د کندز جګړه او د طالبانو خپل‌منځي اختلاف/ محمد الیاس سعیدي

0 549

کندز جګړې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې او په افغانستان کې د جنګي لیکو د اختلاف نوی اړخ څرګند کړ. د سولې او جګړې نوې سناریو ځکه د اندېښنې وړ ده چې د طالبانو په لیکو کې د ژور اختلاف ښکارندویي کوي او د حکومت او دې ډلې تر منځ تر جوړجاړي وروسته د نوې جګړې خطر زیاتوي. دا سناریو به له امریکا او افغان حکومت د سولې په نوم امتیاز اخلي، خو په بشپړ ډول د جګړې د پای ته رسېدو لامل ځکه نه‌شې کېدای چې د جګړې د لیکو او سیاسي دفترونو طالب یې په دوه ډلو وېشلي دي.
طالبانو په روسیه کې د بین الافغاني مذاکراتو او په قطر کې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال د رسنیو په مخ کې وویل چې په عام‌المنفعه ځایونو بریدونه نه کوي، په جګړه کې ملکیانو ته د تلفاتو اوښتو پېښې څېړي او عاملانو ته یې سزا ورکوي او د ښځو د حقونو ساتونکي دي او نور…
خو د اندېښنې خبره دا ده چې له مذاکراتو سره په یوه وخت په لویو ښارونو او ولایتونو بریدونه د څه لپاره کېږي او دغه بریدونه څه ښیي؟ د کندز وروستی برید دوه حقیقتونه څرګندوي او دواړه د اندېښنې وړ دي، لومړی؛ د جګړې د لومړۍ کرښې او د سیاسي دفتر طالب په یوه خوله نه دي. دوی خپل ګروپ ته د کمپاین لپاره ان په روغتون ننوتل، ملکیان یې یرغمل کړل او د کورونو له منځه یې په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل چې مخامخ یې ملکیان پکې ښکېل کړل.
د جګړې د لومړۍ لیکې او سیاسي دفترونو طالبان که د معاملې او جوړجاړي له امله خپل، خپل فعالیتونه پر مخ نه وړي؛ نو د سیاسي دفتر ژمنې د جنګي لیکو قوماندان ولې نه عملي کوي؟ که دا کار قصدي وي هم د جګړې د غځېدا وېره خوروي او که اختلافي وي هم د جګړې بل نوی اړخ څرګندوي. د طالبانو خپل‌منځي اختلاف د دوی د جګړې د مهار کېدو او د اوربند پر مهال د بشپړ کنټرول په اړه پوښتنې راپورته کوي.
که سیاسي طالب په بشپړ ډول د جګړې د درېدا امتیاز اخلي، سبا کولای شي د جګړې په خورو ورو سنګرونو کې خپل جنګیالي قانع او له جګړې راوګرځوي؟ که یې قانع کولای نه‌شي؛ نو په مذاکراتو کې ولې ورته ټول امتیاز ورکړل شي؟ په کوم تضمین سیاسي طالب، جنګي طالب قانع کولای شي او را منځ ته شوی درز بېرته کوشیر کولای شي؟ په مذاکراتو کې دې اختلافاتو ته پام کېږي؟ فغانان وېره لري چې د دوی دغه خپلمنځي ناهمغږي یوې بلې جګړې ته لار هواروي او هره بده معامله تر اوسنۍ جګړې خطرناکې پایلې لري.
دویم؛ د امتیاز اخیستو تګلاره. له هغه راهیسې چې د سولې مذاکرات پیل شوي د طالبانو بریدونه او له ملکیانو د سپر استفاده کول هم زیات شوي. د امتیاز اخیستو دغه تګلاره ځکه د اندېښنې وړ ده چې که لومړی اوربند نه کېږي او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته هم ور داخلېږي؛ نو هره ورځ د امتیاز اخیستو لپاره د جګړې د شدت خطر شته او په یوه وخت د جګړې دغه خطر ولې؟
د سولې مذاکرات خو د جګړې د شدت کمولو او پای ته رسولو لپاره کېږي؛ نو چې طالب له خپلې دې تګلارې نه اوړي، ایا دغه مذاکرات په دې ډول نتېجه ورکولای شي؟ د دې ترڅنګ په کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې د طالب مشرانو نښه کېدل د دوی په منځ کې د اختلافاتو ژوره څپه ښیي. د طالبانو مهم مشران د قوي استخباراتي مالوماتو پر اساس په نښه کېږي او شواهد ښیي چې دغه کسان د جګړې او سیاسي دفتر د نظري اختلاف له وجې له منځه ایستل کېږي.
دغه اختلاف تر ډېره د امتیاز اخیستو او مشورو په نوم راپورته شوی دی چې سیاسي کړۍ پخپل‌سريو پرېکړو، معاملو او امتیازاتو اخیستو تورنېږي او د جګړې د لیکو مشران غبرګون ښیي چې جګړه په دوی کېږي، خو مشورو ته یې غوږ نه ایښودل کېږي.

پایله؛
په کندز ښار د برید پایله طالبانو ته په سیاسي او نظامي دواړو ډګرونو کې لویه ماته وه. د امنیتي ځواکونو له لوري قاطع ځواب وینه او طالبانو ته د تلفاتو اوښتو پر کندز په دې حساس وخت کې د طالبانو درېیم برید ناکام کړ او دا ناکامي د طالبانو له سنجش پورته وه. په دوولسو ساعتونو کې د طالبانو د یوې میاشتې د جنګي پلان خنثا کول هغسې چې په نظامي ډګر ماته ده، په سیاسي کې هم ده او د طالبانو د امتیاز اخیستو تګلاره یې ور شنډه کړه.
بالاخره د طالبانو د سیاسي او جنګي ډلو تر منځ له راپورته شوي تازه اختلافه د یوې بلې نوې جګړې بوی راځي او د دې حالت او شواهدو غوښتنه همدا ده چې دغه اختلافات په مذاکراتو اغېز پریې باسي او له طالبانو سره جوړجاړی په افغانستان کې په بشپړ ډول جګړه پای ته نه‌شې رسولای؛ نو له دې ډلې سره په مذاکراتو کې باید د هغوی د خپل اصلي وزن په اندازه جوړجاړی وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply