونو راهیسې د فساد او هم د ډیرو ګروپونو او کسانو لپاره د عاید ښه منبع وه. د لاریو ستونځه حل شوله او ډیرې سوداګر اوس خوشاله دي او د ننګرهار د ګمرک عواید هم زیات شول. په حقیقت کې د ډیرو کسانو د عوایدو سرچینې ختمې شولې.
ورپسې د طالبانو د الفتح عملیات په شیرزادو ولسوالې کې شڼد او د اتو کلونو ځند نه وروسته، زمونږ امنیتي او دفاعي قوتونه د لومړې ځل لپاره د شیرزادو ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې لاړول. د شیرزادو د شوکاڼې یعنی تالک او مرمرو معدنونه د مخالفینو او هم د ننګرهار اقتصادي انحصاري کړیو ته د عایدو لویه منبع ده. په دغه ولسوالۍ کې هغه سیمې چې معدنونه هلته دي، د حکومت په کنترول کې نه دي. دغه معدنونه په حقیقت کې په Resource Curse یعنې د بدامنې په منبع بدل شویدي. ډیرې شرکتونه چې قانوني موده یې ختمه شوې او یا د قرارداد په خلاف، هره شپه به د شیرزادو نه د سلو په شاوخوا کې د شوکاڼې لارې راتلې. څه لارې به پاکستان ته تللي او یا به په جلال اباد کې ترې استفاده کیدله. دا چې د شوکاڼې د غیر قانونې استخراج ځایونه د طالبانو په کنترول کې و او د بیلابیلو شرکتونو خاوندان د هغوي سره د معدنونو په کندلو او ترانسپورت کې جوړ جاړې درلود، نو ما د سره رود د ولسوالۍ په رهبرې کې تغیر راوست تر څو د سره رود په لاره د دغه قاچاق مخه ونیول شي چې د لاریو د نیولو ډیرې بیلګې اواسناد شته او قانوني محصول ترې اخستل شوې دی. البته د اصلاح لپاره د معدن محترم وزارت سره ما خپل تشویشونه هم شریک کړیدي.

د دې لپاره چې د شیرزادو ولسوالۍ په امن کې شي، مونږ پلان جوړ کړ چې دوه منطقوي ټولې د اردو هلته ځای په ځای کړو، نو په دې اساس د ملي دفاع محترم وزیر صیب، دغه دوه ټولې منظور کړل. د ننګرهار د ولایتې شورا غړی، ښاغلي اجمل عمرچې د شیرزادو اوسیدونکې دی څو ځلې د ما سره او هم د ملي امنیت د ریئس صیب سره تماس ونیوه چې دې به خپل نفر منطقوي اردو ته برابر کړي. مونږ ورته وویل چې مونږ د شیرزادو د قومونو د شوراګانو په مصلحت نفر انتخابوو او هیڅکله دغه قواوې د یو شخص په خوښه نه ټاکو. د ښاغلي اجمل عمر مقصد دا و که د دی نفر په دغه ټولیو کې ځای په ځای شي، نو بیا به دی د دغه شوکاڼې د غیر قانوني استخراج او ترانسپورت نه په ښه او مصئونه توګه برخه اخلي. کله چې تیره اونې د دوی دا خواهش ونه منل شو او ما د شیرزادو قومي مشران راوغوښتل او مصلحت مو سره وکړ چې مونږ ته په شرایطو برابر کسان د قومي جوړښت په اساس راکړې، نو دی پوه چې زه د دوي مالي سرچینې وچول غواړم، نو کوښښ یې پیل کړ چې د دغه منطقوي اردو د جوړیدو په کارونو کې ځنډ واقع کړي او زمونږ توجه بلې خواته وګرځوي. د ننګرهار نظامي شورا او زه د ټولو داخلي خبیثه حلقو او هم د مسلحو مخالفینو په اهدافو ښه پوهیږو، نو ځکه په نظامي شورا کې د دوی د برخې اخستنې موضوع رد کړه تر څو دوی زمونږ د کارونو په عملي کیدو کې خنډ واقع نشي.

د شیرازدو مشرانو وعده کړې وه چې د شنبه په ورځ به مونږ ته لستونه برابروي خو د ښاغلي اجمل عمر د کړنو له امله دا پروسه دوه درې ورځې وځنډیدله او پرون ماته د شیرزادو مشرانو یو شمیر لستونه د تذکرو او نورو معلوماتو سره راولیږل چې په دغه پاکتونو کې کتلې شي. د لستونو په رالیږلو سره، د ښاغلي اجمل عمر او ولایتي‌ شورا محترم ریئس هیلې د ناهیلې سره مخامخ شولې، نو ځکه یې د فرصت نه په استفادي سره په عوض د دې چې د ترورستي ډلو کړنې چې د روژې مبارکې میاشت کې یې بیګناه ملکي کسان شهیدان کړل، وغندي، د ولایتي ادارې پرضد یې کنفرانس ورکړ او په حقیقت کې د دوی دا کار په تبلیغاتي لحاظ د دښمنانو تقویه کول دي. ترڅو چې زه د ننګرهار والي یم، هیڅکله به د اقتصادي انحصاري کړیو سره جوړ جاړې ونه کړم او نه ځه د دوی په فرمایش والي شوې یم. ترڅو چې جلالتماب جمهور ریئس لازم وګڼې، زه به د ننګرهار والي اوسم.

زه ننګرهارته د یو فرد په توګه راغلې وم خو د هرې ورځې په تیریدو سره، زما کاري ټیم تقویه کیږي او د ولسونو ملاتړ ورځې تر بلې زیاتیږي. د خپل کار په لومړۍ ورځ مې ولسونو ته ویلې وچې زه د دوی سره یوازې یوه وعده کوم چې رشوت به نه اخلم، رشوت به نه ورکوم او هم واسطه به نه منم. نورې وعدې نه کوم او که عمل مې وکړ هغه به ولسونو ته پخپله معلوم شي. زه اوس هم په هماغه ژمنه ولاړ یم چې نه به فساد کوم او نه به د فساد کوونکو ملګری کیږم. زما د دریو میاشتو لاسته راوړنو، دوی او هم طالب/داعش ترورستي ډلې لږې وارخطار کړیدي. زمونږ امنیتي او دفاعي قوتونه د دې جوګه دي چې د داسې حلقوهغه خوبونه چې ګوندې ننګرهار وضعیت به د تیر کال د روژې میاشتې په شان خراب شي، اویا اقتصادی انحصاري کړې به بیا د ننګرهار په ادارو کې لار پيدا کړي، ونه ګوري.

لوی جنګ دی، پیښې به کیږي، ترورستې ډلې چې د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې ځپل شویدي، خامخا به د دې هلې ځلې کوي چې د ولسونو په منځ کې ویره خپره کړي او اقتصادي انحصاري کړې به د هغوي لپاره چکچکې وهي، خومونږ به اقتصادي، امنیتي او د حکومتولې د ښه والي پلانونه د خپل پرواګرام او کارې اجنډا مطابق تطبیقوو او هیڅوک زمونږ د کارونو په مخکې خڼد نشي واقع کیدلې. که څوک خنډ واقع شي، مونږ به د قانون په رڼا کې د دوی سره جدي چلند وکړو.

د مدیریت د علم په اساس، په پراخه استخباراتي او مافیایې جګړه کې به ته جبهه یا جبهې په خپله خوښه تعینوي نه د مخالفینو په خوښه. په دې اساس مونږ به په خپل پلان ځو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply