د سوناکشي بل فلم را روان دی

0 1,006

د هندي سېنما وتلې او نوموتې ستورې سوناکشي سنها چې په دې وروستیو کې یې تثمیل ته ډېر خلک ګوته په غاښ دي، د «کورني روغتون» په نوم نوی فلم را روان دی.
سوناکشي وايي، راتلونکی فلم یې د جنسي مسایلو د ستونزو په اړه خبرې کوي او د فلم له جوړولو یې موخه دا ده چې عام خلک په ازاد ډول د جنسي مسایلو په اړه خپلې ستونزې شریکې کړي.
د بالیووډ دا مشهوره ممثله په دې اند ده چې سکس یا جنسي اړیکې د ژوند اساسي برخه ده او په دې برخه ستونزې عامې دي؛ نو د ستونزو شریکول یې هم باید عادي خبره وي.
هغې له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، سکس یو مهم او عام مضمون دی او په اړه یې بحث اړین دی. هغې له له ټولو ښځینه‌وو او نارینه‌وو غوښتنه کړې چې د جنسي مسایلو په اړه له بحث کولو و نه شرمېږي.
سوناکشي زیاتي، تمه لرم چې د «کورني روغتون» فلم به خلک وهڅوي چې د جنسي مسایلو په اړه په ازاد ډول وغږېږي او ډاډ یې څرګند کړی چې دا فلم به خلک په فکر کولو او خبرو کولو مجبور کړي.
سوناکشي وايي، کله چې د فلم په اړه ورته وویل شول؛ لومړی حیرانه شوه چې ولې باید په دې فلم کې ولوبېږي، خو کله يې چې پوره کیسه واورېده؛ نو غوره یې وګڼله چې په دې اړینه موضوع فلم جوړ کړي.
په دې فلم کې سوناکشي د خپل تره په روغتون د جنسي ناروغیو د معالجې په توګه کار کوي او د تره له مرګ وروسته د شفاخانې مشري تر غاړې کېږي او تمه ده چې دا فلم د را روانې اګسټ میاشتې په ۲یمه ریلیز شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply