د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي

0 758

محمدروښان ښاد-

وسله وال طالبان چې زموږ له ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو توان او جرئت نه لري، نو په همدې خاطر د خلکو په کورونو، عامه ځایونو کې پټېږي او له هغه ځای څخه د سپر او سنګر په توګه کار اخلي. پر دولتي تاسیساتو او نورو بریدونه کوي او په پایله کې زموږ ځواکونه مجبورېږي، چې د دغه خطر د دفعه کولو لپاره وسله وال طالبان له منځه یوسي او کله چې دوی ورباندې برید کوي، نو هلته مرګ ژوبله رامنځته کېږي او ملکي وګړي متضرر کېږي.

سره له دې چې ولسمشر غني بار بار په دې ټینګار کړی او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر دې په عامه ځایونو او د خلکو کورونو کې پر دښمن برید نه کوي، مګر ځینې مهال دوی مجبورېږي چې د خپلو خلکو د دفاع او د بشري ناورین د رامنځته کولو په موخه دښمن له منځه یوسي، که یې مخه ونه نیسي، نو دوی په عامو خلکو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو بریدونه کوي.

نو په جګړو کې د ملکي تلفاتو اصلي مسولیت د باغیانو په غاړه دی. دا باغیان دي چې په عامو لارو کې ماینونه ږدي او لارویان قتلِ عام کوي. دا باغیان دي چې په بازارونو، مېلو، اخترونو ، ودونو او حتی د جنازې په لمونځونو او جوماتونو کې انتحاري حملې کوي او یا د کلیوالو له کورونو سنګرونه جوړوي. د افتخار ځای دی چې زموږ امنیتي او دفاعي قوتونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پوره پوره کوښښ کړی دی. ډېر ځله داسې شوي چې باغیانو د خلکو په کورونو کې ځانونه پټ کړي دي او امنیتي قواوو د خپل سر خطر منلی، خو عامو خلکو ته د تاوان نه رسېدو په خاطر یې د دښمن له تعقیبه صرفِ نظر کړی دی.

سره له دې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې تر خپله وسه کوښښ کوي، مګر په دې برخه کې د ولسونو همکاري هم حتمي دی، په لومړي قدم کې دې دوی وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته په خپلو کورونو او کلیو کې ځای نه ورکوي او د هغوی مخه دې ونیسي. که چېرې دوی د هغوی پر وړاندې ځانونه بې وسه ویني، نو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې د هغوی په اړه خبر ورکړي چې مخه یې ونیسي.

که چېرې ولسونه په دې برخه کې همکاري وکړي، او باید وې کړي، نو هم به یې خپل ژوند ژغورلی وي، هم به یې د نورو هیوادوالو ژوند ژغورلی وي، هم به یې د ملکي تلفاتو د اوښتو مخه نیولې وي او هم به یې دښمن له منځه وړی وي. دښمن به بیا هیڅ وخت د دې جرئت ونه کړي چې د خلکو له کورونو څخه د سپر او سنګر په توګه استفاده وکړي.

د خلکو له دغه ډول همکارۍ او ونډې اخیستو سره د دې هیواد بدخواهان دې نتیجې ته رسېږي چې اوس له یو قهرمان او مصمم ملت سره مقابل دي او نه له یو دفاعي او امننیتي بنسټ سره.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply