د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

0 1,125

 محمد نور الهام-

افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د خپلې خپلواکۍ لومړۍ سلیزه لمانځي. افغانستان د آسیا په زړه کې پروت او له ټولو خواوو په وچه کې را ګیر هېواد دی. همدا په وچه کې راګیروالی، د دې لامل شو چې افغانستان یو وخت د خپل پوځي ځواک پر مټ د هند اوبو ته چې د تاریخ په ډېرو شېبو کې یې د یوې بې بدیلې شتمنۍ حیثیت درلود؛ لاسرسی پيدا او پر نوي ډيلي واک وچلوي. پوره سل کاله وړاندې، شاه غازي امان الله خان د دې هېواد د سرښندونکو او زړورو زلمیانو د تورې په زور له انګرېزانو خپلواکي تر لاسه کړه. د ولسمشر له یو فرمان سره سم، د افغانستان ملي یووالي حکومت د آزادۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځنې ته ۳۸۴ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

په طبیعي ډول، دا د هر ملت حق دی چې پرخپله خپلواکۍ وویاړی او د افغانانو لپاره هم خورا مهمه ده چې د خپلواکۍ سلمه کلیزه په پرتمینو مراسمو لمانځي. د کابل په ګډون، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لا له وړاندې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځغونډې پیل شوې. د ښارونو په بېلابېلو برخو کې د شاه غازي امان الله خان څېرې انځور شوې، د هېواد درې رنګه بیرغ چې د همدې غازي له وخته دود شوی، په ډېری دنګو ودانیو راځوړند او د دولتي دوایرو ټولې ليکلې اړيکې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په زړه وړونکې لوګو ښکلې شوې دي. دا ټول د خپلواکۍ په اړه د افغان دولت او وګړو احساسات ښيي او څرګندوي چې هغوی خپلو تاريخي میراثونو او ویاړونو ته څومره په درنه سترګه ګوري.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د خونړیو جګړو شاهد وو، په نولسمې او شلمې پېړیو کې د دوو ښکېلاکګرو امپراطوریو د سیالیو ډګر وګرځېد چې په پایله کې د همدې امپراطوریو (انګلیس او تزاري روسيې) په ګورستان بدل شو. د موقعیت له مخې، افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورت څلورلاره یادېږي. د ورېښمو لرغونې لار له همدې هېواده تېرېده او افغانستان ته یې د آسیا د زړه ارزښت بښلی دی. د جیوپولوتيک تحلیل له مخې، په تېرو پېړیو کې په پرلپسې ډول د وخت زبر ځواکونو پر دې ارزښتمن موقعیت د ولکې ټينګولو لپاره سره خوړلي او د دې خاورې د استعمار او سرچینو د استثمار په موخه یې یاده سیمه په خپله هدیره بدله کړې ده. غرنیز جوړښت افغانستان ته لاډېره ښکلا بښلې او ډېر کله همدا غرونه رغونه په شمال، سويل او ختيځ پامیر کې د هېواد کابو له دېرشو زیات قومونه یو له بله بېلوي. په آتلسمه پېړۍ کې، کله چې افغانستان د یو ملت په حیث را منځ ته شو، په سیمه کې دوه لوی زبرځواکونه له یو بل سره په ډغرو وو. د دې پېړۍ په نیمایي کې بریتانیا د هند د تسخیر په لټه راووته. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې روسیه هم د افغانستان تر سرحدونو رارسېده او پر سیمه یې خپل نفوذ وغوړاوه.

په ۲۰۱۸ ز کال د ګلوبل ریسرچ د یوې څېړنې له مخې، «د بریتانیا لپاره له خپلې نوې مستعمرې (هند) څخه د نشهيي توکو لېږد رالېږد تر ټولو مهمه مسئله وه. د آتلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې بریتانیا په هند کې د نشهيي توکو تولیدوونکی او په سیمه او نړیوالو مارکېټونو کې د دغو بدغونیو توکو یوازینی سوداګریز هېواد ګڼل کېده. هغه مهال د نشهيي توکو کرکېله او تولید تر افغانستانه هم رارسېدلی و. د دې لپاره چې بریتانیا د نشهيي توکو پر کاروبار او سوداګرۍ خپل غوړېدلی نفوذ وساتي، له افغانستان څخه یې چې له لارې یې روسيې یاد بازار ته لار موندله، سخته وېره درلوده. د همدې وېرې له منځه وړلو لپاره یې په ۱۸۳۹م کال کې افغانستان ته له لسو زرو زیات عسکر واستول او د امیر دوست محمد خان واکمني یې راوپرځوله. دا څلور کلنه جګړه د افغانستان او بریتانیې تر منځ دویمه جګړه بلل کېږي. د دوست محمد خان حکومت له روسیې سره تودې اړیکې پاللې. بریتانیې نه غوښتل چې سیمه کې د روسیې نفوذ زیات شي، د دوی د ښکېلاک مخه ډب او د نشه يي توکو پر تور بازار یې ولکه پای ته ورسېږي. د دې جګړې په ترڅ کې بریتانوي هند شاه شجاع ته د هېواد واګې په لاس ورکړې او افغانستان یې تسخیر کړ. د افغانستان سرښندونکی او زړور ملت ډېر ژر د بریتانوي عسکرو او شاه شجاع له حکومت سره په ونښت. په ۱۸۴۲ز کال بریتانوي عسکر اړ شول چې کابل په سړو شپو کې پرېږدي، په داسې حال کې چې د کابل-جلال آباد پر لاره له غاښ ماتوونکو بریدونو سره مخ او نږدې ۱۷۰۰۰ عسکر یې د افغان مجاهدینو په چريکي او ګوريلايي بریدونو کې مړه او ژوبل شول.

د بریتانوي عسکرو له خوا د افغانستان تر پرېښودو وروسته، امیر دوست محمد خان دویم ځل واک ترلاسه او له روسیې سره یې خپلو نېکو اړیکو ته دوام ورکړ. دا چې افغانستان هغه مهال له موکې سمه ګټه پورته نکړه اوله تېرو ترخو تجربو یې لازمه زدهکړه ونه کړه، ویې نشو کولای چې د هېواد ټولې سیمې او سرحدونه وساتي. د بریتانوي هند له خولې د ستراتيژيک افغانستان د نیولو مزه نه وه تللې؛ نو ځکه یې یو ځل بیا وانګېرله چې دغه هېواد ته خپل پوځونه واستوي. بالاخره، په ۱۸۷۸ز کال افغانستان یو ځل بیا د بریتانوي ښکېلاکګرو له لوري اشغال شو. بریتانیې دا ځل اوږده موده د افغانستان پر کورنیو چارو او بهرني سیاست کنټرول درلود. دوی پوهېدل چې افغانستان د اوږدمهال لپاره تر خپلې ولکې لاندې نشي ساتلای؛ فکر یې وکړ چې څنګه کولای شي د هند ګرمو اوبو او ښېرازه سیمو ته د افغانستان د لاسرسي مخه ډب کړي. په ۱۸۹۳ ز کال یې د خپلو استعماري سیاستونو په رڼا کې ډېورنډ کرغېړنه کرښه د بریتانوي هند او افغانستان تر منځ وغځوله. دا کرښه لاهم د یوې ستونزمنې مسئلې په توګه پاتې او د نړیوالو حقوقو د پوهانو تر منځ د لانجمنو سرحدي قضیو یوه بېلګه شمېرل کېږي. افغانستان له هماغه وخته له خپل بدن د غوڅې شوې خاورې (د ډېورنډ له کرښې پورې غاړې د اټک تر سینده غځېدلې سیمې) بېرته لاس ته راوړلو هوډ لري. د شنونکو په اند، اوسنی پاکستان که څه هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر ایالتونو بشپړ واک نه لري، پر دغو ایالتونو د بشپړې ولکې او د افغانستان له لوري د ډیورنډ کرښې منلو لپاره افغانستان کې په پرلپسې توګه خپلو لاس وهنو ته دوام ورکوي.

افغانستان د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په لومړۍ نړیواله جګړه کې خپل بې طرفي وساتله. افغانستان په دې وخت کې د بریتانیې پر وړاندې د ترکيې د واکمن عثماني خلافت ملاتړ له ځان سره درلود، عثماني خلافت بیا بیا افغانانو ته تر غوږ ورتېروله چې بریتانیا باید د دوی له هېواده په بشپړه توګه د خپل نامنلي واک کمپله ورټوله کړي. له همدې امله، افغانستان ډېر کله له ترکيې او د دغه هېواد له واکمنو کړيو سره ښې اړېکې درلودې. کله چې حبیب الله خان د ۱۹۱۹ ز کال په فبرورۍ کې ترور شو، ځوان زوی یې غازي امان الله خان د افغان ځوانانو د مشروطه غوښتونکي ملي غورځنګ په ملاتړ واک ترلاسه کړ. غازي امان الله خان د ۱۹۱۹ز کال د اپرېل په ۱۳مه خپله لومړۍ  وینا کې د بریتانوي هند (په هند کې له برتانوي وایسرای) څخه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

یو افغان څېړونکي ډاکتر حبیب منګل د شاه غازي امان الله خان هغه تاریخي وینا را اخیستې چې د کابل په عید ګاه جومات کې یې د افغان ملت یوې سترې تاریخي غونډې ته د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان په ترڅ کې وویل:”د افغانستان دولت، د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر په کور دننه او بهر خپلواک دی، د افغانستان ملت د هېواد د ننه بشپړه آزادي لري او له هر ډول تیري او ظلم خوندي دی. د هېواد وګړي باید یوازې د قانون پیروي وکړی او بس. اجباري کار او بېګار په ټولو برخو کې منع او لغوه دی. زموږ حکومت به په افغانستان کې اصلاحات راولي چې ملت او هېواد مو د نړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کې مناسب ځای او مقام خپل کړي. زه به د هېواد په چارو کې مشوره د خپل کار او حکم لارښود وګرځوم… “

د شاه غازي امان الله خان له خوا د خپلواکۍ اعلان د دې لامل شو چې د ۱۹۱۹م کال په مۍ میاشت کې بریتانوي هند یو ځل بیا د درېیم ځل لپاره د افغانستان پر وړاندې د معرکې ډګر ته ښکته شي. د نیویارک ټایمز د (امپراطوریو ماتوونکی) مقالې ليکوال ښاغلي راډ نورډلنډ په وینا: “د اتیا کلونو په لړ کې انګلیس پر افغانستان درې پرلپسې یرغلونه وکړل، لس ګونه زره سرتېري یې ووژل شول، په پای کې ستړي شول او د دې هېواد خپلواکي یې په رسميت وپېژندله”. دا یو داسې وخت و چې بریتانیا په لومړۍ نړیواله جګړه کې ډېره ستړې شوې او ځپل شوې وه، له بلې خوا د جګړې پر ډګر هم د باتورو افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوه؛ ځکه یې ځواکونه مات او دا هېواد اړ شو چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني. د ۱۹۱۹م کال د آګست په آتمه راولپنډۍ کې د افغانستان د دولت او بريتانيې تر منځ د سولې یو هوکړه لیک لاسلیک شو. د وتلي افغان تاریخ پوه ارواښاد صدیق فرهنګ د روایت له مخې، د سولې د هوکړې به متن کې د اصلي موضوع په توګه د افغانستان د خپلواکۍ منلو سربېره، لاندې مسایل شامل وو:

 ۱) د دواړو هېوادونو تر منځ د سوله ییزو اړیکو بیاځلې ټینګښت؛

 ۲) افغانستان ته د وسلو پر وارداتو بندیز؛

 ۳) له افغانستان سره د بریتانوي هند د مرستو بندول؛

 ۴) د افغانستان د دولت له لوري د سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې بیاځلي منل او د انګرېزانو په غوښتنه، د تورخم په سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحد ټاکل.

د هوکړې له ظاهري متن څخه داسې برېښېده چې بریتانیا د سولې د دغو مذاکراتو ګټونکی اړخ دی؛ خو له دې سربېره افغانستان پر دوی د بریتانوي هند له لوري په کورنیو او باندنیو چارو کې د افغانستان خپلواکي د خپلې بنسټیزې غوښتنې په توګه په رسمیت وپېژندله.

د افغانستان نامتو تاریخ لیکونکی ارواښاد محمد صدیق فرهنګ د خپل کتاب (افغانستان در پنج قرن اخیر) د دویم ټوک په ۵۰۹مه پاڼه کې دا هم لیکي: “که چېرې د دغه تړون احکام چې د افغانستان او انګلیس د ټولو وروستیو مذاکراتو او هوکړه لیکونو بنسټ جوړوي؛ په پوره غور سره ولولو، دې پایلې ته رسېږو چې د سیاست په ډګر کې هم د افغان او انګلیس راټولېدنه د دریمې جګړې په څېر پر متقابلې تېرېدنې او مصالحې تمامه شوه. په دې مانا چې افغانستان د آزاد سرحد پر سیمه له خپلې ادعا څخه تېر او په بدل کې یې انګلستان په بهرنیو چارو کې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله. یا په بل عبارت، دواړه لوري د یوې یوې موخې ترلاسه کولو لپاره له خپلې بلې مهمې موخې تېر شول؛ ځکه د وخت سیاسي او جګړهییزو واقعیتونو همداسې ایجابوله.”

د ښاغلي فرهنګ له تبصرې ور آخوا، غربي مورخینو هم د افغانستان د خپلواکۍ مذاکرات په ژوره توګه څېړلي. پروفیسور سایکس د (افغانستان تاریخ) کتاب په ۲۸۶مه پاڼه کې د دغو مذاکراتو بل اړخ را سپړلی او په دې یې رڼا اچولې چې انګرېزانو ولې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله؟

د ده په وینا: “د انګرېزانو تحلیل دا و چې وخت به د دوی په ګټه واوړي؛ خو ډېر ژر یې خپله دا تېروتنه درک کړه. هغوی د افغانستان د نوي خپلواک دولت د ذوال او کمزورۍ لپاره شپږ میاشتې تخمین کړې وې. یاده موده ژر تېره شوه، خو د افغانستان دولت نه یوازې دا چې کمزوری نه شو؛ بلکې لا وغوړېد او د پرمختګ مسیر یې خپل کړ. غازي امان الله خان د افغانستان په سرحدي کرښو او کور دننه د خپلو وګړو تر منځ د جهاد او ناتمامې جګړې ولولې ژوندۍ وساتلې او په دې ډول یې خپل دریځ لا پیاوړی کړ. د دې پر وړاندې د ۱۹۱۹ کال په جون میاشت کې د بولوني د کنفرانس په پایله کې چې په لړ کې یې د ترکیې پر وړاندې د یونان عملیات د انګلستان په ګډون د متحدینو له لوري تایید شول؛ یونان د ترکیې پر سپېڅلو اسلامي ځایونو هم بریدونه وکړل او دې چارې د مسلمانانو تر منځ د یونان او متحدینو پر وړاندې ډېره کرکه وزیږوله. د خلافت غورځنګ چې د څه مودې لپاره یې مسلمانان او  هندوان سره یوځای کړل، د هجرت په غورځنګ بدل شو او د دغه غورځنګ په لړ کې شاوخوا آتلس زره هندیان افغانستان ته راغلل چې د افغانستان د حکومت او وګړو له خوا یې تود هرکلی وشو. سره له دې چې هغوی افغانستان ته له خپل هجرت څخه هومره ګټه پورته نه کړه او له څه مودې وروسته بېرته خپلو سیمو ته وګرځېدل؛ خو افغانستان کې له دوی څخه د حکومت او وګړو تود هرکلي د هند په نیمه لویه وچه کې د افغانستان او د دغه هېواد د ځوان امیر اعتبار ډېر لوړ او غازي امان الله خان د اسلامي نړۍ د اتل حیثیت غوره کړ. لاندنی بیت هماغه مهال په هند کې د ځوان امیر د نېک شخصیت څخه د تأثر له احساساتو سره ګډ ویل شوی دی:

چو مسلم علم دین ورزید امام فخر رازی شد

ولی چون در عمل کوشید امان الله غازی شد”

د پورتنیو لوړو ځوړو تر بیان وروسته، دې پایلې ته رسېږو چې د افغانستان د خپلواکۍ مزل د نړۍ د بل هر ملت په څېر له خورا ستونزمنو پړاوونو ډک دی؛ خو د نړۍ د دې برخې طبیعي او ستراتيژيک ارزښت د خپلواکۍ دا مزل لاپېچلی کړی او د خپلواکو شېبو د زرګونو مینهوالو د وینو نذرانې ته یې زمینه برابره کړې ده. د افغانستان خپلواکي که څومره سخته وه؛ خو د نړۍ ډېرو نورو محرومو او اسیرو ملتونو ته د آزادۍ پیلامه شوه. که په یو ټکي کې ووایم د افغانستان خپلواکي  په آسیا او ټول ختيځ کې د استعمار او استعماري مفکورو پر تابوت لومړی لګېدونکی مېخ و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply