د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي/ احسان ارینزی

0 941

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په ویاړ لمانځي او له هغو څخه د ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالي، ملي ګټو، ملي نوامیسو او د هېوادپالنې د ولولو د ژوندي ساتلو، پیاوړتیا او خوځیدا له پاره ګټه اخلي.

په افغانستان کې هم داسې درنې ورځې شته چې خلک یې راتلو ته هوسېږي او لمانځل یې په ځان ضرور بولي. د نوي کال لومړی ورځ، دواړه اخترونه، میلاد النبي، د محرم لسمه او د خپلواکی کلیزه د دې ورځو بېلګې دي.

سږ کال د ګران هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده. دریغي چې موږ دا کلیزه په داسې شرایطو کې لمانځلی وای چې هېواد مو د خپلواکۍ د اتل اعلحضرت غازي امیر امان الله خان، ملکه ثریا، محمود طرزی، ولی محمد خان دروازی، عبدالرحمن لودین، عبدالهادی داوی او زرګونو نورو هېوادپالو له ارمانونو سره سم، په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، هنري او ټولنیزو ډګرونو کې دومره په مخ تللي وای چې نن د نړۍ له هوسا، بسیا، خوندي او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ولاړ وای!

له بده مرغه چې موږ دا د برم او ویاړ کلیزه په داسې وخت کې لمانځو چې څلوېښت کاله کېږي زموږ ګران هېواد د نړۍ او سیمې د استخباراتو او د هغوی د کورنیو ګوډاګیانو د سترو ګټو او جهالت په اور کې سوځي او هره ورځ لولپه کېږي.

په هر صورت د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه به لمانځو او ښه په درز کې به یې لمانځو؛ ځکه د خپلواکی او امان الله خان سل کاله تاریخ، زموږ په هېواد کې د پردیو د فزیکي او فکري یرغل او خپلواک ژوند، د پرمختګ او شا ته تګ، د فکري بدلانه او فکري انجماد، د تیاری او رڼا او بالاخره د نوي او مدني ژوند د موافقینو او مخالفینو د پټې او ښکاره جګړې تاریخ هم دی.

اعلحضرت امیر امان الله خان یو مشروط غوښتونکی، هېوادپال او د ژورو اصلاحاتو او پرمختګ پلوي پادشاه و. ده غوښتل هغه هېواد د پرمختیا او پراختیا او عصري کېدو په لور بوځي، چې دی یې واکمن و، ده غوښتل چې د رسمي مرېږتوب د الغا په څنګ کې، ډېر خلک له فکري مرېږتوبه وژغوري او له هغوي څخه د یوه متمدن، پرمختللي او مهذب هېواد ښاغلي اوسېدونکی جوړ کاندي، امان الله خان د هېواد بهرني سیاست د برتانوي هند د واکمنو له دفاترو څخه د کابل ارګ ته ولېږداوه، هغه له ډېرو هېوادونو سره د متقابله احترام پر بنسټ خپلواکه اړیکې ټینګې کړې، شاه د سواد زده کړې په کورس کې تباشیر په لاس کې ونیو، ملکه ثریا د کابل په مستوراتو کې د ناروغو مېرمنو په معالجه کې برخه واخسته، ښوونځي جوړ شول، د لومړي ځل د هېواد د نجونو سترګې په (الف) او (ب) روښانه شوې، اخبارونه چاپ شول، راډیو په کار پیل وکړ، د ارګ کتابتون د څېړونکو په مخ پرانستل شو، بانکنوټونه چلند ته ولوېدل، په کابل او پغمان او ځینو نورو ځایونو کې د دارالامان او تاج بیګ په شان عصري ودانۍ جوړې شوې، اورګاډي فعال شو، د سترو پروژو په لسګونو تړونونه لاسلیک شول، د دولت اداري تشکیلات منظم شول، د اساسي قانون په ګډون نژدې اتیا نظامنامې نافذې شوې، د محمد زاییانو او ملایانو، نسبي او روحاني امیتازات لغو شول، د هند د خپلواکی غوښتونکو ننګه وشوه او داسې په سلګونو نور خپلواکه پرمختیایي ګامونه، چې که ټول سرته رسېدلي وای، نن به افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې په هسکه غاړه ولاړه و؛ خو ارمان چې انګریزانو د آسیا په زړه کې داسې انقلابي اقدامات نه شوای زغملی؛ ځکه یې د تورې کورنۍ ارتجاع په مرسته په هغه هېوادپال پادشاه پسې ناوړه تبلیغات پیل کړل او هغه یې د هېواد پرېښودو ته اړ ایست!

چې خبره لنډه کړو د هېواد د خپلواکی د سلمې کلیزې لمانځل، د افغانستان د دولت او خلکو له اصلي وظایفو څخه شمېرل کېږي. موږ باید د هغه زرګونو شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو له پاره مبارزه وکړه چې د هېواد د خپلواکی او پرمختګ له پاره یې ګور ته وړي.

د اعلحضرت امان الله خان درناوی په حقیقت کې د هغه انساني هڅو درناوی دی چې د دې هېواد د هر نارینه او ښځې د نیکمرغی له پاره شوې، هغه هڅې چې باید کلونه کلونه دوام ومومي، تر څو پورې چې رڼا په تیاره بریالي شي او د نوي، مدني، مهذب او پرمختللي ژوند کاروان، په خوندي توګه په مخ وخوځي او د ګران افغانستان خلک د کراری، هوساینې او بسیاینی احساس وکړي.

د افغانستان د خپلواکی سلمه کلیزه دې بختوره او مبارکه وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply