ټاګنی که مؤقتی اداره/ شاه ولي آرین 

0 601

په هیواد کې له روان بحران څخه د وتلو او یوی سرترسری سولی د تآمین له پاره، له پورتنیو دغو دووعنصرو نه کوم یو د هیواد او ولس په ګټه دی:

په دی کې شک نه شته چې په داسی یو وروسته پاتی هیواد کې چې استعمار پر هیواد او خلکو د اسارت او اقتصادی مجبوریت جال غوړولی وی، ولس دی ددی تمه ولری چې هلته به ملی حاکمیت رامنځ ته شې، خو کله ـ کله په همداسی هیوادو کې د دموکراسۍ د تمثیل په پایله کې د استعمار او اقتصادی ناتوانیو سره ـ سره د استعمارد خوښی او روزل شوو شخصیتونو نه څوک را پیدا کیږی چې د خپل هیواد اوخلکو له پاره یو شمیر هغه څه تر سره کړی چې هیڅ تمه تری نه وی.

د دموکراسۍ د تمثیل په پړاونو کې دا څلورم ځل دی چې زموږ په هیواد کې د جمهوری ریاست له پاره ټاکنی ترسره کیږی.هیڅ شک نه شته چې دغه ټاکنی به له درغلیو،فساد او لاسوهنوپرته ترسره شوی وي؛ مګرد هرو ټاکنو په پایله کې افغان ولس هر څه په خپلو سترګو ولیدل، لمس یې کړل او سیاسی شعور یې د ښواو بدو د تفکیک په هکله دومره لوړ شو چې همدا اوس ځوان نسل کاملاً د بدلون په حال کې دي.

نن سبا ولی زموږګڼ شمیر هیواد وال د مؤقتی اداری د رامنځ ته کیدو سره د مخالف دریځ غوره کوي؟ځکه چې د مؤقتو ادارو نه جوړ شوو حکمتونو بی له دی چې د ځان او خپلو کورنیو، قوم او ګروپ ته کار وکړي، د هیواد او هیوادوالو له پاره یې هیڅ ترسره نه کړل، نظامونه تری وپاشل شوول، چور چپاول او سل ګونه ناخوالی یې رامنځ ته کړی.

زموږ هیوادوال د ډاکترنجیب الله دحکومت له سقوط وروسته، د په نوم جهادی مشرانو څووار مؤقتو ادارواو د بن د کنفرانس نه جوړ شوی مؤقت حکومت کړنی او لاسته راوړنی په خپلو سترګو لیدلی چې دغو مشرانو هیواد او هیواد والوته بی له درد ،غم، وژنو،ورانیو، چورچپاول نه بل هیڅ څه نه دي ور په برخه کړی؛ نوځکه دری متل دی چې وائی( ازموده را ازمودن در کار نیست).

درنو هیواد والو!

پاملرنه وکړئ چې همدا اوس په هیواد او د هیواده بهرکې څوک زموږ په هیواد کې د ټاکنو پر ځای د مؤقتی اداری د جوړیدو ناری سوری وهی:

۱- جناب حامد کرزی چې د تیری مؤقتی اداری له برکته  ده او کورنۍ یې دومره شتمنۍ تر لاسه کړی، دومره ځمکی او جایدادونه یې غصب کړل، د هیواد په ملی ارزښتونو یې داسی لوبی تر سره کړی، دومره اعزازی جنرالان، ستر جنرالان، مارشال او قهرمانان یې په دی بیچاره ملت وتپل چې هیوادوالو ته لکه لمر روښانه دی.

۲- شمالی ټلواله چې د همدی مؤقتی ادارو له برکته د میلیونونو ډالرو، په هیواد او بهر کې د بانکونو او د هیواد د قاچاق شوو قیمتی ډبرو د نندارتونونو خاوندان دی.

۳- پر هزازه ورونو تپل شوی مشران خلیلی او محقق چې د میلینونو ډالرو د ځمکو د غصب او لوړ منزلو قصرونو خاوندان دی چې د همدی مؤقتی اداری له برکته یې تر لاسه کړی دی.

۴- حاجی دین محمد، ظاهرقدیر، همایون او داسی نور هیواد پلورونکی چې په همدی کتګوریو کې حسابیږی د شمالی ټلوالی په ډله کې شامل کسان یادولی شو.

۵- پیران او حضرتان چې د استعماری انګلیس له موجودیت نه په افغانستان کې بیا تر ننه پوری دوی تل د هیواد د ترقی پرمختګ اوملی حاکمیت پرضد دریدلی او د استعمار او پردیو په جاسوسی شبکو کې یې غلامی تر سره کړی ده.

۶- طالبان چې دامریکا سره د خبرو اومذاکرتوترمخه یې په هیوادکې دامریکائی استعماری اشغال پرضد جهاد او مبارزی د هیواد د یو شمیر مسلمانو او متدینو شخصیتونوپه ذهنیتونوکې مشروعیت درلود،او دغو پټو خبرو اومذاکراتو له امریکا سره، همدا ډول د پورتنیو جنګسالارانو، مافیائی کړیو، شمالی ټلوالی سره نږدیوالی ،د هیواد له موجود نظام او حکومت سره د مذاکراتو د دروازو بندول،اور بند نه تر سره کول د شخصی او ګروپيکوامتیازاتود لاسته راوړلو له پاره د بیګناه افغانانو وژل ،د افغانانو پرځای د بهرنیو هیوادو نه د قدرت غوښتل هغه څه دی چې پر دوی هم  ولس او خلک بی باوره شول، نو ځکه دوی هم د ټاکنو مخالف او د پورتنیو غلو،هیواد پلورونکو دریځ یې خپل کړی دی.

۷ـ ګاونډی هیوادونه پاکستان، ایران، چین او روسیه چې تل یې د خپلو ستراتیژیکو موخو د عملی کولوله پاره په هیواد کې د ملی اوځواکمنو حاکمیتونو مخنیوی کړی اوهمدا اوس هم د محمد اشرف غنی دموجود حکومت او راتلونکی ذعامت پر ضد له هر ډول دسیسو او نا مشروع لاسوهنو نه یې کار اخیستی او دوام ورکوی.

درنو لوستونکو!

له پورتنیومعلوماتو نه می موخه داده چې هیواد والو ته جوته شې چې څوک په هیواد کې د مؤقت حکومت غوښتونکی دی او د هیواد خلک او ولس څه غواړی .

زما په اند ټاکنی یوه ملی پروسه ده د هیواد د روانو ستونزو په نظر کې نیولو سره ممکن رڼی او سوچه ټاکنی تر سره نه شی اما په هر صورت له هغی مؤقتی اداری یا حکومت نه به بهتر وی چې په هیواد کې تجربه شوی دی.

د ټاکنو له پاره د ۱۸نوماندانو هلی ځلی مګر د دی ټولو په انډول د محمد اشرف غنی په مقابل کې چې ددی ټولو په تناسب په هر لحاظ برتری لری د پورتنیوهیواد دښمنو کتګوریو جدی مخالفت ددی مانا لری چې په دغه شخص کې یوڅه ظرفیت شته، نو ځکه باید تری حمایت وشي.

زه د جمهوررئیس محمد اشرف غنی په ګډون هیڅ یوه نوماند سره سمپتی یاعلاقمندی نه لرم اونه ورته کمپاین کوم، خو باور می دادی چې د هیواد د روان وضعیت په نظرکې نیولو سره د هیواد د سیاسی نا انډوله فضا د قانونمندو احزابو د نه شتون د ملی وحدت د کمزوروالی اود مافیائی کړیود موجودیت له امله د مؤقتی اداروغوښتنه دملت او ولس اراده نه شی تمثیلولی،

خو د انتخاباتو په نتیجه کې له ستونزو سره سره د حاکمیت او نظام ساتل د ګډوډیو اونظام د پاشلو مخنیوی او ولس ته د حساب ورکولو نسبی قانونمنده نظام او حکومت رامنځ ته کیدای شي.

اوس نودا د افغان ولس د وړتیا اوباورمندیو پوری اړه لری چې کوم یو نوماند داسی برنامه او پروګرام وړاندی کولی شې چې هیواد مو د روانو ستونزونه ژغورلی شې اوڅومره پری باوراواعتماد کیدای شې.دهر هیواد وال ګډون ،رایه ځانګری ارزښت لری او کارول یې اړین دی، ترهغه ځایه چې ما تراوسه د دغو نوماندانو راتلونکی پروګرامونه اوریدلی او یا می لوستلی،پرته له محمد اشرف غنی نه بل څوک داسی پروګرام یاتګلاره نه ده وړاندی کړی چې هیواد وال پری حساب وشی کولای نو ځکه له هیواد والو نه می غوښتنه داده چې په ټاکنو کې پوره برخه واخلی او هغه چاته رایه ورکړی چې د هیواد او ولس له پاره عملی کار او خدمت تر سره کړی، باید ووایم چې که چیری ما د رای ورکولو حق درلودای نو په اوسنیو نوماندانو کې د ډیرو بدو او بد د تفکیک په نظر کې نیولو سره به می محمد اشرف غنی ته خپله رای کارولی وای.

په ټاکنو کې دداسی شخصیت د بری په خاطر چې هیواد ته صادقانه خدمت وکړی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply