د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه

0 1,068

-زاهد خلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او ولس يې بشپړ ملاتړ وکړ. د انګرېزانو پر ضد د خپلواکۍ جګړه وشوه او پاچا او ولس په کې وتوانېده چې د اګست د اتمې په تړون کې په انګرېزانو د اوسني افغانستان بشپړه خپلواکي ومني. دا په نړۍ کې يو کمسارې پېښه وه چې په وچه کې يو ایسار او له مقابل هېواده ډېر کمزوری هېواد (دولت-ملت) راپاڅېږي او له هغه چا خپلواکي اخلي چې لمر يې په امپراتورۍ کې نه ډوبېږي.

د پاچا اصلاحات

پاچا امان الله د وطن له پرمختګ سره لېونۍ مينه درلوده. د همدې مينې پر بنسټ يې په دوه پړاوونو کې د وطن د هر اړخيز پرمختګ له پاره ګامونه پورته کړل. لسګونه ښوونځي يې جوړ کړل. خلک يې وهڅول چې د هلکانو په ګډون نجونې ښوونځيو ته واستوي. غلام محمد غبار ليکي چې په ۱۹۲۷ کې ۳۲۲ ابتدايي ښوونځي وو چې يو پنځوس زره زده کوونکي يې درلودل. پاچا له معارف سره دومره مينه درلوده چې د دربار او دفاع وزارت وروسته درېيمه درجه بوديجه د معارف وه. اساسي قانون، جزايي قوانين، د محصولاتو، د څارويو، د کرنې د ماليې، د دولتي املاکو د پلور قانون او نورو اداري قوانينو په ګډون يې بېلابېل ودانیزې کړنې وکړې.

پاچا چې د اروپا له څه باندې شپږ مياشتيني سفر څخه راوګرځېد، نو د اصلاحاتو دویم پړاو يې پېل کړ. د ۱۹۲۸ په لويې جرګې او نورو غونډو کې د نورو وطن په ګټه اصلاحاتو تر څنګ يې ځينې داسې وړانديزونه وکړل چې اصلن ورته اړتيا نه وه، خو د پاچا له نظره د وطن د پرمختګ له پاره ضرور وو. د نورو تر څنګ، د چادرۍ د نه پر سر کولو پر ځای اختياري ترکي حجاب او د سلام کولو پر ځای د شپو خولې اوچتول هغه څه وو چې مذهبيان يې وپارول. دغه د چادرۍ مسله په ډېرو اثارو کې په بېلابېل ډول بيان شوې. خو ښکاري چې پاچا يوازې د مخ لوڅۍ خبره کړې او د دې له پاره يې خپل دنيوي او ديني دلايل هم درلودل. لوډویک اډامک ليکي، پاچا خلکو ته وويل، زه چې څومره پوهېږم نو د اسلام له نظره د مخ پټول جبري نه دي. پاچا يوازې له دولتي مامورينو وغوښتل چې يوازې يوه ښځه وکړي. پاچا، د پوهاند حسن کاکړ په وينا، له دولتي مامورينو وغوښتل چې تورې دریشۍ واغوندي او عسکرو ته يې وويل چې خړې درېشۍ وکړي. پاچا دا هم وويل چې ملايان دې حکومت ته امتحان ورکړي او د سند له ترلاسه کولو وروسته دې ملايي وکړي.

لومړی مخالفت

د پاچا د اصلاحاتو پر ضد لومړنی لوی غبرګون د ملا عبدالله (ګوډ ملا) او ملا عبدالرشيد په مشرۍ د خوست خلکو وښود. د ۱۹۲۴ په پاڅون کې سلګونه خلک ووژل شول او ان د پاچا د يوې اته سوه کسیزې قطعې څخه يو هم ژوندی پاتې نه شو.

ملايان د پاچا د اصلاحاتو پر ضد راپورته شول. د دوی غوښتنې د دغه نږدې لس مياشتیني ياغيتوب پر مهال وخت نا وخت بدلېدې. د اډامک په وينا، ګوډ ملا او ملګرو يې، (هر ډول) قانون د مذهب ضد باله. یانې د پاچا امان الله له لوري د ټولو جوړو شويو قوانينو لغوه کول يې غوښتل. پاچا ورته وويل چې دا لويو او عالمو ملايانو جوړ کړي، خو ګوډ ملا او ملګرو يې د پاچا خبره و نه منله. پاچا ترې د خبرو کولو غوښتنه وکړه، دا يې هم و نه منله او پای چې ياغيان لوګر ته ورسېدل، نو د پاچا پلاوي ته يې وويل چې پاچا دې واک پرېږدي. حکومت دوی د خلکو په ملاتړ وټکول. خلکو ګوډ ملا په غرونو کې ونيوه او حکومت ته يې وسپاره. پاچا يې د اعدام پرېکړه وکړه. پاچا اعدام کوونکو ته وويل، تاسو وويل چې زما نوي قوانين له قران سره مخالف دي، ما بلنه درکړه چې راشئ او زما سره په دې اړه خبرې وکړئ، خو تاسو دا کار و نه کړ، تاسو زما پر ضد بلوا وکړه، د نجونو د ښوونځیو بندول مو وغوښتل او زړور سرتېري مو راته ووژل. پاچا زياته کړه، په داسې حال کې چې اصلاحات مې د ځان له پاره نه بلکې ستاسو د بچيانو له پاره غوښتل. یوازې دا نه و، یاغيانو پاچا، د پاچا په وينا، قاديانی بللی. پاچا ورته وويل چې دا بلکل دروغ دي او هغه قاديانی نه دی.

غبار چې د هغه مهال شخص دی، په څرګنده وايي چې انګرېزانو په دغه پاڅون کې لاس درلود، خو اډامک بيا دغه نظر نه تاييدوي.

پاچا امان الله د دې له پاره چې خپلو اصلاحاتو ته يې لګښت برابر کړی وي، نو په ملايانو، پيرانو او خانانو يې هغه پېسې بندې يا لږې کړې کومې چې پخوا ورکول کېدې. د اړودوړ پر مهال همدغو خلکو د پاچا پر ضد د ګوډ ملا ملاتړ وکړ ګنې شونې نه وه چې ګوډ ملا او ملګري دې يې دغومره پياوړي شي چې کابل وګواښي. بلخوا، د غبار په وينا، له حکومتي چارواکو د بزګرو ناراضايت هغه څه وو چې خلک يې له حکومت خوابدي کړي وو. اډامک ليکي، دغه اړودوړ د امان الله له خوا د ښځو د ښوونې روزنې، اساسي قانون او د عسکري جلب د هشت نفري سېسټم له امله پېښ شو.

دغې جګړه کې پاچا بريالی راووت. پاچا د ياغيتوب پر مهال د لويې جرګې له لارې ځينې اصلاحات لغوه کړل، خو د پاچا دغه ګام هم څه ګټه و نه کړه او ملايانو جګړې ته لومړيتوب ورکوه. دا د ملايانو لويه تېروتنه وه چې د پاچا وړانديزونو او خبرو کولو ته يې هېڅ مثبت ځواب ور نه کړ او پای ياغيتوب د ياغيانو په ټکولو او ځپلو پای ته ورسېد.

دويم مخالفت

    پاچا چې له اروپا راوګرځېد، نو د پخوا په پرتله لږ بدل شوی و. دا ځل يې د خپلو اصلاحاتو پلي کولو له پاره تر ممکنه بريده هڅه کوله. لويي جرګې ته يې اصلاحات وړاندې کړل. ځينې ومنل شول او په ځينو يې سخت بحثونه او مخالفتونه وشول.

    پاچا ځينې هغه ملايان ورټل چې د ده ځينو هغو اصلاحاتو سره يې مخالفت کاوه چې د ملايانو له نظره غېر شرعي وو. مجدديانو او قاضي عبدالرحمن پغماني د پاچا پر ضد خلک وپارول. دوی ونيول شول چې ځينې يې حکومت ووژل او ځينو ته يې بښنه وشوه، خو د اډامک په وينا، د دوی له نيول کېدو وړاندې د پاڅون تخم شيندل شوی و.

سقوط

    له بېلابېلو ليکنو ښکاري چې د حکومت پر ضد د شينوارو بغاوت لومړيو کې مذهبي نه وو. غبار وایي چې د شينوارو او کوچيانو تر منځ لانجه کې حکومت د شينوارو غوښتنو ته توجه و نه کړه چې له امله یې شينواري د ۱۹۲۸ په نومبر کې وپارېدل. د حکومت خبرې ورسره ناکامې شوې او شینوارو جلال اباد ونيوه. د پاچا منشي علي احمد ليکي چې دغه بغاوت ته د بهرنیو چارو د وزیر غلام صدیق په ګډون ځينو حکومتي چارواکو هم لمن ووهله او خلک يې د خپل پاچا پر ضد پاڅون ته وهڅول. دغه مهال و د پاچا پر ضد د ملايانو فتواو بل شوي اور ته پوکی ورکړ او پاچا کافر وبلل شو. د جلال اباد د وضعيت له خرابېدو سره بې سواده بچه سقاو ته موقع په لاس ورغله او سقاو ته هم د ملايانو ناسمو تورونو ګټه ورسوله. غبار، پوهاند کاکړ، اډامک، عبدالحق مجددي او ډېر نور يې غل او داړه مار بولي. د سقاو زوی کابل ونیوه او پاچا هېواد پرېښود.

    د پاچا سقوط کې د ملايانو رول هغومره ډېر نه دی لکه څومره چې د پاچا د تېروتنو دی. د ماليو زياتوالی، له ځينو سيمه ييزو حکومتونو د خلکو نارضايت، د ټولنې ځينې دودونه په پام کې نه نيول او ورسره څرګند مخالفت، يو ځل په ملايانو او خانانو پېسې ودرول، د اصلاحاتو په لور چټک ګامونه اخیستل، د پوځ د شمېر لږول، چې د فضل الله مجددي په وینا، د سقاو مقابله کې کابل کې يوازې لسګونه پوځيان وو چې و يې نه شو کولای کابل له ياغيانو وساتي. اډامک بیا وایي چې پاچا د پوځ د شمېر په لږولو سره خپل پوځ سپک کړ.

وروستۍ خبرې

د پاچا یاد او ستاینه یې په ولس حق دی. له شک پرته پاچا د ولس اتل دی. د خپلواکۍ ګټلو، د ښوونې-روزنې، ولس ته د حقونو ورکولو او د هېواد د عصري کولو اتل. خو ځینې کړنې یې د نقد وړ او مخالفت ور سره کېدای شي. پاچا چې څه کول، فکر يې کاوه د وطن په ګټه دي او له شک پرته چې لوړه سلنه کړنې يې د وطن په خېر وې. ښايي دا به د پاچا د ډېرو مخالفو ملايانو د کافي علم نه لرل او د نړۍ له وضعيت څخه نه خبرتيا وه چې هغوی يې د پاچا د ځينو هغو اصلاحاتو مخالفت ته اړ کړل چې اوس يې ډېر افغان ملايان روا ګڼي.

ملايانو ښوونځيو ته د نجونو د لېږلو مخالفت کاوه، د صغېري (نابالغې) نجلی د نکاح روا والی يې غوښت، هېڅ ډول مدني قانون یې نه مانه (هر ډول قانون د مذهب پر ضد دی)، د دیني علم له پاره د شهادتنو د لازموالي مخالفت یې کاوه او د پاچا د ټولو اصلاحاتو له منځه وړل یې غوښتل. د ډېرو ملايانو ستونزه دا وه چې ديني او ولسي دودیز کلتورونه يې سره ګډول. د اکثریت ولس بې سوادي او د دغه ډول ملایانو له لوري د ولس یرغمل کول د پاچا پر ضد یو بل ستر چلېنج و چې پاچا ورسره معقول چلند و نه کړ.

    لويه بې انصافي خو داده چې پاچا دې د عامو او له تاریخه ناخبره خلکو په مخ کې په څرګنده بې دينه او يو ثابت شوی غل او داړه مار دې مجاهد ياد شي او انګرېز مخالف پاچا دې د انګرېز ايجنټ وبلل شي. د پاچا پر ضد زهر پاشلو کې له سرهنده راغلو مجدديانو پراخ رول لوبولی. د شا اغا صديق مجددي او ځينو نورو کتابونو کې پر پاچا له واقعيته لرې تورونه لګول شوي چې ښکاري ځينو مذهبیانو د همدغو کسانو له تورونو او بې بنسټه خبرو ډک کتابونه لوستي.

    د پوهاند کاکړ په وينا، پاچا ټينګ مسلمان و. اډامک ليکي، پاچا يو غښتلی او خپلواک ملت، پرمختللی او عصري اسلامي دولت غوښت. دا خوب د ده په ژوند پوره نه شو، خو امان الله د راتلونکي له پاره د هغه تخم ضرور وشينده او ناکامۍ يې د ده ځای نيوونکو ته ښه سبق شو.

“امان الله خان يو روښانفکره خو بې تجربې پاچا و.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply