د تشهیر اهميت / ګلاب بهار

ګلاب بهار

0 674
د بازار په سيسټم کې تشهير مهم رول لوبوي، تشهير زمونږ په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې تر دې حده سرايت کړى دی، چې دا اوسمهال زمونږ د ژوند يوه برخه ګرځېدلی دی. د پيدا کوونکو، پرچون فروش مستهلکېنو او ټولو په لحاظ د تشهير اهميت مختلف دى، لکه:
۱ـ د پيدا کوونکي(کارخونه لرونکي) لپاره د تشهير اهميت
۲ـ د پرچون فروش لپاره د تشهير اهميت
۳ـ د لګښت کوونکي لپاره د تشهير اهميت
۴ـ د ټولنې لپاره د تشهير اهميت
۵ـ  د بازارموندنې لپاره د تشهیر اهميت
اول- د پيدا کوونکو (مؤلدينو) لپاره د تشهير اهميت
له پيدا کوونکي څخه موخه کارخونه لرونکي، توليد کوونکي او يا مارکېټ ته د شيانو وړاندې کوونکي دي، چې لاندې اغېزې پرې لري:
الف- د پلورلو په پروسه کې زياتوالی: څرنګه چې د تشهير په واسطه ډېر خلک د شيانو په اړه خبرتيا تر لاسه کوي، ځکه نو تشهير د شيانو په خرڅلاو کې د زياتوالي سبب ګرځي.
ب- مستقله تقاضا: د ډېرو شيانو په تقاضا کې تشهير مرستندويه ثابتېږي، د بيلگې په ډول، پخوا به(یخ کافي) يوازې په يخ موسم کې څښل کېدله، خو اوس د کولډ کافۍ (يخې کافۍ) په وجه د ګرمۍ په وخت کې هم د هغې استعمال زيات شوی دی.
ج- په زېرمه کولو کې کمښت او د پانګې ژر راستنېدل: د تشهير له برکته شيان په ډېره کچه خرڅېږي، چې د همدې پروسې په مټ لګول شوې سرمايه بېرته راستنېږي، د زيات خرڅلاو له کبله له پيداکوونکي سره ډېر کم شيان په زېرمه کې پاتې کېږي.
د- په بيو کې کمښت: د زياتې تقاضا په وجه شيان په ډېره کچه جوړېږي او توليدېږي او په زېرمه کې ډېر بدلون راځي، چې له همدې امله د شيانو په توليد د کارخونې لرونکي کم لګښت کېږي او په همدې اساس په بيو کې د کمښت لپاره اساني وي.
د- د وقار پر ځاى ساتل: د منظم تشهير په اساس په ډېره کچه د شيانو د پلورل کېدو له کبله په کمپنۍ کې د پور د تاديه کولو صلاحيت پيدا کېږي او پر کمپنۍ باندې د خلکو اعتماد زياتيږي او تشهير د کمپنۍ د نيکنامۍ سبب ګرځي.
هـ- د مالونو پلورلو په وړتيا کې زياتوالى: د تشهير په واسطه په مستقيم ډول په پلورلو کې زياتوالى راځي، څرنګه چې د تشهير په ذريعه پلورونکو ته له وړاندې د شيانو په اړه پوهه وي، نو پلورونکي ته په پلورلو کې اسانتیا پيدا کېږي او هغه په ښه ډول خريدار د شيانو اخیستلو ته هڅوي.
و- د کارکوونکو په مورال کې زياتوالى: تشهير په کمپنۍ کې د کار کولو پر اخلاقي رويه باندې مثبت اغېز کوي. هغه ادارې چې په غوره ډول د خپلو شيانو تشهير کوي، د داسې ادارې په کار کوونکو کې د برترۍ احساس پيدا کېږي، لکه په پاکستان کې چې د ليور برادرز کمپنۍ او (ICI)  کمپنۍ کار کوونکي چې د نورو کمپنيو له کارکوونکو څخه ځان پورته ګڼي. په پورته ډول د تشهير له ذکر شويو ګڼو څخه دا جوتيږي چې تشهير خپله بيه په خپله ادا کوي.
دویم- د پرچون فروش لپاره د تشهیر اهميت
الف- د ارتباط وسیله: له عوامو سره د پرچون فروش د ارتباط يوازينۍ وسيله تشهير دى، چې په همدې وسيله پرچون فروشونکي خلک له خپل شتون او له هغه ډول شيانو څخه چې دوى، يې تجارت کوي، خبروي.
ب- د پانګې راګرځېدنه: پر له پسې او منظم تشهیر د شيانو د پلورلو او د زياتې ګټې کولو باعث ګرځي.
ج- د کـاروبار په لګښتونو کې کمی: له دې کبله چې د تشهیر لګښت کارخونه لرونکی ورکوي، نو په دې برخه کې د پرچون فروش په لګښت کې سپما کېږي.
د- په عزت او وقار کې زياتوالی: د تشهير په واسطه د پرچون فروش په عزت او اعتبار کې زياتوالی راځي. څرنګه چې پرچون فروش د دغو شيانو کاروبار کوي او دا شيان د کیفيت په لحاظ غوره دي او په پراخه کچه يې تشهير کېږي؛ ځکه نو د کارخونه لرونکي په شان پرچون فروش ته هم دغه تشهير ګټه رسوي.
درېیم- د مستهلکېنو لپاه د تشهیر اهمیت
الف- د اخيستلو اسانتيا: د تشهېر عمل د لګښت کوونکو د اخيستلو په عمل کې اسانتيا پيدا کوي. د تشهير په واسطه مستهلکېنو ته دا معلوميږي، چې له کومه ځايه او په کومې بيې شيان خريداري کړي، د شيانو په باره کې اړين معلومات له تشهير څخه په لاس راځي، چې په دې ترتيب د خريدارۍ په هکله پرېکړه اسانيږي.
ب- د غير ضروري متوسطينو اخراجول: له دې چې د تشهير هدف په مستقيم ډول د مستهلکينو پام راګرځول دي، ځکه نو د اضافي متوسطينو له منځه د وتلو باعث ګرځي، چې په دې ترتيب سره د کارخونه لرونکو لګښت کم او ګټه يې زياتيږي.
ج- مستهلکينو ته تعليم ورکول: د تشهير په واسطه مستهلکينو ته پر پخوانيو شيانو باندې د کنټرول په حاصلولو کې مرسته کېږي او مستهلکینو ته د نويو شيانو او د هغې د استعمال په هکله تعليم او زده کړه ورکول کېږي، چې په دې سره د مستهلکينو د ژوند کيفيت لوړتيا مومي.
د- غوره کیفيت: د تشهير په واسطه د شيانو د کیفیت او کوالیټۍ د ښه کولو زمينه برابريږي. کله چې مستهلکین پر دې ډاډمن شي، کوم شيان چې دوى يې اخلي، د لوړ کيفيت او ښې کوالیټۍ لرونکي دي، د کومو چې تشهير شوى دی؛ نو هغوى د خريدارۍ عمل جاري ساتي.
هـ- د مستهلکینو سپما: د تشهير له موخو څخه یوه مهمه موخه د شيانو پر ګټورتوب باندې د توجه متمرکزول دي. کله چې مستهلک د کوم شي له کوالیټۍ او کيفيت څخه ډاډه کېږي، نو د دغه څيز په بدل کې زياتې بيې ورکولو ته هم چمتو کېږي، خو که د خريدارۍ پر مهال هغه له دې خبرې خبر شي، چې د همدې خصوصياتو درلودونکی شى په کمې بيي سره هم تر لاسه کېداى شي، نو هرومرو د هغه کمې بيې لرونکی شى اخلي او دا د هغه لپاره د سپما باعث ګرځي.
څلورم- د ټولنې لپاره د تشهیر اهميت
الف- په کاروبار کې زياتوالی: تشهير د خلکو لپاره د کاروبار برابرولو يوه ګټوره وسيله ده. د صنعتي پرمختيا په وجه په روزګار کې پراختيا پيدا شوې ده، چې په توليداتو کې د زياتوالي باعث هم ګرځيدلی دى. د دې ډېرو توليداتو د جذبولو لپاره د سترو مارکېټونو اړتيا ده، له پيداواري توکو سره د ټولو خلکو د اشنا کولو لپاره  د تشهير ضرورت دى، د تشهير په پروسه کې ډېر خلک کاروبار پيدا کوي، چې دا عمل د بېکارۍ له پاى ته رسولو سره مرسته کوي.
ب- د چاپ يا پرېس ازادي: د پرېس لپاره تشهير د عوايدو يوه مناسبه ذريعه ده. د عوايدو په واسطه پرېس خپل ازاد حيثيت برقرار ساتلى شي. هېڅ ډله په اقتصادي فشار سره نه شـي کولای چې له پرېس څخه غلطه ګټه واخلي، که تشهير په منظم او پرله پسې ډول وي، نو پرېس په بيه کې کموالی راولي.
ج- د فن کارانو يا هنرمندانو مرسته کول: د تشهيري عمل د پرمخ بيولو لپاره په پراخه کچه فنکار (هنرمند) ليکوالان او ويناوال کارول کېږي، چې په دې سره د خلکو په ايجادي او نوښتي صلاحيتونو کې اضافه والی کېږي. په تشهير کې له فن کارانو څخه په کار اخيستو سره د هغوى مرسته کېږي او حوصلې يې لوړيږي او د ټولنې کولتور هم وده کوي.
د- د ژوند د کیفيت ښه کول: تشهير نه يوازې دا چې مستهلکینو ته زده کړه ورکوي، بلکې د شيانو د استعمال او د کاروبار لپاره د زمينې برابرولو يوه وسيله هم ده. په هغې کې د ښه والي او بهترۍ له کبله،په کمه بيه او غوره کیفيت  مختلف شيان هم حاصليږي، چې دا ټول صفتونه د ژوند د کیفيت په لوړولو کې مرستندوى ثابتيږي.
څلورم- د بازارموندنې لپاره د تشهیر اهمیت
پوهېږو چې د توکو او چوپړتياوو د يو توليدي واحد رامنځ ته کېدل د وګړو د شته تقاضا ځواب دی. په بازارموندنه کې هم تر ټولو اړين څه د وګړو د نوموړې تقاضا ډېروالی او د خاموشه تقاضا را ژوندي کول دي. د دغه چارې تر ټولو ستره وسيله اعلانات او سوداګريز تبليغات دي. له بله اړخه تبليغات د بازارموندنې د پراختيا يا promotion د برخې مهم جز دی او يوازينۍ لاره ده، چې په وسيله يې کاروباريوګړي له خپل توليد څخه خبر او د ځان لپاره مشتريان پيدا کوي.
په لنډه توګه به ووايو چې سوداګريز اعلانات په داسې ډول د خپلو توکو او چوپړونو ښودل دي، چې د پېرودونکو او لګښت کوونکو پام ورته را واوړي او هغوی د اعلانېدونکو توکو پېرودنې ته وهڅول شي. د اعلان يا اشتهار يوازينۍ موخه دا نه ده چې يو توکی يا چوپړ وپلورل شي؛ بلکې د اشتهار اصلي موخه له خپلو توکو څخه د ممکنه پېرودونکو خبرول دي.
کله چې يو کـاروبار او کمپنۍ کوم نوی توليد را منځته کوي، نو لهنوموړي توليد څخه د وګړو د خبرولو يوازينۍ لار اشتهار او تبليغ ده. له اشتهار پرته به هغه وګړي چې دغه نوی توليد يې اړتيا وي، په اسانۍ سره پوره کوي، تر ډېره بريده ناخبره وي او د کمپنۍ د توليد خرڅلاو به هم تر ډېره بريده کم وي. پر همدې بنسټ ويلای شو چې سوداګريز اعلانات د بازار د دواړو لوريو (پلورونکو او پېرودونکو) لپاره ستر ارزښت لري. د پېرودونکو لپاره يې يوه ګټه دا هم ده، چې د بېلابېلو کمپنيو د اعلاناتو له مخې د هغوی د توکو او چوپړتياوو د پرتله کولو له لارې کولای شي د هغوی ترمنځ تر ټولو غوره توليد او چوپړ را ونيسي. د نوي توليد ترڅنګ، اشتهارات د شته توليد د بېلابېلو ډولونو يا brands اړوند هم خلک خبروي او هغوی ته د يو توليد بېلابېلو بڼو او ډولونو د څرنګوالي او قېمت اړوند معلومات ورکوي. د بېلګې په ډول يې په هېواد کې د مخابراتي کمپنيو له لوري د انټرنېټ د لاسرسي خدمتونه يادولای شو چې بېلابېلې بڼې يې بېلابېل سرعتونه او بيې لري.
کله چې د لنډمهال لپاره يو کـاروبار د خپلو توکو په بيو کې تخفيف راولي، نو يوازينۍ لار چې وګړي له خپل دغه تخفيف څخه خبروي،سوداګريز اعلانات دي. په اعلاناتو کې د يو توليد د پلور او يا چوپړ وړاندې کولو د تخفيف د ورکړې موده هم ټاکل کېږي او په يوه لنډه زماني مقطع کې د همدغه لنډې مودې د ټاکلو په زور د خپلو توليداتو د پلور حجم په لويه پيمانه زياتوي.
د اشتهار بله مهمه ښېګڼه خلکو ته په سوداګريزه سيالۍ کې د خپل مخکېوالي ښودل دي؛ خو دا په هغه صورت کې چې کله سوداګريز اعلانات په داسې بڼه وړاندې شي، چې رښتيا هم ليدونکي او مخاطبين پر نورو د خپل لوړوالي اړوند ډاډه وکړي. نن سبا دغه چاره يو څه ستونزمنه ځکه ده چې يو ځانګړی توکی د بېلابېلو کمپنيو له لوري توليد او پېرودونکو ته يې اعلانات وړاندي کېږي.  خو بيا هم د يو کـاروبار رقابتي مزيت هېڅکله هم په بشپړ ډول له مينځه نه شي تللی او کېداي شي چې د بېلابېلو لارو لکه اشتهار او نورو په وسيله يو کـاروبار تر خپلو نورو سيالانو مخکې شي.
د يو اټکل له مخې، په يو کال کې له ۴۰۰ بېليونو امريکايي ډالرو څخه پورته پانګه يوازې پر سوداګريزو اعلاناتو لګول کېږي. د دغه کار يوه ګټه دا هم ده چې په دغه برخه کې بېلابېل وګړي او کـاروبارونه پر دندو او کار بوخت کېږي، تر دې چې نن سبا اعلانات يا اشتهارات د علومو د يوې ځانګړې څانګې په توګه په بېلابېلو اکاډميکو او ښوونيزو مرکزونو کې لوستل کېږي او په دې برخه کې وګړي د تخصص تر پړاوه زده کړې کوي.
د ټولنيزو موضوعاتو او ناخوالو اړوند هم تبليغات مثبت رول لري او ډېر روغتيايي پيغامونه د همدغو اشتهاراتو په وسيله وګړو ته لېږدول کېږي. همدارنګه د حکومتونو نورې اړينې خبرتياوې لکه قانوني مکلفيتونه او نور د اعلاناتو په وسيله د وګړو تر غوږونو رسول کېږي.
د دغو ټولو ښېګڼو تر څنګ، تبليغات زيان اړوونکي هم دي.  کله چې په اعلاناتو کې يو توکی له خپل اصلي کیفيت څخه په لوړ کیفيت مشتريانو ته ور وپېژندل شي، نو دا چاره د اشتهار يو غير اخلاقي بڼه او د مشتريانو په زيان ده. همدارنګه د اشتهاراتو هغه بڼه چې غير قانوني او روغتيا ته زيان اړوونکي توليدات لکه مخدره توکي او نور تشهيروي، دا هم د ټولنو په زيان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply