ولسي څارنه ولې مهمه ده؟

0 549

اېمل پیاوړی _

مشهوره مقوله ده چې د ولس زور د خدای زور دی. همدا ولسونه دي چې حکومتونه جوړوي او ولسواکي هم په اصل کې د ولس په رایه او باور را څرخېږي، ځکه په ټاکنو کې چې د ولس اکثریت کوم انتخاب او پرېکړه وکړه، نو موافق او مخالف ټول مکلف دي چې د ولس د اکثریت درناوی وکړي، نو له دې امله د ولس څارنه حتمي ده.

د دولت د لومړیتوبونو په ټاکنه او د لګښتونو په څارنه کې د ولس پیاوړې ونډې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي. دا څو ګټې لري، یوه دا چې که چېرې ولس خپل لمړیتوبونه وټاکي، نو د دولت کار اسانه کېږي. په دې مانا چې که یوه ولسوالي د څښاک اوبه غواړي او دولت ورته سړک قیر کړي، سره له دې [ې قیر سړک ډېر مفید دی، خو بیا به هم ولس له دولت څخه نه وي راضي، ځکه دلته د ولس لومړیتوب او خوښې ته پام نه دی شوی.

بله ګټه یې داده چې ولس به په دې پوه شي چې د یوې پروژې بشپړېدل څومره وخت او پیسو ته اړتیا لري، نو ولس اړ دی چې خپل لګښتونه کم کړي او له پیسو څخه په اغېزمنه توګه ګټه ترلاسه کړي. که پیسې دولت په خپل سر مصرف کړي د ولس په زړه کې دا شک پیدا کېږي چې دا به په سمه توګه لګول شوې او که غلا به هم په کې شوې وي.

نن سبا په اکثرو سیمو کې د پروژو د تطبیق له بې کیفیتي څخه ولس شکایت کوي او یا دا چې ادارې او مسوولین چارې او خدمات پر وخت او ښه توګه نه برابروي، که چېرې محلي مسوولین د ولس څارنې ته ارزښت ورکړي او هغوی په کې ورشریک کړي، نو هم به کیفیت ښه شي، هم به خدمات پر وخت برابر شي، هم به ولس په حکومت کې ځان وګوري او څومره چې ډېر ځان ګوري، نو همغومره به د حکومت او ملت تر منځ اوسنۍ فاصله ډېره کمه شي. د ولس رضایت به ترلاسه شي. ولس به د مالکیت حس وکړي او د دغه حس ګټه داده چې ولس به د اوس غوندې مایوس، ناراضه او منزوي نه وي، بلکې ولس به په تصامیمو او پرېکړو کې شریک وي، مګر دا د محلي مسوولینو په مهارت پورې اړه لري چې ولس څنګه او څومره په دې برخه کې راشریکولی او د ځان ملګری کولی شي، او څومره چې ولس له محلي حکومتولۍ سره شریک او ملګری وي نو همدومره د محلي مسوولینو ستونزې هم ورسره را کمېږي، ځکه ولس د امنیت او ثبات په برخه کې مرسته کوي او د فساد ضد مبارزې په برخه کې د ولس شراکت او څارنه ډېره ګټوره تمامېدلی شي.

د لومړیتوبونو په ټاکلو کې یوازې د ولس برخه اخیستنه هم بسنه نه کوي، که دولت غواړي چې موثر عمل وکړي، نو په کار ده چې ولس ته د څارنې حق ورکړي دغه راز څارنې ته ولسي څارنه وایي چې د دولت د کارونو او دندو په اړه له خلکو څخه په کې منظمې پوښتنې کېږي. ولسمشر غني هم په ولسي څارنه ټینګار درلود او ویل یې چې د هرې پروژې قرارداد او ټول خصوصیات باید د پروژې د تطبیق په ساحه کې په لیکلي شکل موجود وي، تر څو ولس ورڅخه خبر وي او هغه ته په کتو ښه نظارت وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply