د سولې د مذاکراتو قېمت موږ ورکوو

0 1,018

محمدبشیر یوسفزوی-

عجیبه داده چې هر ځل د امریکا او وسله والو طالبانو د سولې مذاکرات پیلېږي یا تمامېږي، نو په افغانستان تروریستي بریدونه او جنایتونه زور اخلي. د نهم دور مذاکراتو په پای کې هم پرون شپه په کابل کې یوه زوروره چاودنه وشوه. دغه موټر بم چاودنه دومره زوروره وه چې ان د کابل تر څنډو پورې یې هم اواز واورېدل شو.

په دغه چاودنه کې ټول زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی او د تلفاتو ترڅنګ یې د خلکو د استوګنې کورونه هم ویجاړ او زیانمن کړي دي. تر دې وړاندې هم چې د سولې د مذکراتو هر پړاو پیل یا تمام شوی، نو په کابل کې ورسره بریدونو زور اخیستی دی.

د سولې د مذاکراتو له پیلولو سره د خلکو توقع دا وي چې ګوندې کراري به راشي، بریدونه او جنایتونه به کم شي، وسله وال طالبان او تروریستي ډلې به له وحشتونو لاس واخلي، مګر دلته خبره برعکس روانه ده. داسې ښکاري لکه د سولې د مذاکراتو په پلمه چې افغان وژنې ته دواړو ډلو لاس یو کړی وي.

د سولې پر دغو مذاکراتو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان دي د خلکو شک زیات شي او ورځ تر بلې یې د ولسمشر غني په وړاندوینو او څرګندونو باور زیاتېږي، ځکه هغه به ویل چې له دغو پټو او د تړلو دروازو تر شا مذاکراتو د یو بل بحران، ناورین او وینو بوی راځي. دا مذاکرات که د افغانانو په خوښه او استازولۍ ترسره نشي، نو دا به په افغانستان کې د یوې بلې بدمرغۍ پیلامه وي او په همدې خاطر ولسمشر غني وخت پر وخت په دې اړه خپله اندېښنه ښودلې او په ټینګار سره یې ویلي دي چې تر هغو پورې وسله وال طالبان له افغان دولت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات ونه مني، نو افغانانو ته نه دغه ډول مذاکرات د منلو وړ دي او نه به ارزښت ورکړي.

که وسله وال طالبان واقعا د سولې غوښتونکي او پلویان وي، نو بیا د خلکو لومړۍ غوښتنه داده چې دوی دې له چاودنو، بریدونو او جنګ څخه لاس واخلي. د سولې لپاره دې  د اعتماد فضا رامنځته کړي او بیا دې په همدغه باورمنده فضا کې له افغان دولت سره مخامخ د سولې مذاکرات وکړي. که وسله وال طالبان له امریکایانو سره سوله کوي او له خپلو هیوادوالو سره ورځ تر بلې جنګ تودوي او بریدونه زیاتوي، نو په دې سره به نه یوازې څه ترلاسه نه کړي، بلکې د افغانانو کرکه او نفرت به د ځان پر وړاندې لا زیاته کړي.

څلوېښت کاله کېږي چې زموږ خلک د جنګ په لمبو کې سوځي او نور یې د زغم تاب نه لري، نو هیله ده چې وسله وال طالبان هم پرځان رحم وکړي او هم په خپلو بې ګناه هیوادوالو او د پردیو په لمسون دې دوی نور نه وژني، ځکه چې وژل نه د ستونزې حل دی او نه هم په دې توګه څه ترلاسه کولای شي. جنګ د بري لاره هم نه ده، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت د دې وطن او خلکو دفاع کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply