امریکا او د جګړې او ماتې مسؤلیت

0 569

امریکا غواړي د جګړې او ماتې مسؤلیت د سیمې له هېوادونو سره نیم کړي

جلال یعقوبي-

د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون نهايي شوې او راتلونکو څو ورځو کې به لاسلیک هم شي، ویل کېږي د طالبانو ټینګار پر دې دی چې امریکا باید ژمنه وکړي څو له افغانستان څخه په بشپړ ډول خپل ځواکونه وباسي، بل خوا بیا ټرمپ غواړي ځان ډاډه کړي چې د افغانستان ګاونډیان له دغه هېواد څخه خپل ممکنه مرستې نه سپموي؛ که څه هم ازبکستان او قزاقستان څو څو ځلې بېلابېلو برخو کې د مرستو وړاندیزونه کړي خو په افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت ټینګښت لپاره خپله منځنی آسیا باید با ثباته پاتې شي.

د امریکې په متحده ایالاتونو کې میشت د نړېوالو چارو متخصص او د Bilig Brains مرکز کارپوه رافائل ستاروف د افغانستان په تړاو د سولې روانو مذاکراتو په تړاو په خپل یوه تبصره کې لیکلي چې، منځني آسیا سره د امریکا لېوالتیا له پخوا کمه شوې، له همدې امله امریکا غواړي له افغانستان څخه ځان وباسي.

ستاروف وړاندې لیکلي:  “د واشنګټن پروژې تر دېره د افغانستان د ثبات او امنیت ټینګښت لپاره نه دي جوړې شوي، په ورته وخت کې د ورېښمو نوې لار او لوی منځنی آسیا متحده ایالاتونو ته یو ښه فرصت دی څو له روسیې او چین سره رقابت وکړي. خو بر عکس امریکا اوس د هغو خلکو ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي چې دوی له مسؤولیت څخه خلاص کړي، هغه حتی که پیکن او مسکو هم وي.”

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې، طالبان د امریکا دښمنان و او ځکه امریکا د دوی پر وړاندې جګړه پیل کړه، خو په بل ځای کې بیا وايي چې امریکا او افغانستان باید د طالب پر وړاندې جګړه ګټلې وای، چې بدبختانه داسې ونشو. لومړی او دویمه جمله سره ډېر تفاوت لري، لومړی جمله دا معنا چې طالبان یوازې د امریکایانو سره دښمني درلود او په دویمه جمله کې د خلیلزاد هڅه دا ده چې خپله ماته له افغان حکومت سره ۵۰/۵۰ شریکه کړي، دویمه جمله دا هم وايي چې امریکا په افغانستان کې مات شوی او د تېښتې په حال کې دی.

امریکایان غواړي چې په خپلو وروستیو هڅو د طالب او تروریزم ستونزه د امریکا او افغانستان له دایرې بهر وباسي او دغه ستونزې ته د سیمې د یوه مشترکې ستونزې په څېر جنبه ورکړي، پرته له شکه چې روانه جګړه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره خطرناکه ده او باید چې په مخنیوي کې یې سیمه همکاري وکړي، خو جګړه د امریکا وه او ده؛ خو امریکا غواړي په خپلې جګړې کې د ماتې مسؤلیت له نورو هېوادونو سره شریکه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان ګاونډ هېوادونه باید داعش پر وړاندې د مبارزې مسؤلیت پر غاړه واخلي. ټرمپ همدا راز ویلي چې داعش د روسیې، ایران، ترکیې، عراق، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو لپاره یو لوی ګواښ دی او دغه هېوادونه باید د دغه تروریستي ډلې پر وړاندې جګړه پیل کړي.

ټرمپ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې، هېواد یې ۱۰۰ په سلو کې د خلافت اصطلاح چې د داعش له لوري په افغانستان کې اعلان شوی و لمنځه وړی او دا پدې معنا ده چې په افغانستان کې د امریکا اصلي مسؤلیت پای ته رسیدلی. ټرمپ همدا راز ویلي چې هېواد یې د ۱۸ راتلونکو کلونو لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو اراده نه لري او هغه هېوادونه چې د داعش پر وړاندې د جګړې کامیابه تجربه لري باید دغه لړۍ لا نور وغزوي. په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي چې ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره یو ګټور ستراتیژي نه لري او داسې ولسمشر دی چې نن یوه خبره او سبا بله خبره کوي، چې له همدې امله د ټرمپ پرېکړې او خبرې اغېزمنې نه دي.

یو شمېر نړېوال کارپوهان بیا پدې نظر دي چې، امریکا له تېرو ۱۰ کلونو پدې هڅه کې دی څو له افغانستان څخه خپل ځواکونه پداسې ډول وباسي چې د ماتې کوم څرک ونه لیدل شي. نړېوال مبصرین پدې اند دي چې، نور د طالبانو سناریو پای ته رسېدلې او اوس د داعش سناریو پیلېږي، امریکایان یوازې د القاعده او داعش د راتلونکو ګواښونو په تړاو خبرې کوي، خو د لشکر طیبه، جیش محمد او لسګونو نورو هغو تروریستي ډلو په اړه هیڅ بحث نه کوي چې د سیمې لپاره ډېر شمېر خطرونه زیږولی شي. په همدې ترتیب امریکا پوهېږي چې که له طالبانو سره د سولې تړون سره څلور طالبان پخلا کېږي، خو په سیمه کې جګړه لا ګرمېږي او دوی به بیا هغه مهال نړۍ ته ووايي چې دا یوه نړېواله معضله ده او تاسې باید همکاري وکړئ. پدې توګه: “امریکا غواړي د جګړې او ماتې مسؤلیت د سیمې له هېوادونو سره نیم کړي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply