طالبان او داعش؛ اووه مشابهتونه، اووه توپیرونه

0 758

لیکوال: محمد محق

ژباړن: لایق جان 

په دې وروستیو میاشتو کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې اترې ګرمې شوي، خو تر څنګ يې دا اندیښنې هم رامنځ ته شوي چې طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسیږي. اصلي پوښتنه دا ده چې د وسلوالو طالبانو او نورو تروریستې ډلو ترمنځ لکه داعش څه توپیر دی، تر څو داسي اطمنان ترلاسه شي چې د دې ډلې واک ته رسیدل د تروریزم د کامیابۍ په معنا نه دي.

دا دواړه ډلې یو له بل سره توپیرونه او ورتوالي لري. د ورتوالي له امله د دواړو ډلو په هکله اندیښنې راولاړیږي، خو توپیرونه یې د دې سبب کېږي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هرې ډلې په هکله بیلا بیل حساب او متفاوت چلند ورسره کیږي.

په دې هکله د اندیښنو راکمولو لپاره، لاندې مهمو مشابهتونو او توپیرونو ته اشاره کېږي څو د دې دوو ډلو په مقابل کې د کوم دریځ خپلول آسانه شي.

مشابهتونه:

د اسلام تفسیر:

طالبان او داعش چې د اسلام کوم تفسیر کوي هغه ظاهری تفسیر دی چې په عربی کې ورته نصی تفسیر او په انګریزي کې ورته (Literalistic) تحت اللفظی یا محوري متن ویل کېږي. په دې ډول د تفسیر اصل د لفظ سره تړل کېږي چې د معنا افق په متن پوري محدودوي. د اسلام په تاریخ کې اولنۍ او مشهوره ډله چې په دې ډوله یې فکر کاوه هغوی خوارج وو، وروسته د اهل حدیث ځینې ډلي لکه، حشویه، اخباریون او د هغوی څخه لږ نرم ځینې وروستني اشاعره. د دې تفسیر په اساس هرهغه څه چې په دینی نصوصو کې وي لکه کتاب الله او سنت یا هم د سلف صالح په خبرو کې راغلي وي مشروعیت لري، هرهغه څه چې په دې نصوصو کې نوي اعتبار او مشروعیت نلري. په لوي تقسیم بندی کې دغه دواړه ډلې د سلفي فکر سره تړاو درلودونکي دي.

د حکومتدارۍ بڼه:

د دواړو ډلو لپاره قدرت ته رسیدل ستراتیژیک هدف و او دی.

د ټولو اسلامي سیاسي ډلو لوي هدف قدرت ته رسیدل دي د دوي په خاصه اصطلاح کې ورته د “تمکین” مرحله وایې. د هغوي له نظره نور مهم هدفونه که داخلي اصلاحات دی او یا هم خارجي او نړیوال تغییرات دي، خو هدف د دوي د خوښي حکومت تشکیلول دي.

د داعش او طالبانو د حکومتدارۍ بڼه یوه ده. دواړه ډلي غواړي چې یو کس باید د امیر المؤمنین په نوم دواک واګي په لاس کې ونیسي. امیر المؤمنین د مسلمانانو په سنتي فکر کې بی حده صلاحیتونه او واک لري، د تاریخي تجربي په لړ کې مونږ ته څرګندیږي چې هیڅ داسي اداره نشته چې د امیر المؤمنین واکونه محدود کړي.

په اسلامي نظام کې امیر المؤمنین تر ټولو لوي مقام لري چې د رتبه پر اساس د خدای او پیغمبر وروسته امیر المؤمنین دي، په مسلمانانو واجب ده چې د اولو الامر اطاعت وکړي آن که ورسره موافق هم نوي. د دي دواړو ډلو په آند هغه نظامونه چې د خلکو لخوا ټاکل شوي وي غیر شرعی دی او خلک شرعا مکلف دي چې امیر المؤمنین ومني  آګر که په زور هم واک ته رسیدلی وي. په زور واک ته رسیدلو ته په پخوانی فقه کې د تغلب اصطلاح کارول شوی. تغلب یعني غلبه پیدا کول او په هر ممکن ډول څیري کولو ته وایې. پدې نظام کې، اګر که د شورا په نوم کومه اداره هم وجود ولري د پخوانیو اکثره سنتي فقهاو په نظر امیر المؤمنین د دوي د نظر په منلو مکلف ندې فقط پیشنهادی رول لري، د هغه خوښه ده چې مني یې او که نا.

  • د معاصر تمدن سره تناقض:
  • ټولي اسلامي سیاسي ډلي د معاصر تمدن سره په ټکر کښې دي، د دي تمدن څخه فقط د جنګې وسیلي او تکتیک په ډول کار اخلي او غواړي چې د همدغه تمدن سره د جنګ لپاره د همدي تمدن څخه کار واخلي. پدې لړ کې طالبان او داعش د معاصر تمدن سره تر ټولو ډېر او ښکاره ټکر کې دي، د هغوي ډېره دوښمني د همدغه معاصر تمدن د مفاهیمو او ارزښتونو سره ده، لکه د فقه پر ځای د قانون حاکمیت، د سړي او ښځې برابري، تعدد، بشري حقوق، د بیان آزادی، مدني ټولنې او همداسي نور.
  • د مخالفینو سره د سخت چلند کول:
  • دواړه ډلي خپل مخالفین د خدای، پیغمبر او اسلام سره دوښمني کوونکي بولی. د دوي له نظره هر فرد او یا ډله چې د دوي مخالفت کوي باید په تاوتریخوالي وځپل شی او له منځه یوړل شي. د مخالفینو سره خواښوګې ښودونکې ډېر بد ګڼل کېږي آن د منافقانو په ډله کې شمیرل کیږي. د کافرانو او منافقانو سره سخت چلند کول نه یوازي تاکتیکي کړنه بلکه باید ستراتیژیکه کړنلاره وي.
  • ډار د ستراتیژۍ په توګه:
  • د دواړو ډلو د نظره، هغه کسان چې بالفعل په مخالفه ډله کې دي  یوازي سخت چلند کول ورسره کفایت نه کوي، بلکه هغه کسان چې بالقوه هم په مقابله ډله کې دی یا هم د دی احتمال وي چې مخالفې ډلي سره یو ځای شي باید داسې وترسول شي چې د مخالفت کولو فکر څخه هم لاس ووینځي. د دي کار لپاره باید خلک وویرول شي او داسي چلند ورسره وشي چې د هر ډول بغاوت، سرکشي او دوښمنې احتمال له منځه ولاړ شي. دوي دا تګلاره په صحیح بخاري کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه قول سره تړي چې “و نُصِرت بالرعب مسیرة شهر” یعني کامیابي مي پدې کې ده چې ترس می یوه میاشت زما څخه مخکې خپور وي.

د هدف لپاره د وسیلي توجیه:

دواړه ډلي خپل هدف مقدس بولي ځکه چې د دوي له نظره د خالص اسلامي نظام پلي کول او د شریعت تطبیق کول دي، دې هدف ته د رسیدو لپاره هر ډول کار جایز بولي. هغوي پدې باور دي چې د کفارو او منافقینو سره په جنګ دي، پدې حالت کې د چل او فریب څخه کار اخیستل جایز دی، پدې دلیل چې : “الحرب خدعة” یعنی جنګ چل او فریب دی. که چیري هدف ته د رسیدو لپاره فریب او چل کول، دروغ، اوازي خپرول، په مخالفینو د تهمت لګول هم وي جواز پیدا کوي.

د پولو بهر اړیکي:

ټولي اسلامي سیاسي ډلي پدې باور دي چې په نړۍ کې اوسنی پولي د منلو ندي، د دوي په نظر نړۍ د دوو او درو هېوادونو د زیات تقسیم وړ نده یو دار الاسلام دی، یو دار الکفر دی، یو دار العهد دی، یعني هغه غیر مسلمان هېواد چې د دار الاسلام سره د هکاری معاهده لري او ترمنځ یې جنګ نوي. داعش په رسمي ډول د نړیوال کیدلو دعوا لري او غواړي چې خلافت په ټوله اسلامي نړۍ کې حاکم کړي. طالبانو لومړیتوب افغانستان ته ورکړی، ولی په نورو هېوادونو کې دوي ته ورته ډلو سره مرسته کول شرعی دنده بولي. طالبان پدې ځای کې د چل او فریب څخه کار اخلي په ښکاره توګه د هغوي ملاتړ نکوي. پدې وروستیو کې د سولي په خبرو کې د القاعدی سره د دوي د اړیکو پریکول هم همغه فریب دی. طالبانو د خپلي واکمنی په وخت کې هم د سعودي عربستان د هغه وخت د استخباراتو مشر ترکی الفیصل سره هم د اسامه بن لادن په هکله ورته ژمنه کړی وه، خو کله چې واک ته ورسیدل هغه ژمنه یې هیره کړه له همدې کبله ترکی الفیصل په طالبانو ډېر غوسه و. دا خبره پرویز مشرف په خپل کتاب، د اور په کرښه، کې لیکلی.

توپیرونه:

قبیلوي جوړښت:

طالبانو د پیدایښت د همغه لومړۍ ورځې په قبیلوی عنصر تمرکز درلود. د همغه ورځې د طالبانو زیات نفوذ هم په هغه سیمو کې دی چې ښاري زندګې پکې کم رنګه او خلک لا هم په هغه سیمو کې په قبیلوي ډول زندګي کوي. طالبان په قبیلوي کشمکشونو کې داخل شوی او د سیالو قبیلو مشران یې وژلي. دا حالت هم د افغانستان په داخل کې د طالبانو د واک لاندې سیمو او هم د پاکستان په داخل کې د طالبانو د واک په سیمو کې لیدلای شی. داعش د طالبانو په خلاف د لومړیو څخه کوښښ کړی چې د اسلام لومړنیو وختونو بڼه وړاندې کړي چې دولتي وظیفي او منصبونه د مختلفو اقوامو او نژادونو ترمنځ تقسیم کړي.. پدې لړ کې د داعش افسران او چارواکي د عربو، ترکمن، چچنایې، ازبک، قزاق، تاجک او نور قومونه تشکیلوي. د داعش مشرانو د القاعده په مشرانو نیوکه کوله چې د ملاعمر او طالبانو قبیلوي چلند ته يې تن ایښې و، پخوانی جهالت ته ګرځیدلی وو، پدې برخه کې داعش د طالبانو څخه یوه درجه وړاندې دی.

د ښځو رول:

طالبان د کلتوري عدت له مخي د ښځو سره سخت مخالف دي او په هیڅ قیمت دا نه مني چې د دی کار څخه لاس واخلي. آن په افغانستان کې د دوي د واک په وخت کې هم طالبانو د مسلمانانو د علماوو او یا هم د غیر مسلمانو هېوادونو هیڅ ډول فشار ته سر ټیټ نه کړ. پدې موضوع کې د طالبانو حساسیت تردی کچې وه چې د بیل کلینټن په وخت کې نږدی وه چې امریکه طالبان په رسمیت وپیږني که چیرته یې د ښځو په هکله لږ هم خپل دريځ کې نرمي ښودلی وای، خو طالبانو په هیڅ قیمت دا کار نه منلو. دا موضوع احمد رشید لیکلی.

داعش د طالبانو په خلاف د ښځو څخه یوازی د نقاب اغوستل غوښتل، نور یې اجازه درلودله په هغه برخو کې کار وکړي چیرته چې د دوي حضور ته ضرورت لیدل کیدو. پدې برخه کې د طالبانو کړنه د داعش څخه ډېره بده او توره وه.

عصري زدکړی: طالبان د عصري دزکړو سره سخته دوښمنې لري. د دوي د واک په وخت کې هم طالبانو په ډېرو ولایتونو کې عصري زدکړی لغوه کړی وی، په ځینې ولایتونو کې چې د خلکو مخالفتونو سره مخامخ شول طالبانو کوښښ وکړو ترڅو د فیزیک، کیمیا، او د بیولوژی په ډول مضامینو درسي ساعتونه راکم کړل او پرځای د قرآن کریم تفسیر، حدیث، فقه، اسلامی عقاید، میراث او نبوي سیرت، ترڅو عصري علومو ته لږ وخت ورکړل شي. داعش پدې برخه کې د طالبانو ډېر پرمخ تللی دی، هغوي د عصري علوموتر څنګ دینې درسونه هم په نظر کې نیولي و، لږ ترلږه یې طبیعی علوم د پامه نه وو غورځولي.

فقهی پابندې:

طالبان په جنګې ویرانیو کې ښکیل دي چې پدې جنګونو کې په نا حقه د دین په نوم د بي شمیره خلکو وینې توویږي، خو هیڅکله هم طالبانو د خپلو کړنو لپاره د کومي فقهی پاندي نده کړی. داعش د طالبانو خلاف، کوښښ کړی ترڅو د هر کار لپاره چې د بندیانو د سوزولو واخله د نورو ټولو ویروونکو کړنو لپاره چې ترسره کړیدي یوه شرعی توجیه ورته پیدا کړی. مجلی، کتابونه او د داعش ویب پاڼې د فقهې دلائلو ډکې دي. البته چې د دې ډلي استدلال ته په یو ډول جواب ویل شوی. طالبانو پدې برخه کې چندانه لاس ته راوړنی نه درلودي.

په نظرياتي بنسټونو کې وضاحت او ناڅرګندتيا:

سره ددی چې طالبان او داعش دواړه یوه کړنلاره لري، خو طالبانو د همغه لومړي پیل څخه تر اوسه په بنسټې نظریاتو باندې کار ندې کړی. داعش د طالبانو په خلاف د همغه لومړۍ ورځې راپدیخوا کوښښ کړي ترڅو د دینې، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او.. په هکله خپل نظر څرګند کړی او د خپل دعوت لپاره یې په نړیواله توګه کار کړی. طالبان د نظریاتي بنسټ په برخه کې مبهم حالت کې دي او نړیوالو ته یې فکري هویت هم روښانه ندې. د طالبانو د فکري بنسټ په هکله د پوهیدلو لپاره باید د لیکل شوي مطالبو او د دي ډلي په مختلفو مرحلو کې د دوي کړنو ته لیدنه وشي.

د سیمه ییزو پلویانو موجودیت:

سیمه ییزي ډلي معمولا مجبوریت لري ترڅو د موجده یوې لوي ستراتېژی په خدمت کې پریوزی. لدې پلوه طالبان او داعش همدا ډول نورې ډلې سره یو ډول دي. خو که ترمنځ یې مقایسه وشي ښکاره توپیر سره لري ځکه چې داعش د منطقي او یا نړۍ په کچه په رسمي توګه د هیچا لخوا نه حمایه کېږي. اګر چې ځینې استخباراتي کړي یې د خپلو رقیبانو برضد استعمالوي خو ډېره پیچلې ده. طالبان بلعکس د همغه لومړیو څخه د پاکستان سره تړلي وو، او تراوسه هم دی واقعیت تغییر ندې کړی. دا موضوع د نصیر الله بابر، اسد دراني، پرویز مشرف او د ډېرو نور په خبرو کې راغلی.

د خپلو او پردیو ترمنځ پوله:

ټولي ایډیالوژیکې ډلې د خپلو او پردیو لپاره پولي یا سرحد لري. طالبان او داعش پدې برخه کې سره توپیر لري. د داعش لپاره خپله دایره ډېره محدوده ده، چې فقط د دي ډلي خپل غړي پکې شامل دی. نوري ټولی ډلې د القاعده او طالبانو په شمول ورته پردی دي او د ضرورت په وخت کې وژل هم جائز دي. د طالبانو له نظره د دوي دایره ډېره پراخه ده، د داعش پرته نورو ټولو ډلو ته د دوي لمن پرانستې ده، د چین مجاهدینو څخه واخله بیا تر فیلیپین، باکو حرام، القاعده او نورو ډلو سره همکاري کولای شي.

پدې ډول، طالبان او داعش کوم ژور توپیر سره نلري او که سره لري هم د طالبانو کارنامه پرې ډېره توره ده، هغه هم پدې ډول که چېرته د دواړو ډلو دلاسه د قربانیانو کچه سر پرتله کړي د طالبانو لاس په وینو ډېر ککړ دي. د سولي په خبرو اترو کې باید دا حساب د پامه ونه غورځول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply