د عامر خان راتلونکي فلمونه

0 852

د هندي سېنما نور اداکاران هر کال ډېر زیات فلمونه نندارې ته وړاندې کوي، خو د دې سېنما وتلی ستوری عامر خان که څه هم ګوته په شمار فلمونه تولیدوي، خو فلمونه یې هر کال ډېرې زیاتې پیسې ګټي.
په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د «دنګل» په نوم د هغه فلم په ټوله نړۍ کې ۲۰۰۰ کروړه او هندوستان کې ۳۸۶ کروړه پیسې وګټلې، په ۲۰۱۴مېلادي کې د «پي‌کې» په نوم فلم یوازې په هندوستان کې ۳۴۰ کروړه وګټلې او په ۲۰۱۳مېلادي کې «دهوم تري» او ۲۰۰۹مېلادي کې دې فلمونو په تر تیب سره ۲۸۴ کروړه او ۲۰۲ کروړه وګټلې، خو په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د «ټهګز اف هندوستان» په نوم د هغه فلم ناکام ثابت شو.
عامر خان په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ مېلادي کلونو کې هم خپلو مینه‌والو ته د ځینو فلمونو په تولید بوخت دی. د سږ کال مارچ په ۱۴ نېټه عامر خان وویل، د دې سېنما له وتلې ستورې کرینا کپور سره به یو ځای د «لال سېنګهـ چدها» په نوم فلم د ۲۰۲۰ کال کريسميس په مراسمو کې نندارې ته وړاندې کړي.
د «موګل» په نوم د هغه دویم فلم چې سوبهاش کپور یې لارښوونه یا ډایريکټري کوي، د روان کال په لړ کې خپلو مینه‌والو ته وړاندې کړي.
د «مهابهارهت» په نوم د هغه درېیم فلم چې مرکزي لوبغاړي به پکې د دې سېنما وتلي اداکاران اميتابهـ بچن او کترینا کیف وي، ښايي په ۲۰۲۰ یا ۲۰۲۲ مېلادي کال کې د سېنماګانو پر پردو را ښکاره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply