“د دې قبيلې يو ځوان هم د زړه له سکتې نه دی مړ شوی”

0 1,690

“چي مي ني” قبيله د امازون په ځنګلونو کې “بوليو” ته څېرمه ژوند کوي. دوی داسې انسانان دي چې د زړه د سکتې ناروغي خورا کمه پکې پېښېږي.

پر دغه ۱۶ زره کسه نفوسه قبيلې لانسټ طبي علمي تحقيقاتي مرکزې څېړنې کړې دي.

“چي مي ني” قبيله د کبانو ښکار کوي او په مزه مزه يې خوري.

ډاکټران د دوی د زړه سلامتي ته ځکه حيران دي چې له دې ناروغي ډېر کم مري.

يو سهار له لمرختو سره يوه ډله ډاکټران د امازون ځنګله ته ننوتل او د “چي‌مي‌ني” قبيلې د خلکو د کلسيم د ټيټوالي په هکله يې ۷۰۵ انسانان سي ټي سکن کړل. په دوی کې د ۴۵ کلنو کسانو په وجود کې د کلسيم يا “سي‌ای‌سي” د زړه د رګونو نيونې هيڅ اغېز نه و.

د “چي مي ني” قبيلې دوه پر درېيمه برخه کسان په ۷۵ کلنۍ کې ټيټ کلسيم لري، خو په امريکا کې د دغه عمر د انسانانو کلسيم ۲۵ سلنه وي.

د ځنګله څېړنو ثابته کړه چې د دې قبيلې يو انسان هم په ځواني کې ناڅاپي يعنې د زړه د سکتې له لاسه نه دی مړ شوی، حال دا چې د نړۍ د نورو سيمو د امارو په نسبت يې يوه طبي حيراني هم را منځ ته کړې ده.

دا خلک څه کوي؟

ښکار، کب نيول او سنتي بزګري يې ورځني کارونه دي. ګرځي او خواړه پيدا کوي. نارينه يې د ورځې ۱۷ زره او ښځينه يې ۱۶زره قدمه مزل کوي.

د ډاکټرانو څېړنو يو ځل بيا هغو کسانو ته وېره ور واچوله چې د ورځې ارام ناست دي او لوی مزل يې له کوره تر کارځايه وي.

څېړونکي په ټينګار له غوړو، سګرېټو او ډېرې ناستې د پرهېز غوښتنه کوي، که نه د زړه رګونه به مو بند شي او ناڅاپه به مړه شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply