نوماند کېدل هم هسې بې مسؤلیته کار نه دی

0 520

ډاکټر عطاالله زیارمل-

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د نتایجو د اعلانولو لپاره لا له وړاندې نېټه ښودلې،‌ چې حتی خپله کمیسیون هم د ټاکنو پایلې له هغې نېټې څخه مخکې نه اعلانوي،‌ نو هغه کسان چې په خپل سر د نتایجو اعلان کوي دا په څرګنده د قانون څخه سرغړاوی او یو غیرقانوني عمل دی، چې باید د ټولټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او سرغړونکي یې عدلي ارګانونو ته ور وپېژني ترڅو د قانون په رڼا کې ورسره چلند وکړي. ځینې به وايي چې سرغړونکي خو معلوم دی، مګر په رسمي چوکاټ کې بیا هره اداره باید له اړوندې ادارې څخه په رسمي ډول مکتوب تر لاسه کړي ترڅو د هغې موضوع په اړه اجراات وکړي.

ملګري ملتونه او هم نړیوال ناظرین مسؤلیت لري، چې د ټولټاکنو څخه وروسته ناقانونیو ته جدي پاملرنه وکړي تر څو ټول نوماندان او د هغوی پلویان د خلکو رایو ته درناوی وکړي، هغه چې د امنیتي ګواښونو سره سره یې په ټولټاکنو کې ونډه واخیسته.‌ تاسې به لیدلي وي چې د لویې پکتیا په سیمه کې د رایو ورکولو په مرکز باندې مخالفینو حمله کړې وه او په څو کیلومترۍ کې یې دواړو غاړو پر یو بل ډزې کولې خو دوی خپل د خوښې نوماند ته رایې ورکولې. ولس څومره په مېړانه په دې انتخاباتو کې ګډون وکړ او د دوی رایو ته باید احترام وشي.

په پای کې له نوماندانو څخه دا تمه کېږي چې،‌ ټول باید مهذب چلند خپل کړي او نور هم مهذب او مدني چلند ته را وبولي، او په دې کار سره خپل ولس ته وښيي چې نور د ګډوډیو د رامنځته کولو او له قانون څخه د ځان لوړ ګڼلو وخت تېر دی، تر څو خلکو ته جوت شي چې هر ډول غیر مدني چلند نور د فشار وسیله نشي کیدای او نه هم باید د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره یې څوک وکاروي. ټول نوماندان باید حوصله وکړي ترڅو خپله د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو نتیجې اعلان کړي او د نتایجو د اعلان سره سم باید بریالي نوماند ته مبارکي ورکړي او په خپلو طرحو له سره غور وکړي ترڅو ځانته معلومه کړي چې دا ځل ولې ولس ورباندې باور و نه کړ؟

د یو سوکاله افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply