طالب په نوې نیابتي جګړه کې

0 749

محمد الیاس سعیدي/

نیابتي جګړه په غیر مستقیم ډول د خپلو ستراتېژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د درېیمګړي له لوري په یوې شخړې کې ښکیلېدو ته وایي. نیابتي جګړه د یوه مرستندویه له لوري، چې یو دولتي یا غیر دولتي بهرنی عامل دی او د دغه بهرني عامل د نائب په رول کې فعالیت کوي، د یوه کورني عامل له لوري پیلېږي. د نیابتي جګړې کورنی عامل وسلو، روزنې او مالي مرستو ته د اړتیا پر اساس د نیابتي جګړې له بهرني عامل سره یو ځای کېږي.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د افغانستان د ستونزې حل د کشمیر د ستونزې له حل سره وتړه.

هغه وویل، موږ هڅه کوو چې خپلو سرحدي سیمو کې ناامني ختمه کړو، ځکه دغه نا امني د افغانستان پر امنیت مستقیم اغېز لري.

په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې د سولې د هوکړه لیک لاسلیکېدو ته نږدې شوې ده او په دې بهیر کې د پاکستان رول مهم ګڼي، نو پاکستان اوس غواړي د کشمیر مسئله د امریکا په منځګړتوب او فشار له هند سره حل کړي او حد اقل د اوس لپاره ددې فرضیاتو په څرګندولو سره په هند او امریکا فشا راوړي.

ټول پوهېږي چې په اوس وضعیت کې امریکا ته د دوو لویو جنجالي او ژورو شخړو حل په یوه وخت اسانه نه دی او بل د کشمیر په موضوع کې د افغانستان له موقف په ځلونو غښتلی هند ښکېل دی، چې له امریکا سره د ګټو پیوند به یې پرېنږدي چې په دومره اسانۍ دغه موضوع حل شي. د افغانستان او کشمیر مسئلې ډېر توپیر لري.

خو ددې لیکنې هدف دا دی، چې پاکستان تر وروستۍ لحظې څنګه طالب او طالب جنګیالي د خپلې نیابتي جګړې لپاره وکارول او لا یې کاروي.

د افغان سولې بهیر به ددې نیابتي جګړې یوه څنډه ودروي، خو بحث تر دې هاخوا د نوې نیابتي جګړې او په دې جګړه کې د سربازګیرۍ ده، چې په یوه بل نوم یې پاکستان په سیمه کې او په ځانګړي ډول د خپلو ګټو لپاره پیلوي او سوند توکي یې ورته له وړاندې تیار کړي دي.

که فرض کړو، د افغان سولې بهیر په پیلېدو سره د طالبانو یا د پاکستان لاسونه له افغانستان څخه لنډ شول، خو په نیابتي جګړو د اټوم بم خاوند هېواد پاکستان کله له جګړې لاس اخلي او پورتنۍ څرګندونې یې په سیمه په ځانګړي ډول په هندي او پاکستاني کشمیر کې د یوې نوې نیابتي جګړې د پیلامې زېری دی.

د نوې نیابتي جګړې لپاره له وړاندې د البدر، لشکر طیبه او جماعة الدعوه په څېر ډلو کې په عصري ټکنالوژۍ پریمانه جنګیالي روزل شوي دي، خو د طالبانو په لیکو کې د افغان سولې یوه مخالفه ډله به هم دې نوې نیابتي جګړې ته جذبېږي.

په طالبانو کې د مخالفې ډلې لپاره له وړاندې د پاکستاني استخباراتو له لوري تبلیغات شوي او ان له خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو سره په مخامخ لیدنو کې ویل شوي، چې موږ په افغان سوله کې همکاري کوو، خو د طالبانو په لیکو کې یو شمېر کسان او ان مشخص قوماندان په دې باور دي چې تر ګټلو جګړې ته دوام ورکړي.

د پاکستاني دغه لابي هم ددې ثبوت دی، چې په پنجابي او کشمیري جنګیالیو سربېره به له افغان جګړې څخه یوه ډله ستانه شوي جنګیالي د کشمیر جګړې ته ګمارل کېږي او پاکستان د طالب په وسیله له ټولو هغو اندېښنو ځان مطمئن کړ، چې وړاندې یې درلودې.

له دې ناحیې مطمئن پاکستان اوس د کشمیر مسئلې لابي او غور ته ښه وزګار شو. د پاکستان لپاره د کشمیر مسئلې حل اسانه نه دی، خو په کې ښکېل هند ځکه د دوی په ګټه دی، چې پر اقتصادي سرچینو سربېره د هند لوی استخباراتي او پوځي ځواک په هندي کشمیر کې بوخت ساتل کېږي او حد اقل د اوس لپاره همدغه وضعیت هم د پاکستان په ګټه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply