خان اباد ولسوالي د بیغورۍ له امله سقوط شوه

0 549

سیدالرحمن عابد-

له بده بخته دلته لومړی او وروستی تصمیم نه دی معلوم، هغه کار چې باید دپېښو د مخنیوي لپاره وشي، د پېښې له پېښیدو وروسته ترسره کیږي،  داخبرې راته نورې تکراري ښکاري چې طالب ظالم دی، ناروا دی او په هیچا ان په ښځو،سپين ږیرو…. رحم نه کوي، ښارونه، مسجدونه، ښوونځي او هرڅه په بې توپيره توګه  تخریب او لمنځه وړي.

دا سمه ده چې طالب او یا د دولت وسلوال مخالفین دا کارونه کوي، امنیتي سکتور او دولت ته څه په کار دی؟؟  زه کندوز کی بلد یم، هلته می ماموریت کړی ما چې په کندوز کې په کوم شمیر ځواکونه، نظامي وسایط، تجهیزات، ټانکونه او امکانات لیدلی ممکن د افغانستان په تاریخ کې دغه ولایت ته نه وه ورکړل شوي.

که په لنډه ووایم په کندوز کې د امنیتي ځواکونو د وسایطو، ټانکونو او توپونو شمیر د مخالفینو له شمیر زیات دی، نو بیا څنګه ددومره امکاناتو سره سره ولسوالۍ، پوستې او بیزونه خو لاڅه ان د ښار تر مرکزې برخو د طالب پښه ورسیږي.؟؟؟

پرون د کندوز خان اباد ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوه، دغه ولسوالي د کندوز له مرکزه شا وخوا ۳۰ کیلومتره لري ده، په ولسوالۍ د شپې له ۴ بجو جګړه پيل شوه سهار ناوخته يې د حمایوي مرستې د نه رسیدو له امله سقوط وکړ، خو له سقوط وروسته حمایوي ځواکونو بیا د ولسوالۍ د بازار کنټرول په لاس کې واخیست او خان اباد ته داخل شول.

داپه څه معنی ؟؟ خان اباد خو دومره لري هم نه وه چې په ساعتونو، ساعتونو دي مرسته ور ونه رسیږي، پس له سقوط، ویجاړۍ او بدبختیو وروسته د سیمو بیا نیول په څه معنی ؟؟ دا لومړی او وروستی ځل نه دی پوستې، بیزونه او ولسوالۍ سقوط کیږي، تجهیزات او امکانات يې د دولت وسلوال مخالفین له ځانه سره وړي او نیول شوي دولتي تاسیسات د اور خوراک کوي او بیايي وروسته دنیولو لپاره اقدام کیږي. هغه اقدام چې دسیمو دنیولو لپاره کیږي د سیمو د ساتلو لپاره دي وشي.

کندوز ته میاشتې کیږي چې قول اردو منظور شوې ده، هلته په کندوز کې د قول اردو په شمول، د ملي امنیت، ۰۹ ځانګړې قطعې، کوماندو، پولیسو، عامه نظم ځواکونو… په شمول له ۱۰ډوله زیات ځواکونه حضور لري، خو بیا هم ولسوالۍ خو لاڅه چې ان مرکز نه شي ساتلی.

موږ د خپلو ځواکونو په وړتیا باوری یو، خو مدیریت ،همغږي او استعمال يې سم نه دی، همدا لامل دی چې  د ځواکونو تلفات زیات، وضعیت خراب او خلک  په ویره کې دي.

دا منو چې وضعیت په ټولییزه توګه د ډاډ وړ نه دی، خو د امنیتي سکتور د مسؤلینو بې غوري بیا بل هغه خواشینونکی کار دی چې د سیمو ،پوستو، بیزونو او ولسوالیو د سقوط لامل شوی دی، ملي امنیت اداره باید یوازې د مکتوب په لیږلو  خپلې اوږې له مسؤلیت خالي نه کړي، چې ګواکې موږ دپېښې دپېښېدو وړاندې خبر ورکړی و، دهر شوم پلان د مخنیوي او لمنځه وړلو لپاره باید اقدام وشي،څو د هیڅ افغان وینه تویه نه شي.

 که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، سیمې ، ولسوالۍ، پوستې او بیزونه لومړی د وسلوالو مخالفینو لاس ته ولویږي او بیا بیرته په درنو تلفاتو ونیول شي په اطمینا وایم چې په دغه ډول کار سره به نه یوازې دا چې مخالفین له پښو وغوځیږي بلکې لابه پياوړي او ښه تجهیز شي.

غوښتنه مې د یو افغان ځوان په صفت  دملي دفاع، کورنیو چارو وزارت ، دځانګړو ځواکونو له قوماندانیو او دملي امنیت له عمومي ریاست څخه داده چې  دبرید په تمه نه بلکې د مخنیوي لپاره يې کار وکړي، هر تهدید  لمنځه یوسي، پر وخت پریکنده اقدامات وکړي او هم په هر سنګر او هر ډګر د ملي ځواکونو دښې رهبرۍ، اکمال او تجهیز لپاره خاصه توجه وکړي،څو پر وخت تهدیدات لمنځه یوړل شي او د هرې بدې پښې له پېښیدو مخه ونیول شي.

 په پای کې د دولت پر وسلوالو مخالفینو غږ کوم چې نور دپردیو دغه پردۍ جګړې ته په خپله خاوره د پای ټکی کیږدي، سوله ییز ژوند ته راوګرځي ، هم خپله او هم نور د سوله ییز ژوند کورو ته  پریږدي. چې همدا د ګران هېواد د دنجات او خلاصون یوازینی لاره ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply