د غرونو باز / کاوون توفاني

0 647

کاوون توفاني

د پښتون ژغورنې غورځنگ سره د پيوستون په نوم

د غرونو باز
د جگو غرونو باز يمه ، وزر د پښتنو يم
لښکر د پښتنو يم
دښمن د تروږميو يمه ، لمر د پښتنو يم
سنگر د پښتنو يم .
*****
د حق گدايي نه کوم ، په شور يې درنه غواړم
په زور يې درنه غواړم
شکوه بل چاته نه وړمه ، په کور يې درنه غواړم
په زور يې درنه غواړم
په امن که و نه شوه ، بيا خنجر د پښتنو يم
لښکر د پښتنو يم
*****
د تا د باغ گلونو کې زما د وينې رنگ دی
خبر شه ، زړه مې تنگ دی
زما پر اوږو ايښی ستا د ناز خيالي اورنگ دی
خبر شه زړه مې تنگ دی
تاريخ مې يو ځل ولوله خيبر د پښتنو يم
سنگر د پښتنو يم .
*****
د وينې له هر څاڅکي مې ټوکيږي سره گلونه
گلونه ، مشالونه
له مړاوو پسرليو مې راخيژي ارمانونه
گلونه ، مشالونه
په توره شپه ځلېږمه ، اختر د پښتنو يم
لښکر د پښتنو يم .
*****
مکاره استعماره ، ماتوم دې زندانونه
شلوم دې زنځيرونه
ناره د آزادۍ يم ، نړوم دې زندانونه
شلوم دې زنځيرونه
سرباز د خپل هېواد يمه ، باور د پښتنو يم
لښکر د پښتنو يم ،
سنگر د پښتنو يم .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply