يوازې خبریالان پاتې شئ / زیرک فهیم

0 806

ټاکل شوې، د تلې په ۶مه په ټول هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې وشي، هغه ټاکنې چې ستاسو (خبریالان) راپورونه يې بریالۍ او یا هم ناندريزه کولی شي، خو په یاد ولرئ، چې ناسم او جانبدارانه راپورونه د ټاکنو پر ځای تاسو هم ناکامه کولی شي.

یانې کېدای شي تاسو؛  په ناسم او جانبدارانه راپور ورکولو د يوه ټاکنیز ټيم لپاره په کار کولو تورن شئ!

تر ټاکنو مخکې:

د يوه خبریال په توګه له خپلو اکونټونو (فېسبوک او ټوېټر) د هيڅ کاندید په تړاو تبلیغات مه کوئ، ځکه ستاسو دا عمل مخاطب ته مخکې له مخکې دا ذهن ورکوي، چې چاته کار کوئ. که تراوسه ناپيېلي پاتې ياست ښه ده، که نه د ټاکنو پر ورځ به ستاسو په ناپيېلې خبریالۍ هم خلک شک وکړي او هر راپور ته به مو د شک په سترګه ګوري.

زما په اند لومړی بايد خپله خبریالان په دې تړاو هوښيار ووسي او په دويم قدم کې د رسنيو مالکان په ځانګړي ډول د خبرونو مديران دنده لري، چې خپلو خبریالانو ته جدي سپارښتنه وکړي؛ څو په خواله رسنيو کې د چا په ګټه کمپاين ونکړي، که يې د دې کار مخه ونه نېوله، له خبریال سره جوخت به  د داسې رسنيزو ادارو نوم هم بد شي.

د ټاکنو په ورځ :

په افغانستان کې ټاکنې د نورو هېوادونو له ټاکنو سره د وضعيت په اساس فرق کوي:

يانې دلته به تاسو په همدې ورځ بدبختانه هم د ناامنیو او هم د ټاکنو شاهدان وئ؛ نو ښه ده چې لومړی خپل خونديتوب او شخصي امنیت ته فکر وکړئ او تر هغې وروسته د راپور ورکولو پر مهال یوازې د خپلې مشاهدې او رسمي سرچينو جزييات خپاره کړئ.

  • څومره محلونه دي…
  • څومره توکي ورته راوړل شوي …
  • څارونکي څوک دي او …

درغلي او انتخاباتي تېروتنې :

درغلي او تېروتنې د مشاهدې له پلوه په دوه ډوله دي: يو هغه چې تاسو يې خپله مشاهده کوئ او بل هغه چې تاسو ته يې څوک(؟) په اړه معلومات درکوي.

ځينې خبریالان د ټاکنو په ورځ تېراېستل کېږي، ځکه تاسو نبايد هغه جزييات نشر کړی، چې نامعلوم کس يې په تړاو معلومات درکوي.

وګورئ، چې سرچینه مو څوک ده؟ که سرچینه رسمي وي، بیا هم بايد دقت وکړئ، ځکه  ممکن تاسو ته د درغليو داسې ويډيوګانې در وښودل شي، چې د تېرو کلونو د ټاکنو وي.

ښه لاره دا ده، چې تر راپور مخکې د همدې درغلۍ په تړاو څېړنه وکړئ.!

نورې سپارښتنې:

  • خپل احساسات مه شريکوئ: ځینې خبریالان په لایف نشراتو کې خپل احساسات شریکوي، دا چاره تاواني ده.
  • د سرچينو پېژندلو کې زيرک اوسئ: خپلې اصلي سرچينې وپېژنئ!
  • هر نقل قول مه خپروئ: ممکن ځينې رایه ورکوونکي پاورونکي خبرې وکړي، د داسې خبرو نشر يا خو يوه کاندید تاوان رسوي او يا هم د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کوي.
  • په ارقامو خپرولو کې احتیاط وکړئ، هسې نه ستاسو غلط معلومات تاسو ته ستونزو جوړې کړي… او….

احتياط !!!

د ټاکنو په ورځ هر ټيم هڅه کوي، مقابل لوری په درغليو تورن کړي. هڅه وکړئ، چې د دې ډلو د توطيو ښکار نه شئ.

بېلګه: ښايي د يوه کاندید پلويان درته ووايي، چې په پلاني محل کې د يوه کاندید په ګټه درغلي روانه ده، نو په دې ادعاو تر هغې  راپور مه جوړوئ؛ چې کره اسناد مو نه وي پيدا کړي. که تاسو دا موارد خپله مشاهده کړل ښه تر ښه ، که د درغليو عکسونه او ويډيو مو ترلاسه کړې وي، بايد دقت وکړئ، چې دا عکسونه او ويډيوګانې رښتيا هم اوسنې دي که نه؟ يا دا چې خپله يو ټیم د خپل مخالف کاندید په ګټه (توطیه) کړي او غواړي بدنام يې کړي!

مثلا فرض کړئ:

 الف او ب دوه کاندیدان دي د الف پلويان د ب په نفې درغلي کوي او بیا يې ویډيو جوړوي وروسته همدا ويډيو خبریالانو ته ورکوي او ورته وايي، چې د ب کاندید پلويانو درغلي کړې ده؛ نو که تاسو احتیاط ونکړی په ناخوداګاه ډول به مو د الف کاندید لپاره کار کړی وي او ب کاندید ته به مو تاوان رسولی وي.

 او ياد ولرئ :

د ټاکنو په ورځ کمپايني خبرونه مه خپروئ، ځکه دا کار د ټاکنو قانون د موادو خلاف عمل دی، جرمي تعقیب لري.

هغه څه چې نشروئ بايد د ثبوت په ډول يې خام مواد له ځان سره وساتئ، ممکن ستاسو په راپور شکايت وشي او تر عدلي تعقیب لاندې راشئ.

نوټ:

په ټاکنو کې د بې پرې پاتې کېدو ډېرې نورې لارې چارې هم شته، د يوه خبریال په توګه پرې فکر وکړئ او لږ تر لږه له خپلو تېرو تجربو کار واخلئ، دا چاره به تاسو د بریالیتوب لوري ته بوځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply