دخپلواکۍ دورځې په ویاړ/شیرمحمدامیني ستانکزی

0 860

افغانان او دانګلیسانو په وړاندې بې سارې سرښندنې؛

خپلواکي یا استقلال په یو هېواد او یوې ټولنې پورې اړه لري، چې د ملي حاکمیت ، سیاسيتداوم  او دزمکنۍ بشپړتیا څخه برخمن وياو د پردیو له چنګه  دیو هېواد خلاصي ته استقلالیت وايي او دا  دهر هېواد  حق ده، چې خپله آزادي و لري او ټول ولس د آزادي  خوند وڅکي .

آزادي دلوی څښتن تعالی پیرزوینه ده، چې انسانانو ته يې په برخه کړې، که انسان له خپلو حقوقو او ساتنې بې برخې وي، نو ویلی شو، چې د آزادۍ له ستر نعمت څخه محروم دی .

افغانستان درې ځلې دانګلیسانو په ولکه کې راغلی ؤ، خو زموږ دمېړنیو افغانانو دشهامت او اتلولیو له  مخې وکولای شول، چې خپلې خاورې څخه په کلکه توګه ساتنه او دفاع وکړي او هېڅکله دپردیو په اسارت کې ژوند نه غواړي . هماغه ؤ، چې دستر قوت په وړاندې  په خالي لاس مبارزو ته دوام ورکړ ل او انګلیس  ته يې کلکه نه هېریدونکي ماتې ورکړه ، چې بلآخره  دهېواد دخپلواکۍ ستر سالار او رهبر غازي امان الله خان خپل سلطنت اعلان او افغانستان يې دخپلواک او ناپیلې هېواد په توګه نړیوالو ته ور وپیژندل .

افغانان هرکال دغه تاریخي ورځ دزمري په ۲۸ مه لمانځي او خپلو اتلولیو یادونه تازه کوي، څو ثابته شي، چې افغان ولس دهېڅ کوم طاقت او جنګیالي په وړاندې غلي نه دي پاتي شوي، دهغوی سره دخپلې خاورې په دفاع او ساتنه کې جنګیدلي او آزادي يې دخپلو سرونو په بیه  ولسونو ته ګټلي .

دخپلواکۍ د ورځې لمانځلو ارزښت دمېړنیو سرښندنو یاد  ته درناوی او پاتي نسل ته یو ویاړلې ورځ او دمبارزینو داتلولي او شهکاریانې نوي نسلونو ته  په ډاګه کول دي ، چې افغانان دکلکې ارادې خاوندان دي، هراجنبي او تيري کوونکي هېوادونو ته يې سرونه ندي ټیټ کړي؛ بلکې په زغرده دهغوی په وړاندې دمبارزې ډګر ته راوتي او دخپل ولس  او خاورې نه يې دفاع کړې.  باید دې پرتمینې ورځې ته ټول افغان ولس ځانګړي درناوی ولري او دخپلو اتلانو یاد تازه او دتاریخ په زرینو کرښو يې ولیکي.

دخپلواکۍ د ورځې لمانځل په  افغانانو کې دا احساس پیداکوي، چې نیکونو يې په سختو شرایطو کې  خپله خاوره  له يرغلګرو انګلیسانو آزاده کړه او بریا يې دخپل په نوم کړه، چې  افغانان په دې فکر کې وواسي او احساس وکړي، چې نیکونو يې د دوی دهوساینې لپاره افغانستان آزاد کړل ، نو باید اوس مهال دهېواد په پرمختګ کې اوچت قدمونه واخلي.

د هرې  بریا جشن لمانځل پردیو یرغلګرو ته هغه ورځې یاده وي، چې په ټیټو سرونو دافغانستان څخه  ووتل  او پاتي نسلونو ته به  ورپه یاد کړي، چې د زمریو لوري ته کاږه کتل د ګیدړانو کار دی . دخپلواکۍ جشن لمانځل د ټولوافغانانو ملي او وطني وجیبه ده، چې په دغو ملي ورځو کې په پراخ ډول ګډون وکړي، دخپلو اتلانو او غازیانو تلپاتې کارنامې او برنامې یادونه تازه کړي او یو بل ته دیوالي لاسونه ورکړي، چې دیو ډاډمن افغانستان لپاره دپرمختګ او ښېرازۍ لپاره کوټلي ګامونه لاپسې ګړندي کړي .

راځئ له خپلواکۍ  له ورځو نه تجربې او زده کړې وکړو، دخپلو ملي اتلانو او مبارزینو په لاره  تګ ته مخه وکړو، چې دوی موږ لپاره   هڅې کړي، هېواد يې موږ ته آزاد کړل ؛ خو بیا هم دخدای نه ناخوښ   په دې یو، چې  اوس مهال په خپلو کې سره جنګیږو، باید چې یو بل ته دیوالي لاسونه ورکړو  او دلوی څښتن تعالی خوښي اوشکرانه ګي اداء په ګران هېواد کې دپرمختګونو لپاره مټي راونغاړو  په ګډه وکولای شو خپل هېواد  افغانستان آباد او سمسورکړو.

د آزادۍ دسلمې کلیزې جشن دې ټولو مېړني ولس ته مبارک وي .  په دغه جشن کې سره راغونډیدل موږ ته دا الهام را په برخه کوي، چې ټول ولس دیو موټي افغانستان  په لوري مزلې وهي او اوسني وضعیت  ته به ان شاالله ډېری ولسونه په دې تمه دي، چې دغو ناخوالو ته دپای ټکی کیږدي، ځکه ټول هېوادوال د جنګونو نور ستړي شوي او ستړیا به يې په يوالي او په  هېواد کې د تلپاتې سولې په رواستو نور پای ومومي . ان شاالله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply