د اتلس کلن اور بلولو مسوولیت د چا دی؟

محمد الیاس

0 624

د اکتوبر پر اومه امریکا په دې بهانه پر افغانستان یرغل وکړ، چې له دې ځایه یې ملي امنیت ګواښل شوی و، خلک یې په نښه شول او عملاً افغان خاوره د دوی پر ضد ګواښ وګرځېده.

د دې ګواښونو فزیکي عامل په افغانستان کې کشف شو او اسامه بن لادن نومېده. هغه مهال د افغانستان زعامت د طالبانو په لاس کې و. طالبان دې پوښتنې ته څه ځواب لري، چې ولې یې د حاکمیت تر سیوري لاندې یوه نړیوال ترهګر ته ځای ورکړ او هغه عملاً د افغانستان له خاورې امریکا په نښه کړه او ټولې نړۍ ته یې اخطار وکړ؟ ولې یوه لویه توطئیه د دوی تر سیوري لاندې جوړه شوه؟ که پټه وای، خو تاریخي قضاوت به داسې نه و، اما په ښکاره ترې ولې طالب ملاتړ وکړ؟

کله چې له طالبانو د دغو بریدونو او ګواښونو د عامل غوښتنه وشوه، ولې د هغه له ورکړې ډډه وشوه او امریکا ته بهانه پاتې شوه چې پر افغانستان برید وکړي؟

دا جلا سناریو ده، چې اسامه بن لادن چا له سوډان څخه افغانستان ته راوست، چا وساته، د کوم هدف لپاره را واستول شو او بېرته د امریکا د بریدونو معما… خو دې ظاهري بهانې ته ولې لار هواره شوه؟

هر افغان زعامت د نړیوالو اړیکو او اصولو پر اساس ژمن او مسوول دی، چې نه باید پخپله خپله خاوره د نورو پر ضد وکاروي او نه نور پرېږدي، چې له خاورې یې د نورو پر ضد استفاده وکړي. د طالبانو په حاکمیت کې ولې افغان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شوه؟

که دوی ناتوانه وو، نو بیا خو باید خپله کمزورتیا ومني او نن حق نه لري د خپلې ځواکمنتیا ادعا وکړي او که چېرې ځواکمن وو، نو بیا خو دوی هم په کې شریک وو او د اتلس کلن اور د بلولو ټول مسوولیت د همدوی دی، چې د حاکمیت پر مهال یې په دسیسوي ډول یو چاته اجازه ورکړه، چې له افغان خاورې استفاده وکړي او یوې نړیوالې ناخوالې ته لار هواره کړي.

د طالبانو او امریکا د لس میاشتنیو مذاکراتو ټول تمرکز پر همدې و، چې طالبان څه ډول له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي، د بیا لپاره د سپټمبر یوولسمې پېښې په ډول چاته د افغان خاورې د استفادې اجازه ور نه کړي او ان پر هغه میکانېزم هم هوکړه وشوه، چې د اړتیا پر مهال به بېرته طالبان له امریکا سره یو ځای د القاعده او نورو ډلو پر وړاندې جنګېږي.

که القاعده پرون په حقه وه او طالب د همدې حقانیت پر اساس ورسره اړیکې وپاللې او افغانستان یې په سرو لمبو کې راګیر کړ، نو نن ولې بېرته ورسره اړیکې پرې کوي؟ نن څه وشول چې القاعده بېرته د طالب دښمنه شوه؟ او که پرون یې هم دوستان وو او سبا به یې هم دوستان وي، نو امریکا ته یې کوم تضمین ورکوي؟ دا پوښتنې پخپله د یوې بلې پټې او داخلي جګړې د پېښېدو شونتیا رامنځته کوي.

طالب د خپلې جګړې د مشروعیت او رد په یوې داسې معما کې راګیر دی، چې له امله یې سمدستي د جګړې په لیکو او سیاسي قشر کې درز رامنځته شوی. دقیق د سیاسي قشر غړي یې د جګړې د لیکو دغو پوښتنو ته ځواب نه لري. که واضح ځواب ووایي د اتلس کلنې جګړې مشروعیت یې په صفر کې ضربېږي او که یې نه وایي، له امریکا سره نوې معامله به یې څنګه کېږي؟

طالب د تاریخ هغې پوښتنې ته شل کاله وروسته هم مناسب ځواب نشي پیدا کولی، چې د ګواښونو د یوه ښکاره فزیکي عامل په نه سپارلو یې ولې افغانستان له یوه نړیوال ځواک سره مقابلې ته ودروه؟ او په جګړه کې خو حلوا نه وېشل کېږي، ټولو اړخونو ته د اوښتو دې ورانیو او مرګونو ځواب څوک ویلی شي؟

د دوی عکس العمل تاریخ ثبت کړی، چې وې ویل: ((که افغانستان لوټه، لوټه هم شي، موږ اسامه بن لادن چاته نه سپارو!))

تا د کوم مشروعیت او صلاحیت پر اساس افغانستان لوټې، لوټې کړ او له یوه نړیوال ځواک سره دې مقابلې ته ودروه؟ اسامه څوک و، چې تا له ټول افغانستان سره نه برابروه؟ بالاخره یې ریښه له کوم ځایه وخته؟ اوس یې هم نه منې، چې پرون هم د بل چا خدمت کې وې او نن هم؟

ته چې نن له جګړې او ورانیو څخه د خلاصون لپاره روغه جوړه غوره لاره بولې، نو پرون دې ولې فکر نه کاوه او ولې دې یوې دغسې ورانونکې جګړې ته لار هواروله؟

بالاخره اوس هم هره ورځ غنیمت دی. یوه ورځ وړاندې هم چې دغه اور مړ شي حد اقل د سلو کسانو ژوند ژغورل کېدای شي، خو حللارې ته د رسېدو منزل د ساده کېدو پر ځای ولې مغلق کېږي او بالاخره له تېرو تجربو درس نه اخیستل کېږي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply