عمرانخان، قريشي، خواجه اصف، شهباز شريف وسراج الحق ته :

0 894

عمرانخان، قريشي، خواجه اصف، شهباز شريف وسراج الحق ته :

کابل دې الله تعالی محفوظ – اسلام اباد دې الله تعالی بېثباته کړي

ښه شوه چې ناسپړلې غوټې مو له سينو راووتې

موږ نه له کشمير او نه کشمير له موږ سره تړاو لري

ان شاء الله دکتور نجيب الله به مسلمان و سپينرويه، خو قاضي حسين احمد وسراج الحق به دوه مخي او تورمخي راپورته شي

 

سيد حسيد پاچا

سراج الحق ته :

پوښتنه :

تفخيم القرآن له همدې لپاره ليکل شوی چې موږ دې د کشمير پورې وتړل شو؟ د تفخيم القرآن مدعا سياست وکتمان حق دی او که اظهارالحق وحقانيت؟

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

ښاغليه،

ستا ضمير و وجدان او اسلامي هويت دې د دې اجازه درکړه چې موږ له کشمير پورې وتړې، خو له تا مخکې مشر هم مسلمان نه، بلکې دوه مخی راوخوت. هغه پټ اسلامي ماسک يې اخر داسې راښکاره شو چې خواخوږي يې له امريکا او دښمني يې له مسلمان او کړه وړه يې د مسلمانانو د غولونې لپاره ول. تاسې ولې په دې تفخيم القرآن دومره وياړئ؟ ايا تفخيم القرآن د همدې لپاره ليکل شوی چې افغانستان دې د کشمير په حق کې برمته شي؟

کشمير خو هند نه درکوي، خو تاسې موږ د دې لپاره برمته ساتئ چې هند د نړيوال فشار له مخې تاسې ته وړيا پر وړيا درکړي او بيا موږ خوشې کړئ؟

ښه به دا وي چې تاسې دا تفخيم القرآن مو يوځلې بيا له سره په غور ولولئ؟

هيله ده چې دوه / درې پوښتنې ځواب کړې :

  • تاسې جماعت اسلامي د نظاميانو واستخباراتو پابند ياست؟
  • او که د حق؟
  • حق په تفخيم القرآن کې څنګه تشريح / توجيه شوی؟

ښاغليه،

تا ته پته ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په زغرده د منافق (دوه مخي) له جنازې څه ان چې پر قبر يې له ودرېدو منعه شوی، نو قاضي صاحب چې خپله خپل ځان تعريف کړی چې ((زه ستاسې ملګری يم يا له تاسې سره يم او ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو د ارامولو لپاره دي))، نو دېته يې څه مجبوريت درلوده؟ تاسې خو له دې ګوند سره تړاو لرئ، نو د خپل فقيد مشر دغه ډول يارانه وملګرتيا دې څنګه توجيه کوئ؟ نو چې فقيد مشر دې منافق او دوه مخې راوخوت، نو تاسې به څنګه پاک پاتې شئ؟

***      ***      ***

ښاغليه عمرانخانه،

ته په رب العالمين باور وکړه چې کله مې په حرم مکّة المکرّمة کې ستا د دې ځينو سياستوالو، لکه : دوړن قريشي، شهباز شريف، مشاهد حسين، خواجه اصف، سراج الحق او ځينو نورو پارلماني غړيو نظرونه ولوستل، نو سيده له صفا ومروا ولاړم او د وخت پخواني واکمن ډاکټر نجيب الله ته طواف وکړ. ډېر داسې لاسوندونه دا جوتوي چې د هغه د هغه وخت تشويش پر ځای وو. د هغه وړاندېېنې او تشويشونه رښتينې شول چې زموږ مساله مذهبي (اسلامي) نه، بلکې سياسي، اقتصادي وستراتيژيک ژور اړخونه لري چې هماغسې وشول. مجاهدين او راوروسته طالبان هماغسې ثابت شول.

ډاکټر نجيب الله احمدزی وينا

مشوره غوښتنه :

تاسې ما ته مشوره راکړئ چې څه وکړو؟

  • وطن پنجابي ته ورتسليم کړو؟
  • که يې ورتسليم نه کړو؟
  • د پنجابيانو غلامان شو؟
  • وطن تجزيې ته پرېږدو؟
  • ډيورنډ واخلو د آمو درياب ته يې ورواچوو؟
  • خپل کورکلی وران کړو؟
  • بچيان پرېږدو چې اوبه يې يوسي، يتيمان شي او اوښکې يې راشي او زموږ خويندې ميندې در په دره شي؟ او د هغه نه که ژوندي پاتې شو او له دغه ډول ژوند څخه هغه مرګ چې وقار ولري، چې معنويت ولري، چې اسلاميت ولري، چې افغانيت ولري سل کرتې نه، زر کرتې نه، بلکې ميليون کرتې شرف لري که نه يې لري؟ زما دغه خبره ده له تاسې سره چې تاسې ما ته مشورې راکړې چې پر کومه لاره ولاړ شو؟ او څه ډول ودريږو؟

ښاغليه عمرانخانه،

افغانان له قريشي، خواجه اصف، شهباز شريف، مشاهد حسين، شيري حمان او داسې نورو نه ګيله نه کوي، ولې ګيله له تاسې دواړو پښتنو کوي چې تاسې خو لږه تر لږه دې خپلو پنجابي بنسټ ته ويلای شئ چې دغه کړنلاره نګه غلطه او زموږ په تاوان ده. دا خو نه شئ، نو بيا دا حق تاسې ته چا درکړی چې خپلو نظامي واکمنانو ته وايی چې د افغانستان مساله دې د کشمير پورې وتړل شي؟

قريشي؛ د افغانستان او کشمير مسلې له يو بل سره تړلي دي

شهباز شريف : ناممکنه ده چې هم کشمير کې بوخت شو، هم لويديځ سره افغانستان کې مرسته وکړو

[[شهباز شريف : دا ممکنه نه ده چې کشمير دې په اور کې سوځي او په افغانستان کې دې سوله وي….]]

[[داسې نه شي کېدای چې په کشمير کې جنګ وي او کابل امن وي.]]

سراج الحق: پاکستان دې په افغانستان کې امن راوستل په کشمير کې امن راوستلو پورې وتړي

[[ځينو پاکستاني سياستوالو ويلي، داسې نه شي کېدای چې کابل دې امن وي خو په کشمير کې دې اور بل وي. د دوی اشاره په قطر کې د افغانستاند سولې خبرو ته وه چې د پاکستان په مرسته طالبان له امريکايانو سره خبرو ته کښېنول شوي دي.]]

خواجه اصف: عمران خان هر څه په اوبو لاهو کړل

https://www.khabarpana.com/1001825/%D8%AE%D9%88%D8%A7%D8%AC%D9%87-%D8%A7%D8%B5%D9%81-%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D9%87%D8%B1-%DA%85%D9%87-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%88%D8%A8%D9%88-%D9%84%D8%A7%D9%87%D9%88-%DA%A9/

خواجه اصف:  نور به افغانستان کې د هند او امريکا خدمت کوو

پايله مشوره :

افغان ولس نه د چا پورې تړلی او نه د چا پورې ځان تړي او نه به يې څوک د ځان پورې وتړي. څوک چې زموږ مقدساتو او محرّماتو ته سپکاوی کوي سترګې به ترې وباسو او د سر په کاسه کې به ورته اوبه ورکړو. تورکوني پنجابيان او د تورکونيو پنجابيانو په چوپړ کې پښتانه اسلامپال دې په دې پوه شي چې افغان ولس څوک برمته کولی شي او نه يې څوک د برمتې حق لري او نه دې خلک دا سوچ کوي چې موږ به يې د کمشير په مساله کې له ځان سره برمته وساتو.

د افغان ولسمشر په راتګ سره نوی نسل د کرښې دواړو لوريو ته پوهيږي چې څوک يې په حق کې تېری کوي؟ څوک يې دښمن او څوک يې دوست دی؟

د نظامي ديکتاتور ضياءالحق کړنلاره د هېچا په ګټه نه ده، تر هغې چې اسلام اباد او رياست يې له دغې خونړۍ کړنلارې لاس وانخلي اسلام اباد به ورځ تر بلې له مصيبت، کړاو (رنځ) او بېثباتۍ سره مخ کيږي. ايا دا پرېمانه سودي پور د الله تعالی له لورې تاسې ته يو روحي ((رواني)) عذاب نه دی؟

متل :

بل ته چې کوهی کنې، نو خپله به دې پکې شپه شي.

رحمان بابا :

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره چې پښو کې به دې لاړ شي

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشی به ستا پر لور ګوزار شي

د ضياء له وخته تر ننه موږ ته په لار کې اغزې کرل شوي او لا تر ننه پر موږ غشي ((توغندي)) وريږي، يوه ورځ به ان شاء الله العظيم چې دا سيمه درته ټول اغزي شي او د غشو ګوزارونه به له هر لورې وګورئ!

د افغان ولس وينه دومره سپکه نه ده، بلکې دا تاسې سپک و ورت ياست چې په نړيواله کچه له دغه ډول روحي ((رواني)) کړاو سره مخ ياست او ورځ تر بلې منزوي کېږئ. د پيسو ناروڼتيا، په خړ لېست کې اچول او اوس دا دی له خړ لېسته ورپسې تور لېست ته ورزيات شوئ، نو همدا خپله تاسې ته د الله تعالی رسوايي ده چې په نړۍ کې درنه داسې مسلمان ونامسلمان پاتې نه دی چې تاسې به شکولی او لوټلی نه وي. محمد بن سلمان و آی ايم ايف به تاسې ته تر څو پورې سودي پورونه تهيه کوي؟

ايا همدا ذلت مو بس نه دی؟

له هند سره په تش لاس او تشه خزانه څنګه لاس اچوئ؟

ايا ښه به دا نه وي چې لږ له سليم عقل او هوشه کار واخلئ او د دښمنۍ پر ځای دوستۍ ته مخه کړئ؟

زموږ د جهاد له غمه مړه ياست، خو خپل سودي پور مو له پامه غورځولی، ايا همدا مو ناپوهي نه ده؟

دا بايد درته په زغرده ووايم يو افغان نارينه خو لا څه ان چې يوه ښځينه با هم تاسې ته سر ټيټ نه کړي، بلکې پر مېړانه به درسره د ژوند تر وروستۍ سلګې پورې وجنګيږي!

موږ ته خو موږ ډېر کوهيان ايستلي دي، خو رب العالمين مو په هغه کوهي کې وروغورځوه چې د تل لپاره دا سيمه درنه په امان شي. امين يا رب العالمين

په درنښت

سيد حسيد پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply