غني وګټله؛ د سولې هر راز خبرې تر اوربنده محدودې سوې

0 609
احمدشاه ساحل  –
د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره خبري لغوه کړې. ټرمپ يې علت په کابل کي د طالب ډلې برید ښودلی، چي د یوه امریکايي په شمول ۱۲ تنه پکښي ووژل سول. ټرمپ وايي، چي غوښتل ‎یې نن یکشنبه، په کمپ ډيوېډ کي د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري، همداراز له ولسمشر غني سره هم؛ خو وروسته له هغه چي طالب ډلي د کابل د پنجشنبې بريد مسوليت ومانه، ټرمپ وايي دا ليدني يې لغوه کړې.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چي، ټرمپ ویلي، که طالبان په یوه حساس وخت کي اوربند ته غاړه نه ‎ږدي او په بدل کي یې ۱۲ ملکیان وژني، هغوی په هيڅ صورت د خبرو او هوکړي وړتيا نه لري. طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کي د حملې سربېره، د اوونۍ په اوږدو کي د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو هم بریدونه وکړل.
دلته خبره د يوه امريکايي سرتيري او ۱۲ بې ګنا افغانانو د وژلو نه ده. ځکه تاسي شاهدان ياست، چي د سولي د نهه پړاونو په جريان کي چي نهه مياشتي وخت يې ونیوه، طالبانو په کابل او ولايتونو کي بې شميره ځانمرګي او ډليز بريدونه وکړل. چي په هغو کي يې د ګوتو په شمار امريکايي سرتيري او بې شميره ملکي وګړي ووژل.
نو که خبره دا وي، نو ددې نهه مياشتو په جريان کي يې ولي دا خبري نه لغوه کولې؟ هلته يې ولي د اوربند ټينکار نه کاوه؟ هغه ځکه چي هلته ټرمپ او د ګوتو په شمار سياسي ملګرو يې غوښتل، چي د ټرمپ هغه ژمنه چي (امريکايي سرتيري به له افغانستانه باسي) په يو ډول د امريکا تر راتلونکو ټاکنو پوري ـ پوره کړي؛ نو ددې لپاره ټرمپ طالب ډلي ته تر څو شرطونو تير سو؛ لومړی يې د اسلامي امارت نوم ورسره ومانه، دوهم يې يوازي پر دوه مسايلو (د امريکايي ځواکونو وتل او له طالب ډلي څخه نه خطر) بحث ورسره نهايي کړ، په داسي حال کي چي خليلزاد ويل، موږ به له طالب ډلي سره پر څلورو مسلو(اوربند، بين الافغاني خبري، د بهرنيو ځواکونو وتل او له طالب ډلي څخه د نه خطر تضمين) په يوه وخت او يوه ځای توافق کوو. خو خليلزاد په نهم پړاو کي لوړ دوه بحثونه چي د افغان ولس سرنويشت ساز بحثونه وه، تر پښو لاندي کړل او پر دې مسلو هيڅ وړ بحث ترسره نه سو.
دريم شرط چي امريکا طالب ډلي ته معاف کړ، هغه د بين الافغاني خبرو نوعيت و. طالب ډلي ويل، چي موږ په بين الافغاني خبرو کي له افغان حکومت سره د حکومت په حيث خبري نه کوو، نو خليزاد چي کله کابل ته راغلی، د وار يې ولسمشر غني ته وويل چي، ته بايد د بين الافغاني خبرو لپاره داسي اشخاص وټاکې، چي ستا(افغان حکومت) تر تاثير لاندي نه وي. خو ولسمشر غني، لکه غر پر خپلو دريځونو ودريد. او په ډاګه يې ورته وويل، چي ستاسو د خبرو مسوده واضح نه ده، بايد راته واضح يې کړی. ولسمشر ورته وويل، چي تاسي ماته باید د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دا تضمين راکړی، چي دلته کورنی جنګ نه رامنځته کيږي، ځکه تاسو خو اوربند په هکله هيڅ بحث نه دی کړی. په دې سره ولسمشر له لاسليک کولو څخه انکار وکړ. د ولسمشر غني تر غبرګون وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير، د ملي امنيت سلاکار، پنټاګون، کانګريس، پخوانيو چارواکو او نورو هم ددې مسودې پر وړاندي سور کارټ پورته کړ او د ولسمشر غني په څير يې د لا وضاحت غوښتنه وکړه. نو بلاخره ولسمشر غني په دې بريالی سو، چي د پاکستان او طالب ډلي ګډ ايتلاف چي د امريکا؛ په خاص ډول د ټرمپ له بيړي يې د خپل ځان په ګټه استفاده کول؛ ور وران کړي.
 (غير ډيورنډ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply