پوهاند م.ا.زیار
بېرن- سویس، ۶ اګست ۱۹
خوږې پښتیانا ته
پرې
ونمانځم
ستا سږنۍ نیم پېړییزه
زېږورځ
او واستوم درته
همستا له جنتي ټاټوبي،
د مرغه ښې استوزه…
- * * *
پر یاد د هغې پرتمینې شېبې
چې سانیولی وم ولاړ
– د « الپن روزن« سرې غونچې په لاس کې –
د پوهنتون د زېږنتون په وره کې…
* * *
لامې تر اوسه راورېږي پر زړه
ستا ها ماشومې لوڅې پوڅې
او مالګینه موسکا،
ها مینه وړې مینه ناکه خندا…
ستاها وړې وړې خوږې خبرې:
دا دا ما ښال ته وېسه،
سلوپۍ وخولمه
دا دا جوبن ته جمه
ما ولکتون وېسه،
لوبې وکم
پښتیان لا لا اتې که
ماما اتې کيي نه…
* * *
نو نن درلېږم نازولې خوږې،
زما همهغې نازلوبولې خوږې
د زېږکالیزې په درشل کې دې نن
د الپن روزن له غونچو غونچو یادونو سره …
د خپل دا دا د زړه له تله
مرغه ښه درواخله،
اوېستایي مینه اسره درواخله…
زما له مینې محبت سویسه
همدغه ستا له خپل جنت سویسه!!!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320