لومړۍ جنسي اړیکه! / شرف الدین عظیمي

0 1,418

د واده شپه، د بکارت پرده او ځیني باورونه

موږ باید په دې اړوند ځینو شیانو ته پوره پاملرنه وکړو په دې شپه لومړنۍ د پام وړ مساله د بکارت پرده ده چې ځیني نجوڼې ذاتاً پرده نه لري د ډېری خلکو باور دا دی چې د بکارت پرده ضرور د جنسي اړیکو له امله له مینځه تللې چې دا باور خو کله کله تر بېلتون او طلاق پورې هم رسیږي نو باید په دې وپوهېږو چې پرده پرته له جنسي اړیکي په استمنا (ځان ارضا کولو) او ګام اچولو هم له منځه ځي او په دې باید سر خلاص کړو.

ښایي تاسې سره پوښتنه پیدا شي چې د واده شپه له نورو شپو سره څه توپیر لري؟ لومړۍ جنسي اړیکه څه ډول وي او په څه باید پوه شوو.

بلې دا هغه شپه ده چې نارینه او ښځینه په لومړي ځل لومړۍ جنسي اړیکه او ګډ ژوند پیلوي چې یاد ژوند له تېر ژوند سره خورا توپیر لري، زفاف یا د لومړۍ جنسي اړیکي شپه ښایي زموږ په ټولنه کې ډېره د ارزښت وړ وي ځکه چې زموږ ټولنه له دې اړخه ډېره محدوده او محرمه ټولنه ده د مینې اړیکي په کې بیخي ډېرې جدي نیول کیږي له همدې امله د واده په لومړۍ شپه ډېری ځوانان یوې بلې نړۍ ته درومې چې له پخوانۍ نړې سره ډېر توپیر لري.

اصله موضوع داده چې چې په لومړۍ شپه د جنسي اړیکي نیول ښه نه دي ځکه دواړه لوري ستړي او ستومانه وي نو پر هغه مهال د جنسي اړیکو نیول د دواړو لور په تېره د مېرمنې لپاره ستړي کوونکي تمامیږي ستړیاوې مو په پام کې ونیسئ تر څو دواړه له اروایي اړخه پوره چمتو شئ.

اضطراب، وېره او ډار له منځه یوسئ او دا کار په ډېره مینه کیږي هرکله چې مېرمن له عاطفي اړخه چمتو شي او پوره مینه او محبت وویني وروسته جنسي اړیکې پیل کړئ مېرمنې له نارینه وو سره پوره توپیر لري هغوی باید لومړی جنسي اړیکو ته چمتو شي وروسته له هغه جنسي اړیکې پیل کړيد د ناوې خوا ته ورشئ او کیسه او مینه ناکي خبرې پيل کړئ ان ښایي په لومړی شپه یې پرته له جنسي اړیکی ارګازم ته ورسوی، وحشت، تاوتیرخوالی، څو ځله اړیکه، تهدید او اخطارونه دا ټول د جنسي اړیکو پر کیفیت منفي اغېزه لري چې باید له پامه ونه غورځول شي.

خونه او ځای باید هوسا وي ځکه د مېرمنو لپاره خونه د خونې رڼا بستره ان د بسترې رنګ هم ځانګړی ارزښت لري او په جنسي اړیکو اغېز ښندي او همدارنګه د میرمنې امیدوارۍ ته هم پاملرنه وکړۍ په دې پوه شئ چې د میاشتني عادت څخه څو ورځې وروسته باید ژوره جنسي اړیکه ونیسئ.

خواړه، اوبه او د اړتیا وړ توکي هم ځانګړی رول لري د قوي خواړو څخه باید په ډېره پیمانه ګټه واخیستل شي تر څو په جنسي اړیکو کې د سستۍ مخه ونیول شي.

کولی شئ پرته له دخول نورې کړې وکړئ او یا هم ځانکړي کریمونه وکاروی تر څو درد او بدني ستونزې رفعه شي، پاکې جامې، نوکان او ویښته سندرې، حمام، مساج او عطر وهل دا ټول هغه څه دي چې په یو ډول په جنسي اړیکو کې ارزښت لري.

يو بل ته د زړه خبره او خپله وېره ووایی او که وېرې دوام وکړ اړیکه ودروئ ځکه په هغه مهال اړیکه د زړه له کومې نه وي او خوند یې هم راکمیږي ځانونه مه بربڼدوئ او بریښنا هم ګل کړئ تر څو دواړه د امن احساس وکړئ او همدارنګه دا شپه په ښه خاطره بدله کړئ نه دا چې ستاسو یا مو د مېرمنې لپاره تر ټولو بده خاطره پاتې شي.

پایله: کولی شو ووایو چې د واده لومړۍ شپه زموږ په ټولنه کې ډېره مهمه ده چې باید له وړاندې ورته چمتو واوسو د جنسي اړیکو ځیني مهارتونه زده کړو د مېرمنو په هکله مطالعه وکړو او همدارنګه مشاوره واخلو چې نارینه څوک دي او جنسي اړیکي څه ډول او په څه شکل ترسره کېږي زموږ بچي زامن او لورګانې دا حق لري چې د موروپلار په حیث د یوه ملا په حیث د یوه استاد په حیث د یوه ډاکټر مشر او ارواپوه په هیڅ مرسته ورسره وکړو زه په دې اړوند له ډېرو عجیبو مراجعینو او اروايي جنسي ناروغیو سره مخ شوی چې په خپل وخت مې مرسته ورسره کړې خو دا مرسته محدوده وه او اوس خوشحاله یم چې دا دی ټول خویندې او ورونه به له دې لیکنې او غږ څخه ګټه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply