یوازې په یوه اړیکه هم ځان وژغورئ اوهم هیواد

0 758

مطیع الله سحر –

مونږه ټول وينو چې هره ورځ زمونږ  په شا او خوا کې څومره مشکوک کسان ګرځي چې  غیر انساني او غیر اخلاقي  کارونه تر سره کوي، خو بیا هم مونږ چوپه خوله ناست یوو او خپل غږ نشو اوچتولی.  او نه مو هم د غیر انساني کارونو مخه نیولې ده. همدغه ستر لامل دی چې په هیواد کې مو همېش بې شمېره چاودنې، بې ځایه وژنې او نور جينايي جرمونه تر سره کېږي. که چېرته مونږ او تاسو خپل مسئوليت  وپېژنو او په صداقت سره یې ترسره کړو نه به مو په هیواد کې خونړي بریدونه ترسره شي او نه هم بې ځایه وژنې.

د دې ټولو ناخوالو د مخنیوي لپاره ډېره اسانه لاره داده چې مونږ او تاسو یوازې په یوې اړیکې کولی شو هم ځان وژغورو او هم خپل هیواد. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې هر څه د مخنیوي لپاره 1001/1919 دغه دوه شمېرې همېش د خپلو هیوا والو لپاره فعاله ساتلي دي تر څو هیواد وال مو په هر ځای کې مشکوک کسان او یا هم مشکوک شیان وويني سمدستي له خپلو زړورو امنتي او دفاعي ځواکونو سره په اړيکه کې شي او د هغه مخه ونيسي.

نن سبا مونږ ټول ګورو چې په هیواد کې مو څومره داسې مشکوک کارونه ترسره کېږي، زموږ د سترګو پر وړاندې یو کس وژل کېږي، زموږ د سترګو پر وړاندې د سړکونو په منځ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کېږي. زمونږ پر وړاندې ښونځي په بمونو الوزول کېږي خو د دې هر څه پر تر سره کولو سره بیا هم مونږه چوپه خوله یو او هر څه چې کېږي سترګې مو پرې پټې کړي وي او په دې نه پوهېږو چې نن په بل ده سبا له ما سره هم داسې غېرې انساني کار تر سره کېږي.

د دې ټولو ناخوالو د له مينځه تللو لپاره ولې له خپلو امنیتي ځواکونو سره نه په اړيکه کېږي چې له داسې ټولو ناخوالو مو وژغوري. زمونږ ځينې هیواد وال له دې وېره لري که چېرته مونږه د مشکوکو کسانو او یا هم د مشکوکو شیانو په هکله امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړو زمونږه راز به افشا شي. خو نه، داسې نده امنیتي ځواکونه تل خپلو هیواد والو ته ویلی دي چې تاسو د هر غیر انساني کار د لیدلو پرمهال له موږ سره په اړیکه کې شئ ستاسو راز به خوندي ساتل کېږي هېڅوک به هم په دې پوه نشي چې په دې هکله چا او کله معلومات ورکړي دي.

خو اوس مو هیواد وال هم یو څه  پوه شوي دي چې په واقیعت سره زمونږه راز پټ ساتل کېږي، او ځینې بیا داسې زړور خلک هم شته چې هېڅ وېره هم نه لري او ښه په ډاډه زړه له خپلو امنتي ځواکونو سره مرسته کوي. ځکه چې له دوی سره د ځان او بل مسلمان ورور او خور غم دې. او د خدای د رضا لپاره دا کار ترسره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply