د سولې هوکړه به دوشنبه د چين، روسيې او…

0 862

ملا عبدالسلام ضعيف :

د سولې هوکړه به دوشنبه د چين، روسيې او پاکستان په ضمانت لاسليک شي

طالب چلوټه وه او چلوټه جوت شو

خليلزاد يې اخر هم جرړو ته لاس وروړ او له جرړو يې راويست. د MI6 ، CIA او ISI + Arab Intelligence پر لاس رامينځته شوی طالب څنګه د ISI پر لاس پر تهران، بېجنګ و مسکو وپلورل شو؟

د ښاغلي ضعيف د پام وړ :

کل شيئٍ يرجع إلی أصله

Everything goes back its origin

هر شی خپل اصل ته بيرته ګرځي

لوکان الجزاءُ بقدر التعب، لنام الحمار علی سريرٍ من ذهبٍ

که بدله د ستړيا په کچه وای، نو ((خر)) به د سرو زرو پر تخت بېده وای!

کاشکې چې زموږ امپړو طالبانو لږ سياسي شعور لرلای! نه به دومره بېځايه لوبېدای او ځغلېدای او نه به دومره بېځايه په ارزانه بيه په نړيوالو مارکېټونو پلورل کېدای او له يو لاسه به بل لاس ته نه لوېده!

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

مولوي عبدالسلام ضعيف دې لږه په سړه سينه له ځان سره سوچ وکړي چې استخبارات څوک وړيا او مفت نه رازېږوي. څارګرې ادارې په پيل کې له برتانيا وپنتاګون سره نکاح کړې وه، خو وروسته يې دوه نور ياران هم ځانته پيدا کړل، يا په بله مانا نکاح marriage يې له چا او معامله (جنسي اړيکه sexual relationship يې له چا سره وه؟ پنتاګون بالاخره مجبوره شو چې خپله لولۍ بيرته راخپله کړي. د طالب ستړتيا به څنګه توجيه کړي؟ دې ډول نکاح و اړيکو ته خو هېڅ بېلګه نشته. د ولسمشر غني خبره چې طالب وپاکستان پر يو بل اتکاء لري او اړيکي يې بايد تعريف شي پرځای خبره ده.

ايا د هېواد ورانونه او ولس وژنه له اتلس کلن جنګ وروسته د طالب پر دې ستړتيا ارزي؟

طالب به دېته خوشاله وي چې له بهرنيو سره مو پرېکړه وشوه، خو پر خپل حيثيت و معنويت يې ملنډې ووهلې. خپل مشر ته سپکاوی او بې اعتنايي به يې له دنيوي واخروي ذلت و رسوايۍ سره لاس وګرېوان کړي. د افغان ولسمشر سپکاوی او بې اعتنايي به يې په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه منزوي او خوار وذليل کړي چې بيا به يې جبيره کول ورته ستونزمن وي.

د پردۍ جګړه او جعلي جهاد څنګه توجيه کوي؟

په دې هيله چې مولوي صاحب پرې سوچ وکړي چې ولس ولې د دې جګړې بلهاري شو؟ دنيوي واخروي مسووليت يې څوک پر غاړه اخلي؟

  • طالب و څارګره اداره (پاکستان)
  • حکومت وبهرنيان
  • او که دواړه + سيمه ييز لوبغاړي (بېجنګ، مسکو وتهران)

مولوي صاحب!

د روسيې، چين او د پاکستان تضمين به د طالب هويت څنګه تعريف کړي؟

ايا طالب رښتينې پرېښته وه؟

طالبانو ته غني څه ويلي؟ ولې مشرف او دا نور نه رانيسي؟

مشوره :

زما مشوره افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرفغني ته دا ده، په هر شکل چې کيږي طالب بايد د پنجاب له منګولو راخلاص او راخپل شي. پنجاب ته پرېښوول يې ايمانًا، اخلاقًا او کلتوراً په کار نه دي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ملا ضعيف: د سولې هوکړه به دوشنبه د چين، روسيې او پاکستان په ضمانت لاسليک شي

http://www.taand.com/archives/133172

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply