بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:
( په تېر پسې )
۲: د سعادت او د نېکمرغۍ له اسبابو څخه يو د علم حاصلول دي.
الله تعالی د علم حاصلول په دُنيا او آخرت کې د لوړوالي سبب ګرزولی دی: الله تعالی فرمايلي دي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ( المجادلة: ۱۱ )
ژباړه: الله – تعالی – په تاسو کې د هغو کسانو درجې لوړوي چې ايمان يې راوړی او علم ور کړی شوی، او الله – تعالی – په هغه کارو چې تاسو يې کوئ ښه خبر دی!!
۳: تقوی او پرهېزګاري د نېکمرغۍ بل ستر سبب دی: الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ [الطلاق:٢-٣]،
ژباړه: او څوک چې له الله – تعالی – وېره کوي، ( الله تعالی ) به هغه ته د خلاصون لار پيدا کړي او له يوه داسي لوري به روزي ور کوي چې دی يې ګومان نه کوي!!
۴: پر الله تعالی توکل:
الله تعالی پر هغه توکل د بنده لپاره د کفايت او الهي مرستي لامل ګرزولی دی. الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ [الطلاق:٣].
ژباړه :او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو هماغه يې کافي او بس دی!!
معلومه خبره ده چې د چا لپاره الله – جل جلاله – کافي شي، د هغه د دُنيا او آخرت نېکمرغي په برخه شوه.
۵: د احسان دواړه قسمونه: د الله تعالی صحيح عبادت او د مخلوق سره ښه ژوند کول هم د سعادت او د الله تعالی د رحمت د حاصلېدو سبب دی:
الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ رَحْمَةَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ [ الأعراف :٥٦ ]
ژباړه: يقينًا د الله – تعالی – رحمت نېکانو ته ور نږدې دی!!
له دې مبارک آيت څخه معلومېږي چې احسان د الله تعالی د رحمت سبب دی.
په چا چې د الله تعالی رحمت وشي، هغه نېکمرغه دی.
۶: صبر او تقوی: په دې سره ښې نتيجې په دُنيا او آخرت کې په لاس راځي.
الله تعالی فرمايلي دي: وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى [طه:١٣٢] ژباړه: او ښه انجام د تقوی خاوندانو لره دی!!
( نور بيا …)
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320