د فضل الرحمن وینا او د محسن داوړ ځواب

0 2,275

پښتونخوا: په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن تېره ورځ په خپلو خبرو کې ویلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو سخت دریځه او ترهګره ډله ده.

هغه دا څرګندونې په پاکستان کې د تحریک لبیک (ټي ایل پي) په ملاتړ په یوه خبري غونډه کې کړي دي. نوموړي د تحریک لیبک دریځ ستایلی او د پاکستان حکومت یې ملامت کړی، چې باید غوښتنو ته یې رسیدنه وکړي.

مولانا فضل الرحمن د تحریک لبیک ډلې په ننګه د خپلو خبرو په دوام ویلي: «که په یو ملک کې دننه د پي ټي اېم په شان قوم پرست، سخت دریځه او ترهګر تنظیم وده کولی شي، نو بیا یوې مذهبي ډلې دپاره ولې ګنجایش نشته؟»

د نوموړي له دې دې خبرو سره سم، د هغه په وړاندې د لرې او برې پښتونخوا د پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سخت غبرګونونه راپورته شول.

په همدې حال کې د پاکستان د پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ، پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «دا بې شرمي په الفاظو کې نه ځائیږي. پي ټي اېم د خړقمر قتل عام، د علي وزیر د بندیوان کېدو او نورو پېښو باوجود هم تشدد ته مخه نده کړې. مولانا باید وضاحت ورکړي چې ولې د ده په جلسه کې د طالبانو جنډې اوچتې وي؟ هغه د پي ټي اېم نه کرکه لري، ځکه مونږ به یې پرېنږدو چې د پښتنو وینه بیا خرڅه کړي.»

محسن داوړ بیا په یو بل ټویټ کې مولانا فضل الرحمن په دې تورن کړی چې د پښتنو په وینو یې سودا کړې ده. داوړ لیکلي: «جمعیت العلمأ اسلام، د پښتونخوا وطن په سینه باندې د ترهګرۍ د خونکاره فصل په کرلو کې مخکښ پاته شوی دی او مولانا صاحب له دې خونریزۍ نه ذاتي او سیاسي ګټه حاصله کړې ده.»

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې پي ټي اېم په سخت دریځۍ تورن کړی چې له فرانسې سره د اړیکو په سر د سخت دریځه ډلو او حکومت ترمنځ ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیسو او لاریون کوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply