بالیووډ ته د ابراهیم علی خان راتګ او د سیف علی خان غبرګون

0 2,085

د بالیووډ د نوموتی سېنمايي ستوری سیف علی خان زوی او د نواب د کورنۍ لمسی ابراهیم علی خان بالیووډ ته راځي، پلار یي سیف علی خان غبرګون ښودلی دی او وايي چي هغه لا تر اوسه په کافي اندازه نه دي ځوان سوي او پوهنتون يي لا هم نه دي خلاص کړي.

د نواب کورنۍ ټول غړي په بالیووډ کي کار کوي، سیف علی خان پخواني میرمن هم د بالیووډ ستورې وه  او اوسني میرمن کرینا کپور هم د بالیووډ ستورې ده او څه موده مخکي يي لور سارا علی خان هم د (کیدرنات او سیمبا) فلمونو له لاري د بالیووډ نړۍ ته داخله سوه، چي په لږ وخت کي يي ځان ډېر مشهور کړ او اوس ورته سر پر سر د فلمونو پیشنهادونه کېږي.

اوس يي زوی ابراهیم علی خان هم بالیووډ د راتګ لپاره زړه ښه کړي دي، آما سیف علی خان رسنیو ته ویلي دي: ((هغه باید، هغه له ما هم ښه معلومېږي، هغه یو ډېر خوشحاله ځوان دي، زه فکر کوم زما ټول اولادونه د اکټینګ سره علاقه لري.))

هغه زیاته کړي ده: (( موږ یو فلمي کورنۍ یو، زموږ د کورنۍ ټول غړي په فلمي صنعت کي کار کوي، همچنان زه باوري یم چي هغه تر اوسه په کافي اندازه نه دی ځوان سوی، هغه باید لومړي پوهنتون ووايي، البته وروسته به موږ ټول د هغه ملاتړ وکړو هغه څه چي دې غواړي.))

هندي رسنیو ویلي دي چي هغه وخته لا د خپل کورنۍ پروډکشن (Nitin Kakkar’s Jawaani Jaaneman ) فلم کار په لندن کي شروع کړي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply