سیاست څه شی دی؟

لیکنه: ګلاب بهار

0 922
د سیاست علم د سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیزو اړخونو لوستنه او څېړنه په ځان کې رانغاړي. د سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیزو اړخونو لوستنه له انسان سره دا مرسته کوي، څو هغه نړۍ چې پکې ژوند کوي، په غوره توګه وپېژني او د خپل مبهم راتلونکي لپاره غوره لارې چارې وټاکي، چې په نتیجه کې یې په خپل ژوند کې لوی او کوچني بدلونونه راولي.
د سیاست د علم پخوانۍ مانا چې یوازې یې د حکومت او دولت د څېړنې او لوستنې علم ګاڼه، اوس د منلو وړ نه ده، ځکه چې سیاست په ټولنه کې غیري رسمي جوړښتونه او سیاسي سلوک هم تر څېړنې لاندې نیسي، ځکه خو پر همدې بنسټ د سیاست علم پوه کاتلین پر دې عقیده و، چې سیاست د انساني ټولنې له جوړښت او څېړنې سره سره، د ټولنې سیاسي ژوند هم څېړي. همدارنګه دوژوونال سیاست د ټولنې د غړو ترمنځ د اړیکو علم بولي. پس ویلی شو چې سیاست په ټولنه کې غیري رسمي جوړښتونه او سیاسي سلوک هم تر څېړنې لاندې نیسي او د سیاست د علم د لوستنې ساحه د بشري ټولنې د سیاسي ژوند ټول اړخونه څېړي او د انسانانو تر منځ د سیاسي اړیکو څېړنه هم په خپله د سیاست علم دی.
د سياست لغوي مانا: د سياست کلمه د امارت په وزن د ساس يسوس، د قال يقول په وزن سره د مصدر صيغه ده، چې مانا يې اصلاح کول او ښايسته کول دي او په انګليسي ژبه کې د (politics) کلمې په نوم منل شوی، چې د ملکي، ملي او حکومتي سياست لپاره استعماليږي. په حقيقت کې د (politics)  کلمه يوه يوناني کلمه ده چې له (police) نه اخيستل شوې او مانا يې ښاري حکومت ده. همدارنګه دغه يوناني کلمه په يوناني ماناګانو سره د ديارلسمې پيړۍ په اوايلو کې په فرانسوي ژبه کې هم د استعمال وړ وګرځېده، چې په هغه عصر کې د سياست مانا هم پر ښاري حکومت باندې د فن او پوهي حاصلول وو.
د سياست اصطلاحي پېژندنه: د سياست اصطلاحي پېژندنې په هکله باید ووایو، چي سیاست بېلابېلو علماوو په بېلابېلو عبارتونو تعریف کړې، چې له یو څو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:
اول- اسلامي سیاست پوه ابن خلدون (رح) ليکي چې سياست او حکومت د مخلوق د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت نوم دی، چې دا ډول سياست د خدای (ج) نيابت دی چې د هغه پر بنده ګانو د هغه عزوجل احکام نافذ کړای شي.
دویم- امام راغب اصفهاني د سیاست په پېژندنه کې دری ګوني نقاط ذکر کړي، چې په سیاست کې باید لاندې نقاطو ته پاملرنه وشي:
الف: سیاست باید د ځمکې پر مخ ساختماني او عمارتي تمدنونه رامنځته کړي.
ب: په سیاست کې باید د الله تعالی ټول احکام نافذ شي.
ج: په سیاست کې باید غوره اخلاق اختیار کړل شي.
درېیم- افریقايي عالم ابن منظور سیاست د یو شي د اصلاح کولو لپاره کلک ملاتړ او ودرېدلو ته وایي.
څلورم- ابن خلدون سیاست هغه څه بولي، چې د خلکو د ساتنې او د هغوی د ګټې د ساتنې ضامن واوسي.
پنځم- الماني سیاست پوه ګرېس د سیاست علم د دولت د یو قدرت لرونکي ادارې په حیث پېژني او د دولت ظهور، د دولت جوړښت، قلمرو، نفوس، د دولت موخه، د دولت اهمیت، د دولت اقتصادي مسایل او د دولت مالي برخو مطالعه په سیاست پورې محدودوي.
شپږم- بلانچري سیاست هغه پوهه بولي، چې د بحث او مذاکرې موضوع يې د حکومت د نظام جوړول وي.
اووم- ماکس وېبر سیاست په نظام کې د ګډون کولو او د نظام په تخصیص کې د نفوذ لپاره د کوښښ کولو په توګه پېژني.
اتم- نولي بیا سیاست په لاندې توګه تعریفوي:
الف: سیاست د قدرت لپاره له مبارزې څخه عبارت دی.
ب: سیاست له شته امکاناتو څخه ښې ګټې اخیستلو ته وايي.
ج: سیاست پر انسانانو باندې له حکومت کولو څخه عبارت دی.
نهم- د سمویک په آند د سیاست علم حکومت لرونکې ټولنې څېړي، چې غړي یې تر ټاکلو قواعدو او مقرراتو لاندې ژوند کوي.
لسم- سیاست یانې پر دې پوهېدل چې څوک یې ګټي؟ څه شی ګټي؟ په کوم وخت کې یې ګټي؟ څنګه یې ګټي؟ او ولې یې ګټي؟
یوولسم- ټولې هغه هڅې چې د دولت د واک لاسته راوړلو او بیا د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېږي، عبارت له سیاست څخه دي.
دوولسم- د لوی افغانستان وتلي سیاسي مشران د سياست په هکله داسې وايي: ((سياست جهانداري ده، په دې مانا چې سياستوال په يو کوچني قوم، مذهبي او سيمه یيزي ډلې پورې تړلې نه وي، بلکې د ټول بشريت د خير، ښېګڼې، سوکالۍ او عدالت فکر لري)).
دیارلسم- کارلتون کريستول او اندرسن امريکايي سياست پوهانو په خپل کتاب (د سياست له علم سره اشنايي) کې سياست په دې ډول تعريف کړی دی: ((سياست د ټولنيزو علومو له څانګې څخه هغه څانګه ده، چې په ټولنه کې د سازمانونو، حکومتونو او دولتونو اړونده مسايل مطالعه کړي)).
څوارلسم- و.ا.ا لينين سياست داسې تعريف کړی دی: ((سياست موخې او موخو ته د رسېدو لارې چارې دي، چې يوه اجتماعي طبقه يې د خپلو ګټو د تامين لپاره تعقيبوي)).
پنځلسم- فيودور بورلانسکي په خپل اثر (سياسي قدرت او دولتي ماشين) کې چې د سياست د علم په برخه کې مارکسيستي اولينينستي تأليف دی او په شوروي کې چاپ او نشر شوی، سياست يې په دې ډول تعريف کړی دی: ((د قدرت مفهوم، د سياسي تيورۍ محور او د سياسي پروسو مطالعه مشخصه ده، چې دغه مفهوم د سياسي نهادونو او سياسي جنبشونو د درک کيلي په خپله سياست ده)).
پس که وغواړو چې د سیاست په اړه څه ناڅه بشپړ تعریف وکړو، نو ویلای شو چې سیاست هغه سوله ییز یا غیري سوله ییز مشرتوب دی، چې د وګړو ترمنځ پر اړیکو، ډلو او ګوندونو د هېواد په د ننه کې پر حکومتي چارواکو او د دولتونو ترمنځ پر اړیکو باندې واکمني ولري. یا هم سياست د هغو اصلاحي او جمعي هڅو نوم دی، چې د موجوده ټولنیز نظام د اصلاح او يا مطلوب نظام ته رسېدو په منظور تر لاس لاندې نيول کېږي.
د اسلامي پوهانو له نظره د سیاست پېژندنه: امام محمد غزالي (رح) د سیاست پېژندنې په اړه وایي: ((سیاست د الله تعالی د مخلوق اصلاح او هغې لارې ته لارښوونه ده، چې د دنیا او اخرت د خلاصون لامل ګرځي)). همدارنګه دی وایي: ((سیاست هغه پوهه او تدبیر دی، چې د ژوندانه د وسایلو او د هغوی پر چارچاپېره د افرادو او ټولنو ترمنځ د مینې، یووالي او یو له بل سره د مرستې د پیدا کېدو لامل ګرځي. ابن خلدون د سیاست د پېژندنې په اړه وایي: ((حکومت او سیاست د انسانانو د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت او ضمانت نوم دی. له دې تعریف څخه دا جاج اخیستل کېږي، چې اسلامي سیاست د حکومت او سلطنت له هغې تګلارې سره سروکار لري، چې له مخې یې عامه ګټې بشپړیږي او د الله تعالی د بنده ګانو په حالت کې غوره والی پیدا کوي. حضرت ابو الوفا ابن عقیل بغدادي رحمه الله علیه د سیاست په اړه وایي: ((سیاست د هغو تدبیرونو نوم دی، چې د هغو په واسطه خلک له یو بل سره د اصلاح او مصلحت پر لور نږدې کېږي. فساد او خرابي له منځه وباسي)). حضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله علیه د سیاست په اړه وایي: ((سیاست د حکمت نوم دی او له هغو تدبیرونو څخه غږیږي، چې د هغو په واسطه د خلکو ترمنځ د اړیکو ساتنه کېږي)). علامه ابوالبقي حنفي رحمه الله علیه سیاست داسې تعریفوي: ((هغه تګلاره چې د انسان د ښېګڼې او غوره والي په اړه د اوس او راتلونکي لپاره ضمانت وکړي، له سیاست څخه عبارت ده)). ابن منظور افریقایي رحمه الله علیه وایي: ((د یو شي د اصلاح او سمون لپاره ملا تړل او کلک درېدل عبارت له سیاست څخه دي)). له دې تعریف څخه داسې معلومیږي، چې سیاست هغه کلک دریځ دی چې د وګړو د اصلاح او سمون لپاره هلې ځلې کوي. یانې سیاست کلک دریځ؛ نه دروغ او فریب. ابو الحسن ماوري رحمه الله علیه د سیاست او حکومت په اړه وایي: ((د اسلامي حکومت یو ډول مشرتوب، چې د دین پر ساتنې او د دنیا پر سیاست باندې ولاړ دی، اسلامي حکومت د دین له ساتنې څخه وروسته د دنیا په چارو کې برخه اخلي، چې دا له سیاست سره تړاو لري)). د ده له پېژندنې څخه داسې پایله لاسته راځي، چې د اسلامي حکومت لومړۍ دنده د دین ساتنه ده او کله چې د دین ساتنه بشپړه شوه، بیا نو د دنیا چارو ته وردانګي او د دنیا په چارو کې بیا له سیاست څخه کار اخلي.
د فقهاوو له نظره هم د سياست روښانه مفهوم د اصلاحي تدبيرونو خوښول او کسبول، د حکومت نظم او غوره چارې پر مخ بېول دي. ابن عابدين وايي: ((سياست پر هغو ټولو لارو چارو او تدبرونو باندې صدق کوي، چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو د اصلاح لپاره مشروع کړي دي)). ابن نجيم رحمه الله علیه هم د سياست په اړه پر همدې نظر دی، خو د فقهې په کتابونو کې د سياست کلمه په عمومي ډول د (تعزيري سزاګانو) لپاره کارول شوې ده، هغه چې د قرآن او سنتو له ښکاره نصوصو څخه په ډاګه شوي نه وي، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد يې د ټولنيز مصلحت مراعات او د فساد له منځه وړل وي؛ خو په اسلامي سیاست کې سیاست باید د ظلم، نفس پالنې، دروغو، چل او فریب، مکر، خطا ایستلو او له فساد څخه بشپړ او سپېڅلی وي. سیاسي اندونه او تګلارې باید د اسلامي ارونو پر بنسټ وي او د قران کریم او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو، لارښوونو او ارشاداتو له مخې عیار شي، چې پر همدې بنسټ سیاست د هغې پوهنې نوم دی چې د خلکو ترمنځ ورورولي، مینه او یووالی پيدا کوي او په ټولو مسایلو کې اصلاح، تنظیم او ښکلا راولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply