ښاغلي غني ولې له عبدالله سره مناظره ونه کړه؟

0 820

مطیع الله سحر –

د ښاغلي غني ټاکنیز شعار  حساب غواړو او حساب ورکوو دی. او تل یې همداسې کړي دي چې دی خپل ولس ته د خپلو پنځو کلونو حساب ورکړي . ده په پنځو کلنو کې څه کړي او څه یې ندي کړي. او همدا شان له بل نه هم حساب غواړي چې هغه څه کړي دي، او له ډېرو سره یې حساب هم کړی دی چې اوس یې په خپلو کورونو  کېنولي دي.

ښاغلی غني مونږ ټولو ته ښه معلوم دي د هغه زده کړه او پوهه، اخلاق او د هغه مينه له ولس سره، او تر بل هر څه ښاغلی غني وخت ته ارزښت ورکوي او نه غواړي چې یو دقیقه هم دی بې ځایه تېره کړي. او که چېرته ده له عبدالله سره مناظره کړې وای دی پوهېده چې زما یو یا دوه ساعته همداسې بې ځایه تېرېږي او که چېرته په همدغو دوو ساعتونو کې د هیواد لپاره کار وکړم هیواد ته مې ډېره ګټه رسېږي.

ښاغلي غني حتی ډاکټر عبدالله د دې وړ او سیال ونه باله چې دی ورسره خپل ارزښتناک وخت ضایع کړي، ځکه چې هغه نه فکر لري، نه طرحه لري، نه برنامه لري او نه هم د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لېوال دی. هغه یوازې او یوازې په خپل ځان کې ورک دی، په خپل ډول کې ورک دی او په دې کې بوخت وي چې څنګه واغوندي، څه وخوري او څنګه خپل وخت تېر کړي؟ له دې اخوا نه د وطن او نه د ولس په کیسه کې دی، نو له دغسې یو بې فکره او بې برنامې شخص سره د ښاغلي غني مناظره واقعا د ښاغلي غني شخصیت، پوهې او تدبیر ته سپکاوی وو او غني په همدې خاطر مناظرې ته د نه ورتګ پرېکړه وکړه.

او په مناظره کې د ښاغلي غني نه حاضرېدل یو بل لوی لامل دا دې چې یاده مناظره نه، بلکې په یو بل پورې ريشخنډ وهل او د ولس ذهنونه له منفي خبرو ډکول ول. ځکه چې ښاغلي عبدالله په همدې خاطر له کوڅو څخه خپل لنډغر او پلویان راټول کړي او دېته لمسولي وو چې ښاغلی غني عصباني کړي او هغه ته مخامخ توهین وکړي، ځکه ډاکټر عبدالله چې د غني د منطق او استدلال پر وړاندې ځان کمزوری ولیده، نو بیا یې دغسې یوه توطیه باندې لاس پورې کړ.

بل اریانا تلوېزون هم د دې مناظرې لپاره خبریال حسن یار ټاکلی و، خو دوی فیاض راوستی و چې د محمد اشرف غني کلک مخالف ده. او په مناظره دا توافق شوی وه چې پنځه برخې پکې شاملې وې خو د دې لپاره عبدالله هېڅ چمتوالی نه درلوده بلکې خپله ظاهر قواره یې ښایسته کړې وه لکه کوم واده ته چې دعوت شوی وي.  موږ او تاسو هم په خپلو سترګو ولیدل چې په تالار کې ټول د عبدالله پلویان ول او د لومړي کتار څوکۍ یې ورته ورکړې وې. همدغه لامل شو چې ښاغلي غني مناظره په وروستیو شېبو کې لغوه اعلان کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply