غزل/ مصطفی پسرلی

0 1,066

د درمان لورې ته ځمه ، ګيله نه کړم له جهانه
درد مې نه پریږدي سکون ته ، لاره هم نده اسانه

دغه نسل د افغان دی ، په بارودو نه ختميږي
ډېر راغلي بيرته تللي د حالاتو شول ستومانه

ځنځيرونه شرنګومه ، سر شیندمه نه ويريږم
لوړ تاريخ لرم اغیاره ، نه به تښتم له ميدانه

د جنون له خټي جوړ يم ، په پښتو کوم خبري
د خوشال ، ميرويس لمسۍ يم ځان خبر کړه ای نادانه

د پښتون په خاوره ناست يم ، د پښتو قانون منمه
تا ستايمه په شعرو کې زما ګل افغانستانه

پسرليه! ستا په مينه کې عجب خوندونه وينم
په دې مينه غير له خدايه نه ويريږې له بل چانه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply