ځوانانو ته به پاملرنه نوره هم زیاته شي

0 669

محمدبشیر یوسفزوی-

جمهوررئیس غني ځوانانو ته د دوی د بین المللي ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ په تېرو پنځو کالو کې ځوانانو ته د مهمو منصبونو او مقامونو د ورسپارلو ترڅنګ ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به ځوانانو ته پاملرنه نوره هم زیاته شي.

 په پیغام کې راغلي”حکومت افغانستان افتخار دارد که ازیک سو باجوانان کشور هم فکری وهم آوایی داشته و ازسوی دیگر برنامه های ما باحمایت گسترده جوانان به همراه بوده است. حکومت د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ځوانان په لویو او مهمو تصامیمو او مدیریتونو کې دخیل کړي او د ځوانانو د وړتیاو د ځلولو لپاره یې لوی فرصتونه برابر کړي دي. افغانستان نن د سیمې په کچه ځوانه کابینه لري.  موږ وینو چې په ملکي، امنیتي او دفاعي برخوکې د هیواد لوستي او تجربه لرونکي ځوانان عملا حضور لري. دې ځوانانو په پنځو کالو کې خپلې وړتیاوې ښې ځلولي او موږ عملا د هیواد په لوی مدیریتونو کې د نسلي بدلون شاهدان یوو. دا کار د دواړو نسلونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې لپاره نهایت مهم دی.“

په دې کې شک نشته چې په تېرو پنځو کالو کې ځوانانو ته پاملرنه زیاته شوې، مګر دا په دې مانا هم نه ده چې د سپین ږیرو له تجربو او رول څخه دې سترګې پټې شي. د ښاغلي غني په وینا: ”فرصت دادن به جوانان هرگز به معنای تقابل با نسل گذشته کشور نبوده، بلکه این فرصت با درس های از تجارب گذشته ممکن و فراهم شده است. ما متعهد هستیم تا جوانان کشور را در همه عرصه ها خصوصاً در بخش تعلیم، آموزش، ورزش و اشتغال حمایت بی دریغ نمائیم. امروز افتخارات بزرگی که در میادین ورزشی، تعلیم و تربیه بدست می آید، همه و همه محصول نقش آفرینی های جوانان است.در میدان رزم و دفاع از وطن نیز سربازان و افسران جوان شما تجارب عظیمی را کمایی نموده اند و شجاعانه از این خاک دفاع می نمایند، این بزرگترین افتخاری است که نصیب جوانان ما گردیده.

هغه زیاتوي: ”تلاش من این خواهد بود تا  فرصت های بیشتری را در همه بخش ها برای جوانان فراهم نمایم و همچنان از ظرفیت های عظیم این نیروی خلاق وبا انرژی کشور در راستای آبادانی وطن استفاده خواهم کرد.ما خپل ډېر عمر په تحصیل او وطن ته په خدمت تېر کړی. اوس هم مسوولیت لرم چې تاسو ته رهبرۍ او جمهوري ریاست ته د رسېدو لاره  او زمینه برابره کړم.ارګ به ستاسو هر یوه لپاره د کار زمینه او بستر وي. دا یوه هیله او خوب نه، بلکې یو واقعیت دی چې انشاالله په ګډه همکارۍ به یوه ورځ په دغه مهم مقام کې ستاسو د حضور شاهدان اوسو.د سولې او ټاکنو په دوه مهمو او ملي پروسو کې د ځوانانو مانالرونکی او فعال حضور ارزښتناک دی. سوله او ټاکنې د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره چې د افغانستان اصلي پانګه ده، یو مهم مسوولیت ګڼل کېږي. په دې برخه کې د ځوانانو د غږ اورېدل او حضور کېدای شي د هیواد د راتلونکي لپاره زېری ورکوونکی وي.“

ځوانان د ټولنې د ملا تېر او ستنې بلل کېدې، مګر دا خبرې یوازې تر کلیشې او شعار پورې محدودې وې، خو ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې په عمل بدلې کړې او ځوانانو ته یې مهم مسوولیتونه ور وسپارل چې دوی هم تر دې مهاله ښه په کې ځلېدلي دي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply