ټاکنې يوه ملي پروسه ده/ اميرزېب کاموال

0 517

ټاکنې د ډيموکراسۍ يو اساسي اصل او د مېشتو ولسونو مشروع حق دی، چې د یو هېواد د آبادۍ، هوساينې، ښېګڼې او آرامۍ لپاره ترسره کېږي؛ ټاکنو کې ولسونه پخپلې پاکې ادارې سره راتلونکي لپاره خپل مشر ټاکي، هر هغه وګړی، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، له یوه طرفه يې انساني او بل لوري ته اسلامي وجیبه ترسره کوي.

رايه ورکوونکي، جنس، ژبې، ټبر او مذهب ته له پاملرنې پرته ټول هغه افغانان دي، چې د رايې ورکولو سن (١٨ کلني) يې پوره کړى وي.

رايه ورکوونکي د ټولټاکنو يو تر ټولو مهم عنصر جوړوي، پرته له دوى ټاکنې نه کېږي او په کومو ټاکنو کې، چې د دوى وڼده پوره ټيټه وي، نو د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.

د دې لپاره، چې رايه ورکوونکي وړ نوماند ته رایه ورکړي، لومړی باید دوی نوماندان وپيژني، د نوماندانو راتلونکي پلانونو باندې وپوهېږي، پخواني ماموريتونه او بریاوې يې وګوري او په ټوله کې وګوري چې کوم نوماندان د خاورې او ولس په خیر دی.

دا، چې په ګران هېواد کې به راتلونکو څو ورځو کې د ډيموکراسۍ دا اصل بیا ځلي پلی او ولس به په خپله خوښه راتلونکی مشر وټاکي، پکار ده، چې هر وړ شخص، چې د تابعت تذکره يې سټيکر کړي او د رایې ورکونې سن يې پوره کړی وي، پدې ملي او ډيموکراټيک بهیر کې ګډون وکړي، د ښې او روښانه راتلونکي لپاره وړ شخص ته رایه وکاروي.

هېواد مو له حساسو پړاوونو تېرېدونکی دی، د دې لپاره چې خپل ملي او اسلامي وجیبه مو ترسره کړي ، حق مو حقدار ته سپارلی او د يو اباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په جوړېدو کې مو برخه اخيستي وي، پکار ده، چې د میزان په ۶مه نېټه، چې یو برخلیک ټاکوونکي ورځ ده، رايې ورکونکي مرکزونو ته ولاړ شو او رایه وکاروو.

زموږ او ستاسو یوه رایه د سولې، ابادۍ، ښېرزاۍ، ارزښتونو ته د درناوي، حق حقدار ته د سپارلو، او سرلوړۍ ضامنه ده.

د یو اباد، سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply