حکومت د سولې اراده او برنامه دواړه لري

0 580

اېمل پیاوړی/

په دې کې شک نشته چې د نړۍ هیڅ هیواد په بسپنو نه دی جوړ شوی او نه هم جوړېږي. نو د دې لپاره حتمي ده چې په بهرنیو بسپنو د اتکا پر ملي عوایدو او منابعو باندې تمرکز وشي او له دې لارې څخه د هیواد ثبات او خودکفایي تامین شي. دا کار د هیواد له سولې او ثبات سره هم مرسته کولی شي، ځکه څومره چې لوږه، بې وزلي، ناچاري، وزګارتیا او نورې اوسمهالې ستونزې کمې او هوارې شي، نو همغومره ورسره ټولنه د سولې او ثبات لورته نږدې کېږي.

څومره چې ولس سولې ته زیاته اړتیا لري، همدومره ورته حکومت او ولسمشر غني زیات چمتووالی او واضح برنامې لري.  د بروکسل په ناسته کې د ملي یووالي د حکومت له لوري «د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ» (1395 ـ 1400) وړاندې شو. د دغه سند بنسټ د خلکو د هوساینې وده او د متحرک او ټولشموله اقتصاد د بنسټ اېښودو له لارې د هېواد ځان بساینه ده. دغه سند د افغانستان ملي او لومړیتوب لرونکي پروګرامونه له نړیوالې ټولنې سره شریک کړل چې هرکلی او ملاتړ یې وشو.

د کابل پروسې په دویمه غونډه کې د حکومت د سولې وړاندیز او د افغانانو په مالکیت د خبرو اترو چوکاټ وړاندې شو. په هېواد کې د سولې راوستو لپاره د ملي یووالي د حکومت کلکه اراده د «سولې لار نقشې» د جوړېدو لامل شوه چې د سولې پر پایداروالي د حکومت د ټينګار ښکارندويي کوي.

د سولې لار نقشه په جنیوا غونډه کې د جمهوررئیس غني له لوري نړیوالې ټولنې ته وړاندې شوه. د دغې ناستې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې له شته فرصت او په ځانګړي ډول له وړاندېشرط پرته د خبرو اترو جوړولو لپاره د دولت له وړاندیزه ګټه واخلي. همدارنګه د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو هرکلی وشو. د دې ترڅنګ په کوردننه هیوادوالو او نړیوالو ته دا ثباته شوه چې حکومت له شک پرته د سولې پروسې ته نه یوازې ژمن دی، بلکې د دې لپاره دقیق پلان او برنامه هم لري.

د افغانستان په اړه د جنیوا په ناسته کې «د جنیوا د دوهاړخیز ځوابویلو چوکاټ»[1] له اصلاحي او اندازې وړ موخو سره د 2019 – 2020 کلونو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنې تصویب شوې. د جنیوا د دوهاړخیز ځوابویلو چوکاټ د افغانستان د سولې او پراختیا له ملي چوکاټ سره په مطابقت کې اقدامات تنظیموي. د ناستې ګډونوالو د لومړیتوبلرونکو ملي پروګرامونو پر تطبیق د لا ډېر ټینګار د اړتیا او ټولو خلکو، په ځانګړي ډول بېوزلو ته یې له ګټې رسېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره نظر ورکړ.

حکومت بار بار دا ثباته کړې ده چې سولې ته د تعهد ترڅنګ د سولې اراده او برنامه دواړه لري او له همدې امله یې تل وسله والو طالبانو ته د هیواد په داخل او له هیواد څخه دباندې د مخامخ خبرو او مذاکراتو بلنه ورکړې، مګر وسله وال طالبانو تل له مخامخ خبرو ډډه کړې او لا هم دېته چمتو نه دي چې له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply