د سکوت دوره/محمد الیاس سعیديل

0 664

په ټاکنو کې تر کمپاینونو وروسته د سکوت دوره ددې لپاره ده، چې خلک په وروستي ځل او وروستیو شېبو کې پخپل انتخاب بیا، بیا غور وکړي او بالاخره خپل راتلونکی زعیم په خورا غور انتخاب وکړي.

افغانستان چې اوس په یوې همداسې دوره کې ده او تقریباً یوه برخه یې زموږ په خوب تېره شوې، نو په پاتې درېیو برخو کې په کار ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو، سالم مدیریت او په پنځو نسلونو د مثبت اغېز لپاره سالم انتخاب وکړو او د کاندیدانو له منځه وړ هغه یې وټاکو.

په لنډ ډول د وړ کاندید ټاکلو لپاره یو لېست درسره جوړ کړئ او د کاندیدانو ترمنځ د یوه د غوره والي لپاره په هره مثبته برخه کې یوه نومره ورکړئ او په منفي کې صفر، بیا یې سره پرتله کړئ، چې د هر کاندید نومرې ډېرې شوې په جدیت او قاطعیت هماغه انتخاب کړئ.

د اقتصاد، سیاست او پوځي مدیریت په برخه کې د هر کاندید برنامې او ټیم وارزوئ او د راتلونکي پنځه کلن زعامت مسوولیت وروسپارئ.

د کمپاینونو په شور او ماشور تېر نه وځئ، ځکه د افغانستان ناسم شرایط او د قومونو ادرسونه ښایي په ځینو ځایونو کې شور و ځوږ ولري، خو هیڅکله برنامه، پلان او مدیریت نه لري او دغه ډول ټاکنیز ټیمونه ددې وړتیا نه لري، چې تاسو ورته د افغانستان د راتلونکو پنځو کلونو زعامت مسوولیت ور وسپارئ.

د یو چا انتخاب د هغه د تېرو کړنو، تجربو او لاسته راوړنو پر اساس وکړئ. په دغو ښاغلو کې چا د ځان او چا د ملت د خیر ښیګڼې لپاره کار وکړ او د کار کولو او خدمت کولو ظرفیت یې څومره و؟

د افغانستان شرایط او امکانات داسې دي، چې نه پخوا شوې ژمنې سل په سلو کې کوم کاندید یا د حکومت شریک عملي کړې او نه په نږدې راتلونکي کې داسې ښکاري، خو حد اقل ژمنو ته د جهت ورکولو په برخه کې هم د هغوی ژمنتیا او د خبرو او عمل ترمنځ توپیر کولی شئ.

دغو ټولو خصوصیاتو ته په پام د سکوت په دې لنډه دوره کې د خپلې خوښې وړ کاندید موندلی شو. ځینې ځوانان لګیا دي او د بې طرفۍ په نوم ځان له یوه لوی مسوولیت څخه خلاصوي.

بې طرفي پخپله یو طرف دی او د بې طرفه کسانو ډله یې د خورا زیات مسوولیت له وجې نه، بلکې په تېر کې د معاملو له وجې اوس په راڼه میدان پاتي او اوس هڅه کوي په دې ډول ځانونه د بې طرفۍ په چوکاټ کې د خپلو تېرو معاملو له منفي نتایجو خوندي وساتي.

ستاسو رایه او په ټاکنو کې برخه اخیستل پخپله د نظام د قانونمندۍ او حد اقل د رهبرۍ انتخاب لپاره د یوې مناسبې لارې له تقویه کولو سره مرسته کوي. هغه ملک چې څلوېښت کاله په کې له قومي ادرسونو او استخباراتي ارتباطاتو ځینې کسان راپورته شول او د یو بل نه منلو له وجې یې افغانستان لوټه، لوټه کړ او میلیونونه کسان یې شهیدان او اواره کړل، نن رایه له هغوی څخه د غچ او انتقام اخیستو تر ټولو مناسبه او غوره لاره ده. همدا کار وکړئ.

دا نو اوس په تاسو پورې اړه لري، چې غچ او انتقام د روښانه راتلونکې لپاره اخلئ او یوه داسې نوماند ته رایه ورکوئ چې برنامه لري، مدیریت لري او افغانستان ته یې په ټولو برخو کې مثبت جهت ورکړئ او که پر ځای یې داسې نوماندانو ته رایه ورکوئ چې ټول وخت یې په ګیلو، معاملو او بهانو تېر کړی او ظرفیت یې له یوه قومي ادرس او جمعیت زیات نه دی.

انتخاب نور ستاسو په لاس کې دی. د تلې یا میزان شپږمه، راتلونکې شنبې ورځ. ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply