ليکوال: مولوي عصمت الله عزام/ د مسلمان په غياب کي دفاع

0 611

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

غيبت حرام او لويه ګناه ده، کله چي مسلمان له بل چا واوري چي د بل مسلمان غيبت کوي، نو د ده دنده دا ده چي بايد غيبت کوونکی له غيبته راوګرزوي، ور ته و دي وايي : له الله پاکه و ډار شه ! دا غيبت دی، ګناه لري !!

ځکه له منکر او بد کاره منعه کول پر هر مسلمان لازم دي .

په حديث کي راغلي دي : « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ».( رواه مسلم )

 يعني له تاسو څخه چي چا منکر ( ناروا کار ) وليدی، نو په لاس دې منع کړي، که يې وس نه وو، په ژبه دې بند کړي ، که يې وس نه وو، نو په زړه دې منع کړي او دا تر ټولو کمزوری ايمان دی !!

همدا راز مسلمان بايد د مسلمان د نه شتون په وخت کي د هغه له عزته دفاع وکړي، غيبت کوونکي ته دي ووايي، چي دا خبري موږ ته نه دي معلومي، له الله پاکه و ډار شه، موږ د فلاني په اړه د ښو معلومات لرو !!

د مسلمان دفاع د هغه په نه شتون کي ډېر زيات ثواب لري :

عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ، قَالَتْ : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيْهِ بِالْمَغِيْبَةِ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. (. رواه البيهقي في ” شعب الإيمان \ مشکات ص : ۴۲۴ج : ۲)

ژباړه : له حضرت اسماء بنت يزيد – رضي الله عنها – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : چا چي د خپل ورور د غوښي له خوړلو ( د غيبت کولو ) د هغه په نه شتون کي دفاع وکړه، نو پر الله – جل جلاله – دا حق دی چي دی به له اوره ازادوي !!

په دې حديث کي د داسي چا لپاره د خاتمې د سمېدلو زېری هم راغلی دی .

د مسلمان دفاع د هغه په غياب کي ډېر ضروري او لوی د ثواب کار دی.

خو متاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېر کم دي،‌ډېر کم داسي ليدل کېږي چي د مسلمان دفاع کېږي .

په عمومي توگه چاپېريال داسي دی چي يو په چا پسي يوه خبره وکړي، پر ځای د دې چي مخاطب يې خبره رد کړي، يو دوه نوري دی هم ور سره زمزمه کړي او  په دې سره خپل ناروا مجلس ښه گرم کړي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply