پر هیواد او ولس مئین غني

0 538

مطیع الله سحر //

 

ولسمشر غني په ولایتي سفرونو او له خلکو سره په لیدنو کې بار بار ویلي دي چې په ارګ کې ورته ځان حصار او زړه تنګی اېسي، مګر د ولسونو او خلکو په منځ کې د هوساینې او ارامۍ احساس کوي او په همدې خاطر یې ډېر وخت له ولسونو سره په لیدنو، کتنو تېرېږي. نوموړی غواړي چې په دې ډول د حکومت او ملت اړیکې لا سره نږدې کړي. د ولس ستونزې په خپله مخامخ له کوم سانسور پرته واوري او بیا یې د حل لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړي.

که ولسمشر غني له نورو تېرو ولسمشرانو سره مقایسه شي، نو لومړنی کس دی چې په دغسې سختو امنیتي شرایطو کې تر بل هر چا د هیواد ولایتونو ا وبېلابېلو برخو ته زیات سفرونه کړي دي او ځان یې یوازې تر کابل او ارګ پورې نه دی محدود کړی، ځکه هغه ټول هیواد ته په برابرۍ قایل دی او غواړي چې ټولو خلکو ته ځان ورسوي او په همدې ډول ټولو ته د مالکیت احساس ورکړي.

د ښاغلي غني ولسمشري له نورو ټولو  ولسمشرانو څخه توپیر لري. ښاغلي غني غواړي چې ولس ته خدمت وکړي او د ولس په خوښه واوسي. خو د ده واکمني له نورو ولسمشرانو څخه زیات توپیر لري او له نورو پکې زیات هم بریالی برېښي. له نورو ولسمشرانو سره یې توپیر دا دې چې هغوی به په خپل زړه کار تر سره کاوه، او هغه کارونه به یې کول کوم کې چې د دوی ګټه وه، نه دې وطن. خو ښاغلي غني بیا د خپل ولس په مشوره او د هغوی په ملاتړ کارونه تر سره کوي. زیربنا او اساسي کارونو ته یې پام او تمرکز زیات دی.

نورو واکمنانو به هغه وخت ولس ته مراجع وکړه چې ولس ته به احتیاج شول، او د ولس ملاتړ ته به یې ضرورت پیدا کړ. په کوم کار کې به چې د دوی ښه نه کېده هغه کې به یې پر ولس غږ وکړ او کوم کار کې چې به د دوی ګټه وه په هغه به یې بیا دوهم کس هم نه خبرا وه،  ښاغلي غني د خپلې واکمنۍ له لومړيو نه چې په هر کار کې له ولس څخه مشوره اخيستې او تر نن ورځې یې ترې اخلي. دوی هم په خپل کار کې بیا بریالی شوی او کار یې سم پر مخ تللی. ښاغلی غني غواړي چې هیواد اباد کړي او ملت څه ته اړتیاوې لري چې د هغوی اړتیاوې پوره کړي. په همدې خاطر یې د هیواد څلور دېرش ولایتونو ته بار بار سفرونه وکړل. له عام ولس سره په عامه لهجه یې خبرې وکړې له هغوی څخه یې وغوښتل چې د هیواد د ابادولو لپاره راته مثبتې مشورې راکړئ. تر څو مونږه په ګډه کار وکړو چې هم وطن اباد کړو او هم خپل ژوند په ارامه سره تېر کړو.

ولسمشر غني د هیواد له ابادۍ او د ولس له هوساینې او سوکالۍ سره بې کچې مینه لري او د همدې مینې په خاطر شپه او ورځ نه یوازې کوښښ کوي، بلکې په دې برخه کې یې له ولسونو څخه هم غوښتنه داده چې د هیواد په ابادۍ کې خپل سهم ادا کړي او یوازې د حکومت او بهرنیو مرستو په تمه او هیله دې نه کېني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply