تازه هغه په دې لیکنه کې د دې ګوند یو شمېر مهمو موضوعاتو ته اشاره کړې.

سیحون دا لیکنه کټ مټ هغه ډول خپروي چې د جمال الدین حکمتیار په نوم د فیسبوک له اکاونټ خپره شوې، ځکه یې د کره‌توب مسوولیت نه مني.

د حزب دننه اساسي ستونزه څه ده؟

یوه ډله فکر کوي دا د شهیدانو، مجاهدینو، او مهاجرینو اسلامي او جهادي تنظیم دئ. دا د ټولو مشترک کور دئ. ټول پکي حقوق لري. دا یو اصولي تنظیم دئ. ټولو سره باید انصاف روان وي. دا تنظیم باید د ملایکو په څیر د پاکو مخلصینو په لاس کي وي. د تنظیم ووړ او لوی ټول باید د قانون او اصولو تابع وي او اصول باید پر ټولو یو شان تطبیق شي. چارواکي باید د محاسبې وړ وي. دا تنظیم پر مشورې او انتخاباتو ولاړ دئ. د اسلامي حکومت رامنځته اساسي هدف دئ. الله مو معبود، پیغمبر مو قدوه، اسلامي حکومت مو هدف، او د الله په لاره کي شهادت مو آرمان دئ.

خو بل طرف کي واقعیت دا دئ چي دا تنظیم د حکمتیار صاحب شخصي ملکیت ګرځیدلی. د تنظیم امکانات ټول د حکمتیار صاحب په سیف کي پراته دي. هیڅوک لدغو امکاناتو خبر ندئ. د امکاناتو د مصرف صلاحیت ، د شمیر معلومات، ملکیت او ساتنه یې صرف د حکمتیار صاحب په واک کي ده. حکمتیار صاحب څخه هیڅوک د امکاناتو د تلف او مصرف د پوشتنې صلاحیت او حق نلري، د جنګ او سولې پریکړې، د ائتلاف او اختلاف پالیسیانې، د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیداتورۍ پریکړه او د اعلامیو ضد او نقیض نشرات، دا هر څه یې پخپل صلاحیت کي دي.  لدې علاوه اجرائیه او مرکزي شوراګانې تش په نامه دي. دا د حکمتیار صاحب په خوښې پورې تعلق لري چي له چا نه اتل او چا نه بوتل جوړوي، څوک پکي نازوي، څوک پکي رټي او شړي، څوک اجرائیه ته راولي او څوک په کور کینوي او له تنظیم شړي. په تنظیم کي یو ځای د شهیدې کورنۍ د تداوي مصرف نه دئ وکړل شوی، بل ځای په ملیون هاو ډالر تلف او اختلاس شوي. یو ځای ډیر متعهد او د سختو ورځو مجاهدې کورنۍ ته د دوه روپو اهتمام نه دئ شوی، خو بل ځای د دوو روپو انسان ته یې د تنظیم د شرنوشت ټاکلو واک او صلاحیت ورکړی. دې ته ورته په لسهاو ضد او نقیض پالیسیانې، د شعارونو برعکس کړنې، غیر اصولیت، ګډوډ رشخندي مدیریت، د هیچا مشورې، خبرو، غوښتنو او احساساتو ته ناچیز اهمیت هم نه ورکول، پاکستان ته د سیاسي تکیه ګاه په حیث اولویت ورکول، هغه څه دي، چي د ډیرو بادرکو مخلصینو احساسات یې راپارولي او د تنظیم د اصلاح مبارزې ته یې چمتو کړي.

 کاش حکمتیار صاحب دغه تنظیم خپل شخصي تنظیم اعلان کړی وئ، ټول جنجال به خلاص شوی وئ. هیچا ورسره بیا کار ندرلود. خو د اصولي او ولسي تنظیم په نامه شخصي تنظیم پر مخ بیول او د ډیرو سادګانو له قیمتي وخت او انرژۍ نه د اسلام په نامه غیر مشروع ګټه پورته کول هغه څه دي چي هیڅ بادرده مسلمان او انسان ته د منلو وړ ندي.

زه شخصاً اعلان کوم چي د تنظیم اصولو، اسلامي مبارزې، لوړو اخلاقي اهدافو او آرمانونو ته ژمن او متعهد یم، زه د دغې مبارزې یو ناچیز عسکر یم، تعهد مي شخص سره نه بلکې دغو اهدافو، آرمانونو او اصولو سره دئ، حزب مي شناخت او کور دئ، حکمتیار صاحب ته د پلار په حیث احترام لرم، خو حکمتیار صاحب د حزب اسلامي د امیر او رهبر په حیث نه منم، نه زما سیاسي رهبر دئ، او نه له ده سره د قدرت مبارزې او ما دام العمر رهبرۍ لپاره ملګرتیا کوم.

حکمتیار صاحب شخصاً د تنظیم د ټولو ګډوډیو، غیر اصولیت، عدم مدیریت او دکتاتوریت عامل دئ. په هیڅ صورت کي برائت نشي ورکړل کیدی.

 دا اعلان صرف د فیس بک حساب پورې هم نه محدودوم. بلکې بي بي سي او نورو نړیوالو رسنیو سره یې هم شریکوم. نور خپله لاره په پټه نه بلکې په زغرده بېلوم.

که څوک راسره د حکمتیار صاحب په خاطر دوستي او رابطه پالي، نو لطف دي وکړي د هغه د خوښې مورد چا سره  دي رابطه وپالي. نور زه د حکمتیار صاحب ډلې مربوط شخص او پیروان نه یم.

یو وخت وو، ساده وم، له حکمتیار صاحب مي ځان، اولاد او دنیا قربانوله. خو له واقعیتونو له خبریدو وروسته د تنظیم دننه مي اصلاح ته خپل هدف ویلی، که څوک ملګرتیا راسره کوي، یا نه، هیڅ پروا یې نکوم. د هر چا خپل ژوند، خپل اختیار، خپل دریځ، خپل درک، خپل احساس او د قیامت په ورځ خپل خپل حساب.

له سیحون ویبپاڼې په مننه