پر (اماني فکر) څو کرښې/ خالد افغان

0 935

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د غازي امان الله خان پر ژوند، فکر او مبارزه راڅرخي. په کتاب کې د غازي امان الله خان د ژوند تقريبًا ټولې پېښې ثبت شوي؛ خو ځای ځای تر ډېره د غازي امان الله خان په فکر خبرې شوي دي.

غازي امان الله خان د افغانستان په تاريخ کې د پام وړ څېره ده. هغه له انګرېزانو څخه د افغانستان د آزادۍ لپاره هلې ځلې وکړې او بالاخره يې افغانستان ته آزادي واخېسته. هغه په افغانستان کې د آزادۍ رښتينی سرلاری دی او ټول افغان ملت يې احسان مند دی؛ خو پوښتنه دا ده چې ملت ولې دې ته اړ شو چې د داسې يو پاچا پر ضد په ولسي کچه غبرګون وښيي او له تاج و تخته يې کوز کړي او يو بهرني هېواد ته يې په تېښته مجبور کړي؟

ښاغلی بختيار په (اماني فکر) کې د دې دلايل دا راوړي چې ګواکې افغاني ټولنه ټيټ فکره او ټيټ شعوره ټولنه ده او غازي امان يې پرېنښود چې خپلو موخو ته ورسېږي؛ ځکه چې د وخت علماوو او روحانيونو د هغه پر ضد د کفر فتواوې ورکړې او خلک يې د هغه پر ضد راوپارول. هغه وايي، په دې کې د انګليسانو لوی لاس وو او هغوی نه غوښتل چې افغانستان پرمختګ وکړي؛ نو ځکه يې د هغه پر خلاف خلک راوپارول، د ملايانو په شکل کې يې خپل جاسوسان خواره کړل….او نور

غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ پر مهال ځينې داسې احکام جاري کړل چې په ښکاره توګه د اسلام له دين سره په ټکر کې وو، لکه: د ښځو د چادري په اړه دريځ، له يوې ميرمنې څخه د زياتو ميرمنو سره د نکاح مسئله، د لونګۍ منع کول او داسې نور. ښاغلي بختيار د غازي امان الله خان دې احکامو ته په ډېر ظرافت دلايل تراشي او ډول ډول بهانې ورته ګوري، له ځانه ورته توضيحات ورکوي؛ خو واقعيت دا دی چې امان الله خان د دې احکامو په جاري کولو کې رښتيا هم ملامت وو او بايد ملامت وګڼل شي. هغه بايد خپلې ټولنې ته کتلی وای او بيا يې د همغې مطابق د پرمختګ سفر کړی وای. که هغه پرمختګ غوښته؛ نو چادري هېڅکله د ښځو د تعليم او د وطن د پرمختګ مخه نه نيسي. له يوې ميرمنې څخه زياتې ميرمنې په نکاح کول رښتيا هم ځانته شرايط لري؛ خو غازي امان الله خان په مطلق ډول منع کړي وو. لونګۍ افغانانو ته ملي او اسلامي ارزښت لري او د دې په اړه ورته د غازي امان الله خان دريځ هېڅکله د منلو وړ نه وو.

ښاغلی بختيار د غازي پر ديانت او اسلاميت ډېر بحث کړی او ويلي يې دي چې هغه د يوې سوچه اسلامي عقيدې څښتن وو؛ خو دا هېڅکله د دې دليل نه شي کېدای چې مونږ ووايو چې د غازي دا اوامر هم له اسلام سره په ټکر کې نه دي. د ټولو تاريخ پوهانو په نظر غازي امان الله خان د ترکيې له اتاترک څخه الهام اخېستی وو او غوښتل يې چې په افغانستان کې هم د ترکيې په څېر سيکولر نظام پلی کړي خو ليکوال په ډېره سپين سترګۍ سره وايي چې غازي امان الله خان د اسلامي هيوادونو د يووالي او د اسلامي خلافت د احياء لپاره ډېرې هڅې وکړې!!!

تر څو چې واقعيتونه و نه منو، تر څو چې خپلې غلطۍ جبران نه کړو او و يې نه منو؛ نو هېڅکله مخکې نه شو تللای. غازي امان الله خان موږ ته ډېر وياړونه رابخښلي دي، خو بايد غلطۍ يې ومنو او اعتراف پرې وکړو. غازي امان الله خان په رښتيا هم انګليسانو ته د منلو وړ نه وو؛ کېدای شي هغوی هم د ده په راپرځولو کې ونډه لرله خو اصلي خبره دا ده چې غازي خپله ټولنه په پوره مانا نه وه پېژندلې او د غرب ړوند تقليد يې کاوه چې همدا يې د راپرځېدلو ستر لامل وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply