ټاکنې؛ وروستې فرصت

اسدالله ولي

0 897

په اوسنۍ نړۍ کې ټاکنې د جمهوري نظامونو د رامنځ ته کولو او پایښت لپاره یو اړین اصل ګڼل کیږي، پرته له ټاکنو جمهوري او دیموکراتیک نظام کومه مانا، مفهوم او مشروعیت نلري، افغانانو د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د لمړي ځل لپاره ټاکنې تجربه کړې او د خپلو مستقیمو رایو په کارولو يې خپل ولسمشر وټاکه، له هغه وروسته دوه ځله نورې هم د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.

خو په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې له سترو ننګونو او د درغلیو له تورونو سره مخ شوې چې په پایله کې د بهرنیانو په لاس د یوې توافقنامې له مخې د ملي وحدت پنوم حکومت رامنځ ته شو، د افغانانو رايې له پامه وغورځول شوې او ارادې ته يې درناوې ونشو، په دې سره ولس د ټاکنو په پروسه خپل باور له لاسه ورکړ.

د ملي وحدت پنوم غیرقانوني دولت چې د یوې موافقتنامې له مخې د ۵۰/۵۰ تقسیم پربنسټ رامنځ ته شوی وو، د حکومتدارۍ یوه ناکامه تجربه وه چې هیواد یې په تیرو پنځو کلو کې له ډیرو ستونزو سره مخ کړ، چې د پنځو کلو حکومت کولو وروسته هم د حکومت دواړه شریکان یو بل د تیرو ناکامیو په اړه پړه ګڼې، له دی تجربې دا پایله ترلاسه کولای شو چې هردول حکومت چې د خلکو د ارادې او رایې پر بنسټ نه وی رامنځ ته شوې د هیواد په ګټه ندي او بریالې کیدای نشي.

اوس چې هیواد له یو حساس پړاوو څخه تیریږي، د یوې خوا د سولې خبرې کیږي او بلې خوا د ټاکنو منډې ترړې روانې دي، نو دا ځل یوازې آزادې، رڼې او سرتاسري ټاکنې کولای شي یو مشروع، قانوني او قوي نظام رامنځ ته کړي، پرته له رڼو ټاکنو په هیواد کې د جمهوري نظام او تیرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو پایښت او دوام له سخت خطر سره مخامخ دي، او ددې احتمال شته چې مونږ یوځل بیا جمهوري نظام او خپلې تیرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو.

ځینی سیاسي څیری په هیواد کې د موقت حکومت طرحه وړاندې کوي، دوی باید پدې پوهه شي چې مونږ د موقتو دولتونو څخه ښې خاطرې نلرو او دا طرحه هیواد یو ځل بیا د بحران خواته بیایې. نو ښه به دا وي چې د موقت دولت جوړولو پرځای د ټاکنو ملاتړ وشي او خلک رای ورکولو ته وهڅول شي تر څو په پایله کې یو قوي او مشروع دولت منځ ته راشي.

د ولسمشرۍ ځینې نوماندان هم سرله اوسه د ټاکنو د پایلو د نه منلو اخطارونه وکوي دوی خپلو پلویانو ته وایې چې که د ټاکنو پایله ددوی په ګټه نه وه نو دوی نه مني او یو بل په تقلب کولو تورنوي، نو له دی داسې ښکاري چې ځینې کړۍ بیا غواړي ټاکنې جنجالي کړي او بیا د یو داسې حکومت جوړولو ته لار هواره کړي چې د خلکو په رایو نه بلکي، د یو څو سیاسي کړیو په فرمایش یو سهامي شرکت رامنځ ته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم باید له تیرو تجربو درس واخلي او د رڼو او پاکو ټاکنو لپاره هڅې وکړي او چاته دا اجازه ورنکړي تر څو دا ملي پروسه بدنامه او زیانمنه کړي، که خدای مه کړه دا ځل بیا ټاکنې جنجالي او ستونزمنې شوې نو هیواد بیا د ګډوډۍ او بحران خواته ځی او ددی ټولو ناخوالو مسئولیت به ددوی پرغاړه وي.

د ولسمشرۍ نوماندان هم لکه څنګه چې ټول د هیواد سره د مینې او خلکوته د خدمت شعارونه ورکوي نو باید دا په عمل کې ثابته کړي او په ټاکنو کې د نه بریالیتوب په صورت کې دا جراات په ځان کې پیدا کړي چې پایلې ومني، د هیواد د ملی ګټو پخاطر له شخصي ګټو تیر شي او ملي دریځ خپل کړي او د راتلونکې حکومت ملاتړ وکړي.

نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه هغه هیوادونه چې د افغانستان په قضیه کې دخیل دي دوی هم باید خپل بی پریتوب وساتي او د خلکو د رایو پربنسټ یو مشروع نظام په رامنځ ته کولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په اخر کې؛ دا ټاکنې زمونږ لپاره وروستې چانس دې د ټاکنو بریالیتوب په هیواد کې د جمهوریت، دیموکراسۍ او ولس بریالیتوب دی نو ټول افغان سیاسیون باید د دی ملي پروسې د تخریب او ناکامولو پرځای ددی پروسې ملاتړ وکړي او د بریالیتوب هڅه یې وکړي، او که هر نوماند د ولس د پاکو رایو پربنسټ بریالې شو له هغه سره په ګډه د یو قوي او مشروع دولت له لارې د سولې پروسه بیا پیل کړي او په هیواد کې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره هڅې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply