پاکستان یو ځل بیا غواړي سیمې ته بل نوی جنګ راوړي

1,123

د کوزې پښتون خوا سیاسي مشران: پاکستان یو ځل بیا غواړي سیمې ته بل نوی جنګ راوړي

دعوت میډیا۲۴( پنج شنبه/۶ زمری/۱۴۰۱): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې د پاکستاني عالمانو کابل ته د سفر په اړه وویل، چې دا وخت د پاکستاني ط ا لب انو سره چې کومې خبرې روانې دي دا د سولې خبرې نه دي بلکې دا یو تجارت دی او یواځې د پښتنو او زمونږ وطن ته بیا ځل جنګ راوړل دي.

پشتین د خپلو خبرو په دوم وویل، که چېرې د پاکستاني ط ا لبانو او پاکستان پوځ ترمنځ خبرې کومه معاهده هم ترسره شي، نو دا به د عامو ولسونو لپاره د خیر لپاره نه وي، ځکه په تېر وخت کې پاکستان پوځ ویلي چې زمونږ جنګ د پاکستان ط البانو پر خلاف و، مګر د ټولو څخه زیات په کې بې ګناه پښتانه وژل شوي دي.

منظور دا هم یادونه وکړه چې پاکستان پوځ د افغان ط البانو باندې ډېر مهربان او دوست دی او افغان ط البان بیان د پاکستاني ط البانو سره دوستان دي نو مونږ په دې نه پوهېږو چې د دوي دښمني د چا سره ده؟

ورته ډول د پاکستان د پارلمان غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ بیا وایي، ټوله پښتونخوا له اندېښمنوونکي وضعیت سره مخ ده او د پښتونخوا وضعیت د اندېښنې وړ دی او هدفي وژنې پکې ورځ تر بلې زیاتېږي.

همدا ډول افراب سیاب خټک بیا د امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې ویلي، پلان دا دی چې د ټولو مدرسو مرکزونه افغانستان ته ولېږدول شي.

پښتون سياستوال افراسياب خټک وايي زیاته کړې، پاکستان غواړي د افغانستان ستراتېژیکه جغرافیه تر خپل کنټرول لاندې راولي او ترې نظامي او اقتصادي ګټه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.