ډیورنډ کرښه؛ بیلابیل دریځونه، ستونزې او فرصتونه

لیکوال: حشمت صمیم احمدزی

0 1,857

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې هم نه خو هم د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. دا فرضي کرښه د تزاري روسیې او بریتانوي هند د نفوذي سیمو د مالومولو په موخه یوه په نښه شوې کرښه ده او د یو نړیوال سرحد په توګه رسمیت نلري.

ددی کرښې د رامنځ ته کیدو له وخته تراوسه پورې د افغانستان دولت چارواکو او مشرانو دریځ ددې کرښې پروړاندې یو ډول وو او همدا لامل دې چې یو واکمن هم تر دی دمه دا کرښه د رسمي سرحدي پولې پتوګه نده منلې.

د ډیورند کرښې په اړه  درې څرګند لید لوري موجود دي: تاریخي، حقوقي او سیاسي

له تاریخي اړخه؛ د هیواد هیڅ واکمن دا کرښه د رسمي سرحد په ډول نده منلې، حتی امیرعبدالرحمن خان هم دا کرښه د یوی رسمي پولې پتوګه نه، بلکې د هیواد دننه د خپلې واکمنۍ د تقويې لپاره د بریتانوي هند له امپراتور سره په تړون لاس پورې کړ او له وروسته په ۱۹۰۵، ۱۹۱۹، ۱۹۲۱، ۱۹۳۰، کلونو کې ترسره شوي تړونونه د هغې لویې جرګې په ترڅ کې چې د پاکستان د جوړیدا څخه وروسته دایر شوې وه، لغوه وگڼل شو او دلیل یې له بریتانوی هند سره د افغانستان د تړون لاسلیک کول وو نه د پاکستان پنوم له کوم هیواد سره خو پاکستان ځان د بریتانوی هند میراث خور ګڼي او په شویو تړونونو ټینګار کوي.

د ترسره شویو تړونونو سربیره، د پاکستان د رامنځ ته کیدو را وروسته له سردار داود خان څخه نیولې تر اسلامي امارت، د کرزي دولت او اوسني حکومت پورې ټول دا کرښه د رسمي پولې پتوګه نه، بلکې د یوې تحمیل شوې فرضي کرښې پتوګه منلې ده.

له حقوقي اړخه؛ دا کرښه هغه وخت رسمیت ترلاسه کوي چې دواړه خوا دولتونه یې له یوبل سره په تفاهم، د رسمي پولې پتوګه ومني، خو که د یو دولت له خوا هغه د رسمي پولي پتوګه ونه منل شي، نو تړونونه نشي کولای دی ستونزې ته د پای ټکې کیږدي. له همدې امله ده چې پاکستان غواړي د طالبانو او نورو تروریستي ډلو له لارې پر افغان دولت فشار راوړي تر څو د افغانستان دولت له لوري دا کرښه په رسمیت وپیژندل شي.

له سیاسي اړخه؛ هم تراوسه هیڅ واکمن، امیر او جمهور رئیس دا کرښه په رسمیت نده پیژندلې. ځکه واکمنان له دې ډار لري چې د خلکو له خوا به خائنین وبلل شي. افغان واکمنو د تاریخ په اوږدو کې پرته له دې چې د ډیورند کرښې دواړو خواوو خلکو ته په عمل کې کوم کار وکړې او یا هم ددې کرښې د سرنوشت مالومولو او یا ددې ستونزې د لمنځه وړلو لپاره کوم عملي ګام پورته کړي له دې مسئلې یې تل د سیاسي موخې لپاره ګټه اخستلې او په خلکو کې د خپل محبوبیت ډیرولو لپاره یې دا داعیه راپورته کړې.

د وروستي ځل لپاره پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي، د طورخم د دروازې د ۲۴ ساعته پرانستې د مراسمو په لړ کې د لوحې نصبول چې د پاکستان له لوري په هغې کې طورخم د رسمي پولې پتوګه لیکل شوې او په دې مراسمو کې د پاکستان لمړې وزیر عمران خان او د افغانستان له لوري د ننګرهار والي او د ترانسپورت وزیر ګدون درلود په سختو ټکو غندلي او ویلی یې دي چې دولتي چارواکي چې هرڅه یې زړه غواړي ودې کړي خو ولس به دا کرښه هیڅکله هم د رسمي پولې پتوګه ونه مني، او د ډیورند کرښې ته رسمیت ورکول یې ملي خیانت پتوګه یاد کړ.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت او جمهوري ریاست هم ټینګار کړې چې د ډیورند کرښه رسمې پیژندل شوې پوله نه بلکې، د دواړو هیوادو ترمنځ فرضې کرښه ده. او د کرښې د دواړو خواوو پرتو قومونو پرته بل څوک ددې حق نلري تر څو په دې اړه پریکړه وکړي. خو په مقابل کې پاکستاني رسنیو د افغانستان د بهرینو چارو وزارت له خپره شوی اعلامیه غیر مسئولانه او غیر مجاز بللې او ښکاره کړې يې ده چې د نړیوالو کنوانسیونونو مطابق ډیورند د دواړو هیوادو ترمنځ رسمي پوله ده.

زمونږ د هیواد سیاسیون د ډیورند کرښې په اړه څلور ډوله موقفونه لري:

  • د پښتونستان غوښتونکې: دا ډله چې له پښتنو جوړه ده، نه یواځې دا چې د ډیورند له رسمیت پیژندنې سره مخالف دي، بلکه د لوی افغانستان/پښتونستان غوښتونکې دي او یا په بله وینا دوی د افغانستان سره د ټولو پښتنو د یوځای کیدو غوښتونکې دي او ځان د دراني/پښتنو امپراتورۍ میراث وړونکې ګڼي او د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه لکه نوک او غوښه نه بیلیدونکې ګڼي.
  • ملي ګرایان: ځیني نور سیاسیون په دی عقیده دي چې د لوی افغانستان داعیه او د پښتونستان جغرافیې تشکیل ناممکن دی خو دا ډله هم د ډیورند کرښه په رسمیت نه پیژنې او د نړیوالې ټولنې او پاکستان څخه ددې په بدل کې د یو لړ امتیازونو غوښتونکې دي. دا ډله سیاسیون او خلک پر ډیورند هرډول بحث او د رسمیت ورکولو مسئولیت د کرښې دواړو خواوو ته میشتو قومونو ترمنځ مشورتي لویې جرګې غاړې ته اچوي او په اړه د ریفرانډوم غوښتونکې دي، دوی نه غواړي دا کرښه په ارزانه توګه په رسمیت وپیژندل شي.
  • محافظه کاران: یو لږ شمیر سیاسیون چې ځینې پښتانه او یو شمیر نور قومونه په کې دي د ډیورن کرښې په اړه سره کرښه نلري او یا یې تراوسه خپل دریځ په دې اړه ندې څرګند کړې چې د ډیورند په اړه به ددوی سیاست څه وي. دا خلک د شرایطو مطابق موضع ګیري کوي.
  • د رسمي کولو پلویان: ځیني سیاسیون چې له پښتنو پرته نورو قومونو ته شاملیږي، دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه د ډیورند د کرښې د منلو غوښتونکې دي. ځکه دوی پردی باور دي چې په هیواد کې ټولې شته ستونزې او ناامنۍ ددې کرښې د رسمي پولې په توګه د نه منلو له امله دي. او ټینګار کوي چې دا کرښه نه په نړیوالې ټولنه کې او نه د ولس ترمنځ د بحث وړ موضوع نده او د تیرو تړونونو مطابق باید ورسره برخورد وشي.

د ویل شویو لیدلورو ترڅنګ، د ډیورند دواړه خواوې:

له تاریخي لحاظه؛ د تاریخ په اوږدو کې د ډیورند کرښې هغه خوا چې قبایلي نظام په کې حاکم دی د تروریستي ډلو لپاره یې یو امن بستر رامنځ ته کړې او دا تروریستي ډلې په آزاده توګه دلته خپل فعالیتونه ترسره کوي او روزنیز کمپونه لرې، چې پاکستان ترې تل د خپلو سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي، چې نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ امنیت یې له ګواښ سره مخ کړې او اوس هم د هیڅ دولت تر کنترول لاندې ندي او د قبایلي نظام له لارې اداره کیږي.

د اقتصادي لحاظه؛ پاکستان له دې کرښې څخه تل د افغانستان پرضد د فشار د وسیلې پتوګه ګټه اخیستلې او د ډیورند هغې قبایلو ته یې تراوسه هیڅ ډول پروژه نده ترسره کړې او دوی د ژوند له لمړنیو آسانتیاوو (زده کړو، روغتیا، او پاکو اوبو) بی برخې دي، پاکستان ددوی له ځوانانو څخه یواځې په کشمیر کې د هند پرضد او په افغانستان کې د نیابتي جګړې لپاره ګټه اخلي.

هغه سیاسي لوبې چې د کرښې دواړو خواوو واکمنانو او نړیوالو ددی سیمو په اوسیدونکو کړي د بخښلو وړ ندی چې د دوی د محرومیت، فقر او بیچارګۍ لامل شوي.

له قومي لحاظه؛ د کرښې دواړه خواووته قومونه لکه د یو وجود دوه بیلې ټوټې، پراته دي او په همدې ډول له نظامي لحاظه؛ هرې خوا له دوی څخه د خپلو ګټو لپاره د وسیلې پتوګه ګټه اخیستې.

په هر حال؛ هغه څه چې زمونږ واکمنانو ته د ترسره کولو لپاره اړین دي هغه د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره د ډیورند له مسئلې سره چلند دی، او له دی کرښې د فشار د وسیلې پتوګه نه بلکې، د دواړو هیوادو او دواړو خواوو د ولس د ګټو مطابق ترینه ګټه واخیستل شي.

له دی کرښې کیدایشي د ټاکل شویو حدودو سره د یوې خپلواکې اقتصادي سیمې پتوګه د دواړو خواوو له خوا ګټه واخیستل شي. له دې کار سره د دواړو هیوادو ترمنځ یو اقتصادي شاهرګ رامنځ ته کیږي او ګټه یې دواړو خواوو ولسونو ته رسیږي.

دا کار باید په مسئولانه توګه رهبري شي تر څو یوازې د اقتصادي شاهرګ پتوګه ترې ګټه واخیستل شي نه د سیاسي فشار د آلې پتوګه، البته دا کار کیدایشي پرته د موانعو او سیم خاردار د تیرولو څخه د دواړو لورو له خوا وڅارل شي، او د تروریستانو د سوء استفادې مخه ونیسي.

د رسمي پولې پتوګه د ډیورند قبلول او یاهم د پاکستان په وړاندې جګړه ایز برخورد یو حساب شوې سم کار نه بریښي او له دی امله ډیر تاوان زمونږ ولس او دولت ته رسیږي، نو پردې بنسټ لازمه ده په دې برخه کې د ښه ګاونډيتوب او پاک نیت له مخې چلند وشي او د د دواړو هیوادو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي منځلارې پتوګه ومنل شي او دواړه خواوې د اقتصادي راکړې ورکړې او ګټو مخنیوۍ ونکړي، او پریږدي چې عام المنفعه پروژې په سیمه کې پلې شي.

په اخر کې؛ اوس چې هیواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کمې ورځې پاتې دي خلک غواړي ترڅو د ډیورند په اړه د جمهوري ریاست د نوماندانو د موقف په اړه پوهه شي، چې دا به د خلکو له خوا د نظر وړ نوماند ته د رای ورکولو لپاره یو له بنسټیزو فکتورونو څخه وي. نو پردي اساس مخکښ نوماندان باید د ډیورند په اړه خپل موقف په ښکاره ډول څرګند کړي او هغه څه چې تر دی دمه د کرښې په اوږدو کې ترسره شوي/کیږي د ولس له سترګو پټ نه وي.

حشمت صمیم احمدزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply