حج اکبر يعني څه؟

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

0 1,923

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد:

د يوم الحج الاکبر ذکر چي د قرآن کريم په التوبة سورت کي راغلی دی.

په دې کي له حج اکبر څخه مراد څه دی؟ غواړم په دې هکله سپيناوی وکړم.

په پيل کي غواړم دا يادونه وکړم  چي په دې هکله زما ليکنه کېدای شي ځينو هغوکسانو ته چي په دې هکله کافي معلومات ونه لري، يوازي مشهوره خبره يې اورېدلې وي، نااشنامعلوم شي، خو که هغوی د لازيات اطمينان لپاره د دې ليکني تر لوستووروسته علماوو ته مراجعه وکړي او ياپه دې هکله څېړنه وکړي نو په يقيني توگه به پوه شي چي خبره همداسي ده.

د حج اکبر په تفسير کي د علماوو ترمنځ اختلاف شته خو اکثر علماء وايي چي حج اکبرمطلق حج ته ويل کېږي ځکه چي عُمرې ته حج اصغر يعني وړوکی حج  ويل کېږي،له عُمرې څخه د بېلولو لپاره حج ته حج اکبر ويل شوي دي. (درس ترمذي ص:۲۴۵ج:۳ومثله في معارف القرآن ص:۳۱۵ج:۴و تفسير عثماني ص:۲۴۹ج۱)

دا هم ويل شوي دي چي حج اکبر هغه دی  په کوم (حج)کي چي نبي کريم-صلی الله عليه وسلم-په خپله  شرکت کړی وو (ردالمحتارص: 622ج:۲)

مجاهد-رحمه الله-وايي:حج اکبرقِران دی او حج اصغر اِفراد دی.(عمدة القاري ص:۸۳ج:۱۰،ردالمحتارص:۲۴۹ج۱)

علامه زهري،شعبي اوعطاء-رحمهم الله-وايي:حج اکبرحج دی او حج اصغر عمره ده.(ردالمحتار 622ج:۲)

په عوامو کي د حج اکبر مشهور تعريف:

په دې هکله مفتي محمدشفيع-رحمه الله تعالی-ليکي:

په عوامو کي چي دا مشهوره ده چي په کوم کال د عرفات په ورځ جمعه وي، يوازي هغه حج اکبر دی،د دې اصليت له دې پرته نشته چي په اتفاقي توگه په کوم کال چي درسول کريم-صلی الله عليه وسلم-حجة الوداع شوی دی،په هغه کي عرفات د جمعې په ورځ شوی وو، دا په خپل ځای يو فضيلت خامخا دی مگر د ذکر شوي آيت د مفهوم سره د دې تړاو نشته (يعني حج اکبر ورته نه ويل کېږي.) (تفسيرمعارف القرآن ص:۳۱۵ج:۴)

مفتي عزيزالرحمان عثماني-رحمه الله تعالی-د يوې پوښتني په ځواب کي ليکي:حج اکبردحج اصغرپه مقابله کي دی، عُمره حج اصغر دی او هر يو حج حج اکبر دی.(فتاوی دارالعلوم ديوبندص:۵۸۱ج:۶)

شيخ الاسلام مفتي محمدتقي عثماني صاحب-حفظه الله ورعاه-ليکي:

په عامو خلگو کي چي  مشهوره ده چي حج اکبر هغه ته وايي چي په کوم کال د عرفې په ورځ جُمعه وي،يوازي هغه حج اکبر دی. د قرآن اوسنت په په اصطلاح کي د دې هيڅ اصل نشته بلکي د هرکال حج حج اکبر دی، دا بله خبره ده چي په ښه اتفاق سره په کوم کال چي نبي کريم-صلی الله عليه وسلم-حج وکړ په هغه کي د عرفې په ورځ جمعه وه،دا په خپل ځای يو فضيلت خامخا دی خو د يوم الحج الاکبر د مفهوم سره ددې هيڅ تړاو نشته (درس ترمذي ص۲۴۷ج۳)

د جمعې په ورځ د عرفات  فضيلت: وړاندي هم يادونه وشوه چي دعرفات او د جمعې يوځای کېدل  فضيلت خامخا لري ځکه چي د عرفې او د جمعې دواړه ورځي د فضيلت ورځي دي، نو چي دواړه يوځای شي،خامخا فضيلت لري دا وجه وه چي الله پاک دغه دواړه د فضيلت ورځي  د نبي عليه السلام په حجة الوداع کي جمع کړلې.

په دې هکله خصوصي يو روايت علامه رزين په تجريدالصحاح کي د مؤطأپه حواله ذکرکړی دی، هغه داسي دی: له طلحه بن عبيدالله بن کريز څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل: تر ټولو ورځو غوره د عرفې ورځ ده چي د جمعې سره موافقه (يوځای)شي،دا تر اويا حجونو غوره دی چي په جمعه کي نه وي!!

دغه روايت که څه هم کمزوری دی خو بيا هم دالله پاک له دربار څخه اميد شته چي ددغو دوو مبارکو ورځو د يوځای کېدو له امله  ډېر ثوابونه انسانانو ته ورکړي.

خلاصه دا ده چي دعرفات او جُمعې يوځای کېدل فضيلت لري،خو دې ته حج اکبرنه ويل کېږي څنگه چي په خلگو کي مشهوره ده.

په دې هکله نوري هم ډېري حوالې شته خوپه ذکر کولو يې خبره اوږدېږي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply