له جیل څخه د لر او بر پښتنو په نوم د محسن داوړ لیک

0 8,130

د پښتون قوم په نوم

لیکونکی : محسن داوړ، ژباړه محمد وکیل وزېري

په ما ګرانو پښتنو هیوادوالو اسلام علیکم .

هیله ده چی تاسی ټول دخپلو کورنیو سره په خیریت کی واوسیږی .

زه او زما سره په بند کی د زخمی وزیر علی وزیر لخوا تاسو ټولو ته د تیر شوی اختر مبارکی وایم. د دی له کبله چی په وخت مو د اختر مبارکی درته ونه شوه ویلی بخښنه غواړو، هیله ده چی ویی منی .
زما د قوم ځوانانو ، مشرانو او زمونږ میندو او خویندو!

لکه څنګه چی تاسو ته پته ده دخړ کمردبربریت څخه وروسته زه او علی وزیر ونیول شوو او پیښور ته راوړل شوو، دلته په بند کی ستاسو سره داړیکی ټینګولو کومه بله لار نه شته نو فکر می وکړ چی د لیک له لارې دا اړیکه ټینګه کړم .

که رښتیا ووایم دلته په بند کی ستاسو مینه او خلوص می ډیر یادیږی .په بند کی شاید څه نور فکرونه هم سړی وکړی خو ستاسو سره ناسته ولاړه، د قوم د ښیګڼی او کامیابۍ لپاره اوږدی خبری ، بحثونه او د یوه او بل په دردوغم ژړا می د هرڅه نه ډیر یادیږی .

زما پښتنو! لکه څنګه چی تاسو ته به هم اوس سمه پته لګیدلی وی چی شمالی وزیرستان د خړ کمر په سیمه کی پاکستانی پوځ “هغه پوځ چی مونږ د خپل ملک پوځ بللی ، هغه پوځ چی زمونږ په ټکس وسلی او تنخواوې اخلی” په ښکاره توګه د عامه نظر وړاندی په غریب ولس د ګولیوباران جوړ کړ ، دیارلس کسه یی شهیدان او په درجنو یی ټپیان کړل.دا به د نړۍ د هغه څو نادرو پیښوڅخه یوه پیښه وی چی په دومره بی دردی او قصاوت پکی انسانان وژل شوی دی. مونږ د کربلا پیښه اوریدلی وه ، د یزید دظلم مو اوریدلی و، د هټلر دجبر اوظلم مو اوریدلی و، په قصه خوانی بازارکی د انګریزانو ظلم په پښتنو کیسی مو اوریدلی او لوستی مو دی ، پر بنګالیانو مو د پاکستانی پوځ بر بریت کیسی اوریدلی وی ، خو په دی سربیره هم موشک درلود او ځان ته به مودا تسلی ورکوله چی آیا دا کیدای شی چی څوک د پخپل ولس ګولی وچلوی ؟ مګر څومره مو چی عمرونه زیاتیدل د د ې ترخه حقیقت ،شک راته په یقین بدلیده.
د دی ظلم او تشد د کیسه د اویا کالو ز ړه کیسه ده اوله بابړې څخه پیلیږی کله چی دپاکستان دجوړیدو څخه یو کال تیر شوی و.پښتنو ته نوی جوړ شوی پاکستان اسلامی جمهوریت د۶۲۰ شهیدانو تحفه ورکړه .زمونږ په هغو میندو یی هم ګولۍ وچلولی چی د کورو څخه په سر د پاک الله کلام قران شریفونه نیولی او د پاکستان ریاست ادارو ته یی د ګولی چلولو دبندولو سوالونه کول، هغه ماشومان چی دخپلو ټپی پلرونو او وروڼو د راپورته کولو په موخه راوتی و، هم په ګولو وویشتل شول.

د ظلم حد او انتها دې ځای ته ورسیده چی د شهیدانو له کورنیو څخه د هغه مرمیو قیمت هم واخستل شو کوم چی د دوی پلرونه او زامن یی په شهیدان کړی و.

که د ظلم خبره وی نه پوهیږم ،کوم ،کوم به یی یاد کړم؟

د پاکستان په ریاست کی پښتنو یوه ورځ هم په ارامه او امن کی نه ده تیره کړی .مونږ دراولپنډۍ دلیاقت باغ ظلم یاد کړو؟په کویټه کی په پښتنود ګولیو مخامخ باران یاد کړو؟ مونږپه کراچۍ کی د پښتنو بهیدلی وینی یادې کړو؟ مونږ شهید خان عبدالصمد خان جسد رایاد کړو؟مونږ دبشیر بلور او میا افتخار حسن دځوانو زامنو په ګولیو سوری،سوری جسدونه یاد کړو؟مونږ دشهید بشیر بلوردزړه ټوته ،هارون بشیر شهادت یاد کړو؟مونږ په فاټا کی بهیدلی وینه یاده کړو؟مونږ ګوډ او بیډ طالبانو په لاس وژل شوی پښتانه یادکړو؟

د دې ظلم او جبر اویا کلنې کیسې , دا دهری ورځې نوی غم او درد کیسې او داستان,په اویا کلونو کی هره ورځ ،هره ګړۍ دنوی غم او نوی درد سره تیره کړی ده .دا دردونه اوغمونه زه په یوه لیک کی نه شم ځایولی .زما پښتون قوم د ما له دې امله وبخښی چی زه داویاوو کلونو د قرب او وحشت څخه ډک داستان په دی لیک کی نه شم ځایولی.

په کوم جیل کی چی مونږ پراته یو ،مونږ ته خپل غوندی ښکاری ځکه چی دلته دباچا خان اواز نـن هم په چغو دی ، دولی خان بابا اسویلی نـن هم په دی جیل کی اوریدل کیږی ، په دی جیل کی د شهید خان عبدالصمد خان خوشبویی نـن هم احساسیږی.

دا همهغه جیل دی چی د باچا خان ځوانی یی لیدلی ،دعبدالصمد خان او ولی خان توری شپې او ورځې یی لیدلی دی .

په خبره خو مونږ اوس بندیان یو خو آیا د دی جیل نه وړاندی مونږ ازاد و؟

د هغه قوم چی تاریخ بندی وی –

د هغه قوم چی ساست بندی وی-

د هغه قوم چی ژبه بندی وی-

د هغه قوم چی په شتمینو یی بل څوک قابض وی-

دهغه قوم چی بې اختیاره اوغلام وی-

د هغه قوم چی په ټوټو، ټوټو ویشل شوی وی-

د هغه قوم چی راتلونکی یې بندی وی-

د د ې قوم څوک څنګه ازاد کیدی شی؟

هو هغه وخت هم مو نږپه تنګه چاردیوالی کی اوسیدو ، اوس هم په تنګه چاردیوالی کی اوسیږو.
پوځ، میډیا ، پارلمان او قضا

نه میډیا(دپښتنو لپاره د نشت میډیا) م زمونږ دردونه ښکاره کړل .

نه قضا (دپښتنو لپاره د قضا نشتوالی)زمونږ لپاره دانصاف غوښتنه وکړه.

نه پارلمان (دپښتنو لپاره د نشت پارلمان) کله هم دا اختیارپیدا نه کړ چی زمونږلپاره څه ووایی.
پوځ خو یوازی زمونږ ځمکه خپله ګڼی .

زما دپښتون قوم بچی ،بچی بندی دی دی زما دقوم هره ورځ بندی ده .

زما پښتنو ! مونږ یی په دی چاردیوارۍ کی ستاسو څه لرې بندیان کړی یو ،تاسی زمونږ په فکر کی مه اوسی ،تاسی هغه وظیفه په مخ یوسی دکومی لپاره چی د واڼه لس ښایسته ځوانانو ځانونه قربان کړل ،دهغې وظیفی لپاره چی ارمان لوڼی دهغه لپاه شهادت ومانه،په خړکمر کی غیرتندو پښتنو دهغې لپاره شهادت ومانه او دکومی لپاره چی عالمزیب دتیرو سپږو میاشتو راهیسی په بند کی پروت دی .

تاسی دواڼه دشهیدانو دخویندو اومیندو په سر لاس کیږدی .

تاسی وړانګې لوڼی ته تسلی ورکړی او دهغی دکور تکیه ګاه شی.

تاسی دشمالی وزیرستان د شهیدانو دکورنیو تکیه ګاه شی .

تاسو باور ولری چی دلته په مونږ که هرډول تشد د وشی ،هرډول ظلم وشی ،مونږ به یی ستاسو دراتلونکی لپاره په پوره زغم ومنو ،دا به د امن اوحقوقو لاسته راوړنی لپاره ډیر یو ادنی قیمت وی ،مونږ د دی نه زیات قیمت ته تیاریو.اوس تاسی دا تحریک مخ په وړاندی بوځی اودپښتون قوم دامنیت او حقونو داعادی لپاره هر ډول قربانیو ته ځانونه تیار کړی .

د بشری حقونو په نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو ږغ کوو چی زمونږ په حال درو ان ظلم نوټس واخلی اود خړ کمر دپیښی په تحقیقاتوبه د دهشت ګردۍ په وړاندی د روانی جګړی حقیقت د ټولی نړۍ مخی ته کیښودل شی.

زما پښتنو ! زما شمالی وزیرستان تاسو ته درسپارم ،اوس نو دشمالی وزیرستان لپاره داوازپورته کول ستاسو ذمه واری ده.

زما دشمالی وزیرستان میندو او خویندو زه دتاسو ته قربان او لوګی شم.

زما د شمالی وزیرستان ورڼو او مشرانو زه دتاسو ته قربان او لوګی شم.زه دټول شمالی وزیرستان څخه بخښنه غواړم چی ظالمانو ستاسو څخه لری کړم او نه شم کولی ستاسو لپاره ستاسو څنګ کی وم.

زما پښتنو ستاسو خادم د جیل څخه تاسی ته د یووالی ، اتفاق او منظم توب غږکوی .
د تحریک ټولو ملګرو ته سلام!

دژوند هره لحظه دپښتون قام په نوم.

دا ځان او دا ساه دپښتون قام په نوم.

د عدم تشد دسره به مونږداجنګ جاری ساتو انشا الله.
وسلام.

ستاسو محسن داوړ.

دجون ۱۵کال ۲۰۱۹.
پیښور جیل.

 

(زه او علی وزیر به انشا الله د لیک په وسیله ستاسو سره اړیکی ساتو)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply